فعالیتونه

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي فعالیتونه

حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د تدریسي بهیر تر څنګ لاندې فعالیتونه ترسره کړي دي:

۱-  تدریسي بهیر تر څنګ محصلینو ته عملې برنامې په لاره اچول.

۲-  د شته تفاهم لیکونو څخه استفاده کول او بېلابېلو اداراتو ته د عملي زده کړو او روزنې په موخه د محصلینو معرفي کول.

۳- د شپې برنامې لرل.

۴- د ماسترۍ تر کچې  ټولنې ته د علمي کادرونو وړاندې کول.

۵-  د استادانو او محصلینو ظرفیت لوړونې ته پاملرنه کول، چې اوس مهال هم ددې پوهنځي ځینې استادان د دوکتورا  لپاره نورو هېوادونو ته لېږل شوي دي.

۶-  د پوهنتون اړوند مسایلو او چاپېریال ساتنې برخو کې ننګرهار پوهنتون ادارې سره په ګډه همکاري کول.

۷- د بېلابېلو فرهنګي فعالیتونو ترسره کول.

۸-  د پوهنځي د ځینو محصلینو له خوا په نړیوالو سیالیو کې برخه اخیستل.

۹- د پوهنځي د محصلینو له خوا د هېواد په کچه د جیسیپ سیالیو اتلولي خپلول او نور.