شرعیاتو پوهنځی د تفسیر او حدیث ماستری برنامه

۱- د تفسير او حديث ماسترۍ برنامه

  پېژندنه​

دننګرهار پوهنتون شرعياتو پوهنځی تل هڅه کوې دخپلو لوړو تحصيلي او علمي درجو لرونکیو استاذانو په مټ هېوادوالو ته د دينې علومو دتخصصې زده کړو،څېړنو،علمي کادرونو روزلو،او دهيواد دپرمختګ په لورغښتلي ګامونه پورته کړي،همدې هوډ ته درسيدو په پاريې په هېواد کې د لمړي ځل لپاره په خپل مبتکرانه خوځښت داسلامي تعليماتو په څانګه کې دتفسيراوحديث ترعنوان لاندې دماستری برنامه دقانوني پړاونو له طی کولو وروسته دلوړو زده کړو وزارت د (  10753 )  ۱۳/ ۱۱/ ۱۳۹۰  ) ګڼه ليک په اساس  رامنځه ته شوه، چې له پيله تر دې دمه يې  پوهنوال دکتور عزيز الرحمن  مکې دآمر په توګه اداري چارې سمبالوي.

لرليد

د تفسير او حديث په څانګه کې د ماستر په توګه د وړ علمي کادرونو  روزنه او په نړيواله کچه دلوړو کادرونو په درلودلو سره دهيواد د پوهنتونونو معياري کول .

رسالت

په کور دننه دلوړو زده کړو لپاره اسانتياوې را منځ ته کول، او په واقعې توګه دهېواد  دپرمختګ لپاره دڅېړنو په برخه کې دمتخصصينو روزل.

اهداف

۱. د اسلامي نړۍ او په ځانګړي توګه  د افغاني ټولني ټولنيزي ستونزي په ګوته کول او د قرآن کريم او نبوي احاديثو په رڼا کي يې د څيړنيزو بحثونو دليکلوپه اساس له منځه وړل.

۲. د مفسرينو او محدثينو د مناهجو ( تګلارو ) او ځانګړتياو په پيژندنې سره د اختلاط اوغلطیو مخنېوی .

3. د تفسير او نبوي احاديثو د اصلي مصادروپه ګوته کول، علمي ارزښت،اوپه  اړه يې د خپلو اسلافودتګلاري  پيژندنه. 

۴. د قرآن کريم او نبوي احاديثو په هکله د دښمنانو  د شبهاتو له منځه  وړل .

۵. دنبوي احاديثواوعلومو په خدمت او دفاع کې داسلامي امت د مخکښانو د مقام اوهلوځلو راسپړل.

۶. د قرآن کريم او نبوي احاديثو د علومو او معارفو د سمي پوهيدني  له لاري د محصل علمي او تربيوي شخصيت جوړونه . 

دتفسيراوحديث څانګی دماسترۍ پروګرام    اداره اوصلاحيتونه يې:

د تفسیر او حديث د ماسترۍ پروګرام  صلاحيتونه د لوړو زدکړومؤسسو د مافوق ليسانس دعلمي کادر دغړو د فعاليتونو دلايحې سره سم په لاندې توګه ترتيب شوي:

د ماسترۍ پروګرام دآمر وظائف: ​  

د ماسترۍ پروګرام آمرد وظايفودلائحې د (۴۳) مادې پر بنسټ ټولوذکر شووموضوعاتو ته ځانګړی پاملرنه لري دبيلګې په توګه:

  • د علمي کمېتې دغونډې مشري .
  • د پروګرام کاري پلان اود اجندا ترتيبول.
  • ددرسې نصاب له تطبیق څخه څارنه اود درسي بهير دپرمختګ څرنګوالۍ.
  • د علمې کمېتې دغړو د فعاليتونو ارزونه اود کمېتې په غونډه کې يې ارائه کول.
  • د ماسترۍ پروګرام د پرمختګ اوښه والي لپاره دنوښتونو او ابتکاراتو وړاندې کول.

په همدې توګه د ماسترۍ پروګرام دوظائفو د لايحې د (۴۵) مادې دحکم په اساس د انسجام  د بورډ يوشمير وظائف لکه:

  • د پروګرام د لارښووني د اسنادو تهيه، او د هغي د طي مراحل تصويب .
  • د سمستر د پيل او پای او د نهايې ازمويني د اخيستلو د مهال ويش ټاکل.
  • د درسي مهال ويش ترتيب او اعلان.
  • د درسي کريکولم او د مضامينو د مفرداتو د طی مراحل تعقيب .
  • د ازمويني داخيستلو څرنګوالی او دمحصلينو د تحصيلي فعاليت ارزونه.
  • د درسي پلانونو تحقق او اجراء، د زده کړي د فعاليتونو څارنه او نور...​

 دکمېټې تشکيل او تدريسي غړي

د تفسير او حديث د ماسترۍ پروګرام د لوړو زده کړو وزارت د لايحي سره سم دچارو دښه سمون په موخه يو آمراوپنځه کسيزه علمي کميټه لري، چې په لاندې جدول کې يې دتحصيلي درجو په تفکيک سره  لېدلی شو.

محصلين:

 د تفسير او حديث ماسترۍ پروګرام ته په لومړۍ دوره کې د لوړو زده کړو وزارت د انسجام لوی رياست له لاري د هېواد د اتو پوهنتونونو څخه (۲۰) تنه دعلمي کادر غړي، په دويمه دوره کي د لوړو زده کړو وزارت د انسجام لوی رياست له لاري د هېواد د يوولسو پوهنتونونو څخه (۱۵) تنه دعلمي کادر غړي معرفي شول .

په دريمه دوره کي د آزاد رقابت اعلان وشو، ازموينه دشرعياتو پوهنځې له خوا واخېستل شوه، چې په نتيجه کې يې د علمي کادردپنځوغړو په شمول ټول (۱۸) تنه دماستری برنامې ته جذب شول .تر اوومې دورې پورې دکانکور ازموينه دننګرهارپوهنتون په لارښوونه شرعياتو پوهنځي اخېستله؛خود(۱۳۹۸ل.ل) کال لپاره دلوړو زده کړو وازرت مقام داچاره دازموينو ملي ادراې ته وسپارله چې داتمې دورې لپاره محصلين ديادې ادارې له خوا معرفې شو او همداسې دوام لري.چې تر دې مهاله يې ټول(۱۵۵) تنه فارغان ټولنې ته دخدمت په موخه وړاندې کړي ،چې له دې چملې څخه(۹۰) تنه يې دهېواد دمختلفو پوهنتونونو دعلمي کادر غړي دي.