د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د اب و هوا او ځنګلونو ساتنې په هکله معلوماتي سيمينار وړاندې شو.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۱۴:۱۳
Picture

یاد سيمینار، چې د لوړو زده کړو محترم وزارت په هدایت او د محصلانو خدمتونو همغږۍ امریت په نوښت د ننګرهار پوهنتون د لیلیې په تالار کې وړاندې شو، پر مهال یې لسګونو محصلینو ته د اوبو، هوا او ځنګلونو حفاظت اړوند معلومات او پوهاوی ورکړل شو.

سيمینار دوه برخې لرلې؛ په لومړۍ برخه کې یې د ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد پوهنمل محمد غني راغب د زرغون چاپېریال په ګټو، ځنګلي منابعو نه شتون منفي اغېزو، ځنګلونو ساتنې او نورو برخو اړوند تفصیلي معلومات وړاندې کړل او د امارت تر څنګ یې هر شخص د هغې د ساتنې مسؤل وباله.

د سيمینار په دویمه برخه کې د انجنیري پوهنځي استاد پوهنیار محمد یعقوب شرافت له لوري د اوبو او هوا ارزښت او ساتنې په اړه چمتو شوی پرېزنټېشن وړاندې شو، چې یاد موضوعاتو په کې په پوره تفصیل سره بیان شوي وو.

د سيمینار په وروستۍ برخه کې محصلینو پوښتنې وکړې او استادانو ورته ځوابونه وویل.

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو خدمتونو همغږۍ آمر قاري بشیر احمد احمدي د سيمینار ارایه کوونکو استادانو څخه د مننې تر څنګ ژمنه وکړه، چې راتلونکي کې به هم محصلینو ته به په اړینو موضوعاتو علمي او معلوماتي سيمینارونه چمتو کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu