فعالیتونه

فعاليتونه او لاس ته راوړنې

۱-  دپوهنځي پېژندنه.( په پښتو ، عربي او انګليسې ژبو) تر سره شوي چې د پښتو ليکنه يې د عامه لاس رسي په موخه دپوهنتون په ويب سايټ او دپوهننځي په فيسبوک پاڼه کې نشر ته سپارل شوی ، همدارنګه دچاپ په ګاڼه هم سمبال شوی چې يوه کاپي يې وزارت مقام ته هم استول شويده.

 ۲- کتابتون. دشرعياتو پوهنځي کتابتون داستفادې لپاره  دکتابتون داصولو په نظر کې نيولو سره سم عيار شوی دې.

۳: څيړنې. الف: د شريعت وړانګې په نوم دشرعياتو پوهنځې  دعلمي مجلې رسمي کېدل. او داستاذانو په داخلي او خارجې ژورنالونو کې دعلمي مقالو خپرول.

         ب: دنورو موضوعاتو تر څنګ دفقه او قانون څانګې دلیسانس دوري محصلينو دپايليک په موخه د( بدائع الصنايع) کتاب دترجمه کولو  دپروژې سرته رسول.

        ج: دنورو موضوعاتو تر څنګ داسلامي تعليماتو څانګې  دلیسانس دوري دپايليک په موخه دسنن الترمذی د (وفی الباب) داحاديثو دعملی پروژ ي سرته رسول.

        د: دتفسير او حديث ماستري برنامې دمحصلينوڅېړنې.      

       هـ: دفقه او قانون ماستري برنامې دمحصلينوڅېړنې.

        و: د دکتورا برنامې دمحصلينوڅېړنې.

۴: محصلین:

الف: دڅانګو او برنامو په تفکيک سره  د فارغو محصلينو  لست.

ب.  دڅانګو او برنامو په تفکيک سره  د موجودو محصلينو  لست.

ج: محصلينو ته  دعملي زده کړو اسانتياوي برابرول.مثلا: ( دپوهنتون د حقوقي کلينک، ايشيا فونډيشن، او ای ال ايف  په عملي برنامو کې برخه اخيستل.

۵- پروګرامونه:

 دمحصلينو لپار مختلفې برنامې په کار اچول. دبيلګې په توګه:

 ۱-دطب پوهنځي سره دعلمي مسابقې تر سره کول،

 ۲-دعربې، انګليسي، تجويد او خوشنويسي کورسونو دايرول ،( او يوميکانزم  او لايحه باندې کار کول)

۳- د ورزش په برخه کې د فوټبال سيالې ګټل.

۴-  ددينې او ملي ورځو نمانځل، مثلا:الف: دميلاد النبي صلی الله عليه وسلم دورځې په وياړ د سيرت علمي سيمينار  دایرول، دسولی اړوند داورکم اهميت او دسولې پیلامه.

متفرقه چارې:

۱- داسلامي تعليماتو څانګې دشپې برنامې منظوریدل او په روان ۱۳۹۹ کې دمحصلينو جذب.

۲- دلوړو زده کړو په توجه او د ايشياء فونډيشن په مالي لګښت د ۱۳۹۹ تعليمي کال لپاره  دتعليمي نصاب نوي کېدل.

۳- دبريښنايې زده کړو دتقويه کولو په موخه داسلامي ثقافت د(۴) مضامينو دکورسونو انلاين ثبت، او دننګرهارپوهنتون شرعياتو پوهنځې په نوم په يو ټيوب چينل کې  نشر ته سپارل، په همدې توګه په ۲۰۱۹-۲۰۲۰ کال کې دکوويد ۱۹ ناروغۍ له کبله له مختلفو لارو له شاګردانو سره دانلاين درسونو شريکول.

۴-  دلوړو زده کړو وزارت محترم مقام له بوديجې څخه دبريښنايې زده کړو په برخه کې د ( LCD) تر لاسه کول چې په نسبي توګه به پرې مشکل حل شي.

۵- دلنډ مهالی (وای فای) انتټر نيټ فعالول او د ستونزي په اساسې توګه د حل کولو په موخه د فایبر نوری انترنيټ فعالولولپاره د لوړو زده کړو وزارت  محترم مقام ته د پروپوزل استول چې داجراء په حال کې ده.

۶-- دنارينه او ښځينه محصلینو لپاره دکمپيوټر ليب فعالولوپه موخه دلوړو زده کړو وزارت  مقام ته  دپروپوزل استول چې موضوع داجراء په حال کې ده.

 ۷-  دعقيدې او فلسفې فارغ نه ورکوونکې  څانګې د ايجادپه موخه دلوړو زده کړو وزارت  مقام ته  دپروپوزل استول چې موضوع داجراء په حال کې ده.

۸- له ۱۳۹۷هـ ش کال څخه را پديخوا د کريدت سيستم عملي بڼه ورکول.

۹- دپوهنځي د ودانۍ د خونديتوب په موخه دپوهنتنون رياست محترم مقام ته داوسپنيزو کټارو لګولو وړانديز چې داجراء په حال کې دې.

۱۰- په تدريسي خونو کې د پکو دنصبولو په موخه دپوهنتنون رياست محترم مقام ته وړانديز چې داجراء په حال کې دې.

۱۰- دنوۍ ودانۍ دپاتې کارونو دبشپړيدو لپاره هلې ځلې کول.

۱۱- دتفسير او حديث دوکتورا برنامې د ايجاد لپاره هلې ځلې کول.