فعالیتونه

د اقتصاد پوهنځي بېلابېل فعالیتونه

د سولې نړیواله ورځ

د فرهنګي او نشراتو کمېټې د پرېکړې له مخې د اقتصاد پوهنځي د درانه استاد او ددې کمېټې د محترم غړي پوهنمل شاه محمود افغان په رهبرۍ د اقتصاد پوهنځي د څلورم ټولګي محصلانو د پوهنتون د چاپېریال ساتنې کمیټې سره د چاپېریال ساتنې په کمپاین کې برخه واخیسته، تاسې یې شواهد په لاندې انځورونو کې وینئ:

د نوي را معرفي شویو محصلانو غونډه

د فرهنګي او نشراتو کمېټې له لورې اقتصاد پوهنځي ته د نویو را معرفي شویو محصلانو د ښه راغلاست غونډه تنظیم، ترتیب او په ښه ډول دایره شوه، ددې غونډې په اړه بشپړ راپور ادارې ته ورکړل شوی دلته یې شواهد مشاهده کړئ:

                       د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال غونډې یادې غونډې ته وینا کوي  

                      د اقتصاد پوهنځي رئیس پوهنوال محمد زبېر نورمل د نویو را معرفي شویو محصلانو غونډې ته د وینا کوي

د ښوونکي نړیواله ورځ

د ښوونکې نړیوالې ورځې په اړه پرېکړه شوې وه چې د څلورم ټولګي محصلانو ته به یې د نمانځنې په موخه اسانتیاوې برابرېږي، د فرهنګي کمېټې مشر او نورو درنو غړیو ددغې ورځې په نمانځنه کې د څلورم ټولګي له محصلانو سره پوره مرسته وکړه، دا غونډه د اقتصاد پوهنځي کې ونمانځل شوه چې شواهد یې په لاندې ډول کتلی شئ:

په کورنیو بازارونو کې د اسعارو د چلښت ستونزې او حللارې

د فرهنګي او نشراتو کمېټې لخوا په کورنیو بازارونو کې د اسعارو دچلښت ستونزې او حللارې تر عنوان لاندې یو ورځینی کنفرانس څنګه چې یې په اړه په غونډه کې پرېکړه شوې وه په ښه ډول سره مدیریت، تنظیم او په ښه شکل پای ته ورساوه. په دې توګه د یاد کنفرانس شواهد په لاندې ډول وړاندې کوو:

          د ننګرهار پوهنتون محترم رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د یاد کنفرانس ګډونوالو ته پرانیستونکې وینا کوي.

            د ننګرهار قدرمن والي شاه محمود میاخېل د کنفرانس ګډونوالو ته وینا کوي.

           د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو محترم مرستیال پوهندوی سېد اکرم هاشمي د غونډې ګډونوالو ته وینا کوي

                  په ختیځ زون کې د افغانستان بانک ښاغلی رئیس د کنفرانس ګډونوالو ته خپله وینا اوروي!

  د اقتصاد پوهنځي استاد او د بانکي او مالي چارو څانګې آمر پوهاند محمد بشیر دودیال په کنفرانس کې خپله موضوع ګډونوالو ته ارایه کوي، نوموړي استاد (د اسعارو د چلند ستونزه، زموږ پر اقتصاد یې منفي تاثیر او حللارې) تر عنوان لاندې موضوع چې د کنفرانس له بنسټیزو موضوعاتو څخه وه د ځینو شواهدو او عملي مثالونو په وړاندې کولو سره ګډونوالو ته وړاندې کړه.

د اقتصاد پوهنځي د ملي اقتصاد څانګې آمر او ددې پوهنځي استاد پوهنوال حمدالله نظامي (په کورنیو بازارونو کې د بهرنیو پیسو چلښت ، ستونزې او حل لارې) تر عنوان لاندې موضوع چې د کنفرانس غوښنه برخه یې تشکېلوله وړاندې کړه.       

                د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی حامد کډوال د کنفرانس ګډون کوونکیو ته وینا کوي. 

                   تاسو په پورته ډول د یاد کنفرانس د ګډونوالو انځورونه وینئ.

د غوره محصلانو د ستاینې غونډه

اقتصاد پوهنځي ادارې د غوره محصلانو لپاره د ستاینې کوچنۍ غوندې غونډه نېولې وه چې د یادې غوڼدې ټول تنظیم او ترتیب د فرهنګي او نشراتو کمېټې غړیو نیولای و، باید یادونه وکړو چې دغې غونډې ته د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهندوی سېد اکرم هاشمي صېب هم تشریف راوړی و، د یادې غونډې شواهد په لاندې ډول دي:

د سپورت د ټیمونو جوړول او لوبول

د سپورتي ټیمونو جوړول او بیا وروسته د هغوی تر منځ مسابقې ترتیبول ددې کمېټې د دوه تنو درنو غړيو هر یو پوهنمل شاه محمود افغان او پوهنیار شمس الرحمن پیاوړي دنده چې په ډېره ښه توګه یې سر ته رسولې ده چې تر ټولو  ښه مثال یې  د پوهنتون په کچه د کرکټ په تېرو مسابقو د اقتصاد پوهنځي دویم مقام ګټل و، د یادولو وړ ده چې د اقتصاد پوهنځي محصلانو ته د لوبو ټولې اسانتیاوې او د اړتیا وړ توکي په خپله پوهنځی اماده کوي، تاسو یې په اړه لاندې شواهد او مدارک هم کتلی شئ:

د شپې پوهنځي د ملي اقتصاد څانګې د فارغانو فراغت غونډه

د ۱۳۹۸ لمریز لېږدیز کال د دلوې په درېیمه نېټه د پنجشنبې په ورځ د فرهنګي او نشراتو کمېټې مشر، غړیو او داقتصاد پوهنځي د ادارې لخوا د اقتصاد شپې برنامې د ملي اقتصاد څانګې د فارغانو فراغت غونډه ترتیب او په خیریت سره پای ته ورسول شوه، په دې غونډه کې د غونډې اجنډا پوهنیار عبدالرحمن درد جوړه کړه، د محصلانو سره د فراغت غونډې د ترتیب په موخه ناسته پوهنیار شاه محمود افغان وکړه، د غونډې لپاره د ادیتوریم نهايي کولو چارې پوهنمل نعیم جان سروري مخته یوړې او د نظم او غونډې د تنظیم چارې پوهنیار عبدالرحمن درد، پوهنمل نعیم جان سروري او پوهنمل شاه محمود افغان سرته ورسولې، د یادې غونډې د سټېج چارې د پوهنځي د مرستیال په مرسته د فرهنګي او نشراتو کمېټې مشر پوهنیار عبدالرحمن درد مخته یوړې چې شواهد یې په لاندې توګه مشاهده کولای شئ:

            د ننګرهار پوهنتون رئیس محترم پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د فراغت غونډې ګډونوالو ته وینا کوي

             د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو محترم مرستیال پوهندوی سېد اکرم هاشمي دغونډې ګډونوالو ته وینا کوي

             د ننګرهار د پوهنې ریاست مرستیال استاد ملکیار شګیوال د فراغت غونډې ګډونوالو ته وینا کوي

             د فرهنګي او نشراتو کمېټې مشر پوهنیار عبدالرحمن درد د فراغت غونډې د سټېج چارې پر مخ وړي

             د اقتصاد پوهنځی مرستیال پوهنیار محمد صادق رهنما د غونډې ګډونوالو ته وینا کوي

           د فارغانو پر استازولۍ د ملي اقتصاد څانګې فارغ التحصیل منصور احمد دانش ګډونوالو ته خپله وینا اوروي

               په پورته انځورونو کې د یادې فراغت غونډې ګډونوال وینئ

                    د ننګرهار پوهنتون رئیس ته د فارغانو محصلانو لخوا ډالۍ شوې د اعزاز پګړۍ ور په سر کېږي

                   د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو محترم مرستیال ته د اعزاز پګړۍ پر سر کېږي

           د اقتصاد پوهنځي رئیس پوهنوال محمد زبېر نورمل ته د اعزاز پګړۍ ور په سر کېږي

                پوهاند محمد بشیر دودیال ته د اعزاز پګړۍ ور په سر کېږي

                  پوهندوی سېد داود صمیم ته د اعزاز پګړۍ ور په سر کېږي

                د اقتصاد پوهنځي د شپې برنامې د درېیمې دورې د فارغانو ګډ انځور

 

په پورته انځورونو کې وینئ چې د بېلابېلو مقاماتو او استادانو لخوا د اقتصاد شپې برنامې فارغانو ته د فراغت تصدیقونه ورکول کېږي.

یاده غونډه له غرمې وړاندې په پوره بریالیتوب سره پای ته ورسېده.