د سوداګرۍ څانګې لرليد، ماموريت، ارزښتونه او موخې

لرلید:

د ملي، سیمه ایز او نړیوال اقتصادي سکتوري سازمانونو لپاره پو سواګریزو ارزښتونو، فکرونو او علمي- مسلکي پوهې سنبال کادرونو درلودل او په نړیواله سطحه د علمي- تخنیکي پرمختګ د غوښتنو مطابق کادرونو، امکاناتو، سهولتونو، تجهیزاتو او وسایلو له پلوه د سمبال ډیپارټمنټ لرل.

ماموریت:

د داخلي او خارجي بازارونو د اړتیا په پام کې نیولو سره د وړ لایق او په علمي ډګر کې په وروستیو لاسته راوړنو مجهزو کادرونو تربیه او وړاندې کول.

موخې:

  1. د علمي، تخصصي، تحصیلي او معلوماتي ټکنالوژیکي سطحې له نګاه څخه د څانګې د کادري غړو ارتقا.
  2. په دوامداره توګه د څانګې د علمي کادر غړو د علمي، مسلکي سطحې تازه کول.
  3. د علمي او مسلکي کتابونو کتل.
  4. په علمي او مسلکي کتابونو او اثارو د مجهز کتابتون تهیه او تدارک.
  5. په علمي او مسلکي اړونده ساحو کې د تجربو او لاس ته راوړنو د تبادلې  او استفادې په منظور د علمي او تحصیلي بنسټونو سره د ارتباط تامین.
  6. د کریکولم او درسي نصاب د معاصر ساتلو په خاطر د اړونده استعدادونو، متخصصینو، محصلانو او اهل مسلک سره د غونډو په لار اچول.
  7. د ډیپارټمنټ د مادي او تخنیکي پای توسعه او پراختیا.
  8. د ماسټرۍ او دوکتورا په سطحه د عالي لوړو زده کړو په ساحه کې د کادر تربیه.
  9. د اړونده ملي او نړیوالو څېړنیزو پروژو په لاره اچول.
  10. د منطقې او نړۍ په سطحه د اړوند علمي او اکاډمیک مؤسساتو سره د اړیکو تامین.
  11. د ملي، سیمیز او نړیوال اقتصاد په سطحه د رشتوي نوو منځ ته راغلو مشکلاتو په تجزیې او تحلیل په منظور فورمونو تدویر او تشکیل.
  12. کادر او تخصص ته د اړتیا د تثبیت په موخه د نړیوال ارګانونو په ګډون د محفلونو مجالس او ورکشاپونو په لاره اچول.

User account menu