ډیپارتمنټونه

دساينس پوهنځې ديپارتمنتونه

کېميا څانګه

ننګرهار پوهنتون ساينس پوهنځي په ۱۳۹۰ کال تاسيس او سمدلاسه کيميا ـ بيولوژي ډيپارټمنټ په ګډه توګه فعاليت پېل کړ. دري کاله وروسته  کېميا-بيولوژی څانګه  په دوه جلا څانګو کيميا او بيالوجی وويشل شوه  او په ۱۳۹۳ ل ل کال  دکيميا څانګې په څير منځته راغله، نوموړې څانګه د کيميا د بېلابېل مضامينو د تدريس چاري پرمخ بيايی.  د کيميا څانګه  خپل مفردات د پوهني وزارت د ليسو، حرفوي او مسلکي مکتبونو، ګمرکاتو، لابراتوارونو، زراعت وزارت ، وزارت معادن، صنعتي فابريکې او دنړي دمعياري پوهنتونونو څخه د ارزوني وروسته  تهيه او ترتيب شويدي.  په ۱۳۹۴ کال کی خپل لومړنی فارغان د لسانس په سویه کی جامعی ته وړاندی کړ. یاد اکادمیک جوړښت په ۱۳۹۳ کال کی تغییر وموند په  درسي پروګرمونو کی یی اصلاحات رامنځته شوه، پروګرامونه یی اختصاصی شکل غوره کړه د یادي څانګي په درسی پروګرامونوکی اساسی، اختصاصی ، فرعی او پوهنتون شموله مضامین  شامل دی. ددې څانګي کادرې غړی د پوهنتون مختلفو کميټو لکه (د کیفیت د تضمین او لوړونې ، کریکولم ، ریسرچ،نظم – دسپلین،نشراتو، د امتحانانواو شکایاتو، الکترونیکې زده کړو، مالی او د بورسونو، ...) کې فعاله ونډه لري، همدارنګه د کریدیت په  سیستم تدریسی پروګرامونه مخکی بیول کیږی د يادی څانګي د رشد او انکشاف لپاره د جرمنی هیواد  د وردز بورګ پوهنتون د DAAD  موسسی د مالی مرسته د لابراتوارد سامان تهیه او نصبول او کتابونو تهیه کول رامنځته شو چې  استادان او محصلان ورڅخه  ګټه اخلی    اوسمهال پدې څانګه کې  (  ۲۳۷  ) محصلان چی نږدی  (  ۴۱  )  تنه یی ښځینه محصلان په زده کړه بوخت دي چې د هر تعليمې کال په پاي کې لږ او ډېر (     ۷۰   ) محصلان فارغان خپلې ټولنې ته د چوپړ په موخه وړاندې کوي. د نويو زده کوونکو د نوم ليکنې او شامليدنې شمير په هر يو کال کې ۱۲۰ تنو ته رسيدلي او لا هم پسې زياتيږي. اوپه نوموړي څانګه کې لاندې ( ۷ ) تنه استادان په تدریسي چارو بوخت دي.

بيولوژي څانګه :

د ننګرهار پوهنتون ساينس پوهنځي په لمریز کال تاسيس او سمدلاسه کيميا ـ بيالوجي څانګې په ګډ ډول فعاليت پېل کړ. دري کاله وروسته کېمياڅانګې د بيولوژي څخه جدا او په لمریز کال  دځانګړې څانګې په څير منځته راغله، نوموړې څانګه د بیولوژي د بېلابېلو مضامينو د تدريس چاري پرمخ بيايی.  بیولوژي څانګه  خپل مفردات د پوهني وزارت د ليسو، حرفوي او مسلکي مکتبونو ، ګمرکاتو، لابراتوارونو ، زراعت وزارت ، محيط زيست رياست  او دنړي دمعياري پوهنتونونو څخه د ارزوني وروسته  تهيه او ترتيب کړي دي. اوسمهال پدې څانګه کې   (۳۴۰ ) محصلان چی نږدی  ( ۹۹  )  تنه یی ښځینه محصلان په زده کړه بوخت دي چې د هر تعليمې کال په پاي کې لږ او ډېر  (۸۰   ) محصلان فارغان خپلې ټولنې ته د چوپړ په موخه وړاندې کوي. د نويو زده کوونکو د نوم ليکنې او شامليدنې شمير په هر يو کال کې ۱۲۰ تنو ته رسيدلي او لا هم پسې زياتيږي. اوپه نوموړي څانګه کې لاندې ( ۵ ) تنه استادان په تدریسي چارو بوخت دي.

رياضی څانګه

ننګرهار پوهنتون ساينس پوهنځي په ۱۳۹۰ کال تاسيس او سمدلاسه رياضي ـ فزیک ډيپارټمنټ په ګډه توګه فعاليت پېل کړ. دري کاله وروسته  رياضي ـ فزیک څانګه  په دوه جلا څانګو ریاضي او فزیک وويشل شوه  او په ۱۳۹۳ ل ل کال  ریاضي څانګې په څير منځته راغله، نوموړې څانګه د ریاضیاتو  د بېلابېل مضامينو د تدريس چاري پرمخ بيايی.  د ریاضي څانګه  خپل مفردات د پوهني وزارت د ليسو، حرفوي او مسلکي مکتبونو ، ګمرکاتو، لابراتوارونو ، زراعت وزارت ، وزارت معادن، صنعتي فابريکې او دنړي دمعياري پوهنتونونو څخه د ارزوني وروسته  تهيه او ترتيب شويدي.  په ۱۳۹۴ کال کی خپل لومړنی فارغان د لسانس په سویه کی جامعی ته وړاندی کړ. یاد اکادمیک جوړښت په ۱۳۹۳ کال کی تغییر وموند په  درسي پروګرمونو کی یی اصلاحات رامنځته شوه، پروګرامونه یی اختصاصی شکل غوره کړه د یادي څانګي په درسی پروګرامونوکی اساسی، اختصاصی ، فرعی او پوهنتون شموله مضامین  شامل دی. ددې څانګي کادرې غړی د پوهنتون مختلفو کميټو لکه (د کیفیت د تضمین او لوړونې ، کریکولم ، ریسرچ،نظم – دسپلین،نشراتو،د امتحاناتو او شکایاتو کميټه ، فرهنګی کميټه، الیکترونیکې زده کړو، مالی او د بورسونو، ...) کې فعاله ونډه لري، همدارنګه د کریدیت په  سیستم تدریسی پروګرامونه مخکی بیول کیږی د يادی څانګي د رشد او انکشاف لپاره د جرمنی هیواد  د وردز بورګ پوهنتون د DAAD  موسسی د مالی مرسته د لابراتوارد سامان تهیه او نصبول او کتابونو تهیه کول رامنځته شو چې  استادان او محصلان ورڅخه  ګټه اخلی    اوسمهال پدې څانګه کې       (    ۲۶۲ ) محصلان چی نږدی  ( ۳۴  )  تنه یی ښځینه محصلان په زده کړه بوخت دي چې د هر تعليمې کال په پاي کې لږ او ډېر   (۸۰   ) محصلان فارغان خپلې ټولنې ته د چوپړ په موخه وړاندې کوي. د نويو زده کوونکو د نوم ليکنې او شامليدنې شمير په هر يو کال کې ۱۲۰ تنو ته رسيدلي او لا هم پسې زياتيږي. اوپه نوموړي څانګه کې لاندې ( ۶ ) تنه استادان په تدریسي چارو بوخت دي.

فزيک څانګه :

د ننګرهار پوهنتون ساينس پوهنځي په لمریز کال تاسيس او سمدلاسه د رياضي او فزيک  څانګې په ګډ ډول فعاليت پېل کړ. دري کاله وروسته د رياضي څانګه د فزيک  څخه جدا او په ۱۳۹۳لمریز کال  دځانګړې څانګې په څير منځته راغله، نوموړې څانګه د فزيک د بېلابېلو مضامينو د تدريس چاري پرمخ بيايی.  فزيک څانګه  خپل مفردات د پوهني وزارت د ليسو، حرفوي او مسلکي مکتبونو ، ګمرکاتو، لابراتوارونو ، زراعت وزارت ، محيط زيست رياست  او دنړي دمعياري پوهنتونونو څخه د ارزوني وروسته  تهيه او ترتيب کړي دي. اوسمهال پدې څانګه کې   (۱۹۶ ) محصلان چی نږدی  ( ۲۴ )  تنه یی ښځینه محصلان په زده کړه بوخت دي چې د هر تعليمې کال په پاي کې لږ او ډېر  (۵۰   ) محصلان فارغان خپلې ټولنې ته د چوپړ په موخه وړاندې کوي. د نويو زده کوونکو د نوم ليکنې او شامليدنې شمير په هر يو کال کې ۱۲۰ تنو ته رسيدلي او لا هم پسې زياتيږي. اوپه نوموړي څانګه کې لاندې ( ۵ ) تنه استادان په تدریسي چارو بوخت دي.

جيولوجي معدن او کتشاف څانګه

ننګرهار پوهنتون ساينس پوهنځي په ۱۳۹۰ کال تاسيس شوي چې تاسيس نه دري کاله وروسته  جيولوجي معدن او کتشاف څانګه  په ۱۳۹۳ ل ل کال  دساينس پوهنځي په چوکاټ کې ايجاد شوه، نوموړې څانګه د جيولوجي د بېلابېل مضامينو د تدريس چاري پرمخ بيايی.  د جيولوجي معدن او کتشاف څانګه  خپل مفردات د پوهني وزارت د ليسو، حرفوي او مسلکي مکتبونو ، ګمرکاتو، لابراتوارونو ، زراعت وزارت ، وزارت معادن، صنعتي فابريکې او دنړي دمعياري پوهنتونونو څخه د ارزوني وروسته  تهيه او ترتيب شويدي.  په ۱۳۹۴ کال کی خپل لومړنی فارغان د لسانس په سویه کی جامعی ته وړاندی کړ. یاد اکادمیک جوړښت په ۱۳۹۳ کال کی تغییر وموند په  درسي پروګرمونو کی یی اصلاحات رامنځته شوه، پروګرامونه یی اختصاصی شکل غوره کړه د یادي څانګي په درسی پروګرامونوکی اساسی، اختصاصی ، فرعی او پوهنتون شموله مضامین  شامل دی. ددې څانګي کادرې غړی د پوهنتون مختلفو کميټو لکه (د کیفیت د تضمین او لوړونې ، کریکولم ، ریسرچ،نظم – دسپلین،نشراتو،د امتحاناتو او شکایاتو کميټه ، فرهنګی کميټه، الیکترونیکې زده کړو، مالی او د بورسونو، ...) کې فعاله ونډه لري، همدارنګه د کریدیت په  سیستم تدریسی پروګرامونه مخکی بیول کیږی ، اوسمهال پدې څانګه کې (    ۳۹۳ ) محصلان چی نږدی  ( ۳۸  )  تنه یی ښځینه محصلان په زده کړه بوخت دي چې د هر تعليمې کال په پاي کې لږ او ډېر   (۸۰   ) محصلان فارغان خپلې ټولنې ته د چوپړ په موخه وړاندې کوي. د نويو زده کوونکو د نوم ليکنې او شامليدنې شمير په هر يو کال کې ۱۲۰ تنو ته رسيدلي او لا هم پسې زياتيږي. اوپه نوموړي څانګه کې لاندې ( ۶ ) تنه استادان په تدریسي چارو بوخت دي.