ستراتیژیک پلان

  1.پېژندنه

دګران هیواد افغانستان حالاتودغوښتنواودهیوادوالو دشدیدو اړتیاو په اساس دننګرهارپوهنتون مسئولینودننګرهارپوهنتون په چوکاټ کې دشرعیاتوپوهنځی دتأسیس لپاره دشرعي علومومتخصصینوسره له اوږدومشورو وروسته دشرعیاتوپوهنځی دایجادلپاره یوه مسلکي کاري کمیټه جوړه کړله، نوموړي کميټې له اوږدو بحثونو او مشورو وروسته دعربي اواسلامي نړی دمشهورو پوهنتونودشرعیاتو پوهنځیو ددرسي نصاب څخه دننګرهارپوهنتون دشرعیاتوپوهنځی لپاره یو غښتلی درسي نصاب ترتیب کړی اوذیصلاح مقاماتو له مشورو اوهدایاتو وروسته يې په (۱۳۷۱)هـ.ش کال کې دشرعیاتو پوهنځی ډبره کیښودله اوپه همدی کال کې ددې پوهنځی دفقه اوقانون څانګې لپاره ددولسموټولګیو دفارغانوڅخه دکانکور ازمویني له لارې محصلین جذب کړل ،له دې برسیره په همدې کال کې دشرعیاتو پوهنځی په چوکاټ کې داسلامي ثقافت څانګې په تأسیس سره دننګرهار پوهنتون په ټولوعصري پوهنځیوکي داسلامي ثقافتي مضامینوتدریس پیل شو،اوسمهال دشرعیاتوپوهنځی دلسانس برسیره د تفسیراوحدیث اوفقه اوقانون،  په برخو کې دماسترۍ برنامو ترڅنګ دفقه اوقانون په برخه کې ددکتورابرنامه لري.

البة دشرعیاتوپوهنځی دننګرهارپوهنتون په مرکزي ساحه کې چې ددرونټی په سیمه کې واقع ده قرارلري چې ددولت دانکشاف اختیاري بوديجې څخه ورته دیوه جریب په ساحه کې څلور منزله عصري تعمیرپه لوړمعیاري کیفیت سره د جوړيدو په حالت کې  دی.

2.لرليد

د شرعی علومو په زده کړه ، څیړنو او ټولنیزو خدمتونو کې په نړیواله کچه ځانګړې حیثیت ترلاسه کول.

3.ماموریت

په شرعي او دیني علومو کې د متخصصو کادرونو روزل ، په څیړنیز ډګر کې د مهارتونو رامنځ ته کول ، د ښوونې ، قضاء ، افتاء او نورو اړونده څانګو لپاره د وړ شخصیتونو وړاندې کول.

 شرعیاتو پوهنځی د خپل ليد لوري د ترلاسه کولو لپاره لاندې ماموريت ترسره کوي:

  • د کورنېو او بهرنېو اړتياوو او بازار د غوښتنو پر بنسټ د علمي او تخصصي لوړو زده کړو لپاره د عادلانه او معياري زمينو برابرول
  • ټولنې ته د خدمت په موخه پر علم او ملي روحیه سنبال او د لوړو وړتياوو لرونکو او ژمنو کادرونو روزل او وړاندې کول
  • د څېړنو، ليکنو، د تکنالوژۍ د پېژندنې او خپراوې له لارې د سيمي او هېواد ټولنيزو او اقتصادي ستونزو ته حل لارې موندل

4.ارزښتونه (Values)

د شرعیاتو  پوهنځی ځیني مهم ارزښتونه په لاندی ډول ذکر کیږی:

  • دیني او  ملي ارزښتونو ته ځانګړې توجو کول.
  • تعليمي ، اداري   او مالي  استقلالیت
  • په تعلیمي او اداري  چارو کې شفافیت او عدالت  .                            
  • په زده کړه  او خدماتو کې  لا زیات ښه والي.
  • څیړنې او نوښتونو ته خاص پام کول .

5.حکومتولي

د شرعیاتو پوهنځی اداري جوړښت او د رهبرۍ په سر کې د شرعیاتو پوهنځی رئیس، علمي او اکاډمیکو، مالي او اداري او د محصلانو چارو مرستیال قرار لري.

د دې تر څنګ،پوهنځی دڅلوروڅانګو او څلورو برنامو په لرلو سره د شپږوبېلا بېلو علمي ډګریولرونکی دی چې داړوندرئیس، مرستیال، د څانګو او برنامو آمرینو لخوا اداره کېږي.

همدارنګه د شرعیاتو پوهنځی مختلفې کمېټې لري دبيلګې په توګه :

  • دکیفیت دتضمین او لوړونې کمیټه.
  • د درسي نصاب پلي کولو کمیټه.
  • د علمي څیړنو کمیټه.
  • د پلان او پاليسې جوړولو کمیټه
  • د بریښنایي زده کړو کمیټه
  • د نظم او ډسپلین کمیټه
  • د نشراتو کمیټه
  • د تعلیمي بورسونو اومرستودجلب کمیټه
  • د چاپیریال ساتنی کمیټه
  • د ازموینې کمیټه
  • د علمی اوساحوی کړنو دتنظیم کمیټه
  • داصلی شقو سره دفراغت دجدول اود محصلینو دترانسکیپتونو دتطبیق کمیټه

پورته ذکر شوی هره کمیټه ځانکړې کاري لایحه لري، ترڅو دا باوري کړي چې د پوهنځی اړونده چارې په معیاري او اکاډمیکه توګه پر مخ ولاړې شي.

د پوهنځی، څانګو، برنامو او د کمېټو د کارونو د ښه پرمختګ په موخه د پوهنځی مرستیال، څانګو، برنامو او د کمېټو مشران په دوامداره توګه څارنه کوي ترڅو یقیني کړي، چې اړونده چارې په اغېزمن ډول پرمخ روانې دي.

د پوهنځی ریاست په پام کې لري چې د لا اغېزمنتیا په پار نورې لازمې کړنې او دياد بهير څارنه ترسره کړي.

شرعیاتو پوهنځی د خپلو ټولو کړنو په برخه کې د لوړو زده کړو مؤسسو او د هېواد نافذه قوانين، پاليسۍ، مقررې او لواېح رعايتوي.

۱.۵. د رهبرۍ پروګرامونه

د پوهنځی رئیس، د پوهنځی مرستیال، څانګو، برنامو او د کمېټو آمرین  او نور اړوند مسؤلین د دندو د ښه ترسره کولو وړتیاوې لري.

د پوهنځی مشرتابه د رهبرۍ ظرفیت لوړونې په موخه تل هڅې کوي چې د نوموړې چارې د ترسراوۍ په موخه د اداري کاروونکو لپاره د ظرفیت لوړونې مدیریت رامنځته کړی چې ښه اداري روزنه وویني.

د دې ترڅنګ، د پوهنځې مشرتابه دايشيا فاونډيشن  لیسپا اودپوهنتون مشرتابه لهELCLC، ITCN، USWDP او د کار موندنې مرکز سره په همغږۍ محصیلینو لپاره بېلابېل روزنیز ټریننګ کورسونه او ورکشاپونه دایروي چې د محصیلینو وړتیاوې لوړې کړي.

همدارنګه، د پوهنځی مشرتابه د استاذانو ظرفیت لوړونې په موخه هم د مختلفو کمېټو له لارې ډول ډول مؤثر روزنیز کورسونه او ورکشاپونه دایروي.

سربېره پر دې، د پوهنځی مشرتابه تل هڅه کړیچې د لوړو زده کړو د پیاوړتیا پروګرام (HEDP) څخه په اغېزمنه توګه د استاذانو د ظرفیت جوړوني په برخه کې ګټه پورته کړي.

د پوهنځی مشرتابه ټول استاذان او مسؤلین تشویقوي څو په ملي او نړیوالو روزنیزو پروګرامونو کې فعاله ونډه واخلي او خپل ګمارنې څخه وروسته خپلې تجربې له خپلو همکارانو سره شریکې کړي.  د یادې پروسې د څارنې او اغېزمنتیا په موخه د پوهنځی اداره د څارني(د کیفیت د تضمین کمېټه او نورې کميټې)  ځانګړي میکانیزمونه لري څو دا باوري کړي، چې د پوهنځی ټول علمي او اداري کارکوونکي او محصیلین په اغېزمنه توګه د یادو پروګرامونو څخه ګټه پورته کوي.

۲.۵. مالي، اداري او اکاډمیکه خپلواکي

په هره اداره کې مالي، اداري او اکاډمیکې خپلواکۍ د روزنیزو ادارو اصل تشکيلوي.نو ځکه د شرعیاتو پوهنځی د یادو چارو په برخه کې لوړو زده کړو وزارت،  ننګرهار پوهنتون او شرعیاتو پوهنځی تل هڅه کوي چې اغېزمن مدیریت ترسره کړي.

د لوړو زده کړو وزارت د وزارت په کچه د پوهنتونونو د مالي خپلواکۍ پالیسي، چې د لوړو زده کړو وزارت په عالي شورا کې تائید شو ې ده، او په اړونده برخه کې منظوري د ننګرهار پوهنتون ته د اجراء لپاره رارسيدلې ده، د دغې مقررې پر بنسټ به ننګرهار پوهنتون او په ځانګړی ډول د شرعیاتو پوهنځی وکولای شي چې د عایداتو امکانات تر لاسه کړي او په خپلواکه توګه بودیجه جوړه او مصرف کړي.

د شرعیاتو پوهنځی دمالي خپلواکۍ په لرلو سره لاندې چارې په اغېزمنه توګه ترسره کوي او خپل عوايد زياتوي:

  • د فوق لسانس پروګرامونو ته پراختیا ورکول: په تفسیر او حدیث څانګه کې دکتوراه برنامه تاسیسول.
  •  په اسلامي ثقافت څانګه کې د ماسترۍ برنامه ایجاول.
  • د  شپې پوهنځيو فعالولو پراختیا: په اسلامي تعليماتو څانګه کې د شپې برنامه تاسیسول.
  • د اړوند ملي او نړیوالو شرکاوو (Partners /Stakeholders) سره ګډې څېړنې.
  • د ماسترۍ او دکتوراه محصلینو د څیړنو لپاره کمپیوټر لیب تاسیسول.
  • لنډ مهاله مسلکي روزنیز کورسونه رامنځته کول
  • د بهرنیو مرستو د جلب لپاره معیاري پروپوزلونو ترتیبول
  • د حقوقي کلینک پراختیا

شرعیاتو پوهنځي د اکاډیميکې خپلواکۍ په لرلو سره لاندې موخې ترلاسه کوي:

  • د فوق لسانس موجوده پروګرامونو ته وده او پراختیا ورکول
  • د وخت، سیمې او ښکېلو خواوو د غوښتنو او اړتیا سره سم په ښوونیز نصاب کې مثبت بدلون رامنځته کول
  • د زده کړو په برخه کې د عصري مېتودونو پلي کول
  • د کتابتونونو او کتابونو چاپ چارو ته پراختیا ورکول
  • د تدریس د نویو میتودونو د ترلاسه کولو په موخه په ملي او نړیواله کچه په ټریننګونو کې دبرخې اخيستلو لپاره داستاذانو لپاره زمينه سازي کول.
  • د برېښنایي زده کړو د عامولو په موخه د اړینو پروګرامونو پلان او پلي کول
  • د څانګو د مسلکي او تخنیکي عملي پروګرامونو او پروژو په برابرولو کې رغنده ګامونه پورته کول
  • د نړېوالو پوهنتونونو، تخنيکي او علمي سازمانونو او ټولنو  سره د تواميتونو، تفاهم لیکونو او د ګډې همکارۍ د چارو پر مخ وړل.
  • د څېړنو د چارو اصلاح او ترسره کول.

شرعیاتو پوهنځی د اداري خپلواکۍ په لرلو سره لاندې موخې ترلاسه کوي:

  • د نویو علمي پروګرامونو ایجاد او د تشکیل زیاتوالی:
    • د تفسیر او حدیث دکتوراه برنامه تاسیسول.
    • د اسلامي ثقافت ماستري برنامه تاسیسول.
    • د عقیدی او فلسفې څانګه تاسیسول.
    • د اصول فقه څانګه تاسیسول.
    • د قضاءڅانګه تاسیسول.
    • د اسلامي تعلیماتو څانګه کې د شپې برنامه تاسیسول.
  • د دفتري چارو او اداري سیستم نوي کول
  • د معالوماتو او ارقامو د خوندي پاتي کېدو په موخه ډېټابېس رامنځته کول
  • د شته اداري او خدماتي کارکوونکو زیاتول
  • په اداري چارو کې د معلوماتي تکنالوژۍ د وسايلو کارول
  • د تدارکاتي اسانتياوو برابرول
  • په اغېزمن او ټاکلي وختونو کې له سرچينو څخه ګټه اخيستل

۳.۵. د فساد پر وړاندې مبارزه

شرعیاتو پوهنځی د فساد پر وړاندې  مبارزې په ډګر کې په پام کې لري چې لاندې چارې ترسره کړي:

  •  شرعیاتو  پوهنځی دعلمي او اداري القابو څخه د ناوړه ګټي اخيستنې څخه مخنیوی کوي.
  • دکارونومخنېوی، د استاذانو په تر فيعاتو کې  سلیقوي سلوک، په علمي څېړنو او ترفیعاتو کې د نورو استاذانو او علمي  اشخاصو د علمي لېکنو کاپي کول ممنوع ګڼي.
  • د محصلانو سره د بد چلند مخنیوی کول.
  • په تدريس کې د قوانینو تر پښو لاندي کولو له منځه وړل.
  • په اداري  کارونو کې ځنډ او فساد مخنیوی کول.
  • د علمي کدرونو استخدام  کې سلیقوي چلن له منځه وړل.
  • د مضامینو غیر عادلانه ویش له منځه وړل.
  • د بورسونو غیر عادلانه ویش مخنیوی کول.
  • د محصلانو په ارزونه کې عدالت  نه  مراعت کول
  • د استاذانو او اداري کارمندانو غیر حاضري کې فساد
  • او د ترانسکریپونو او ډېپلومونو ویش پروسه کې  د فساد په وړاندي جدي اقدامات له خپلو لومړیتوبونو څخه ګڼي.

۴.۵. اداري بیروکراسي

دا منل شوی حقیقت دی چې په ادارو کې منفي بیروکراسي د چارو د ښه سمبالښت په برخه کې یو منل شوې ستونزه ګڼل کېږي، منفي بيروکراسي له سرچينو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې او ټاکلو موخې ته د رسيدو پر وړاندې د بنسټيزو خنډونو له جملې څخه ګڼل کېږي،پر همدې اساس د شرعیاتو پوهنځی تل هڅه کوي چې د چارو د چټکتیا، روڼوالي او مؤثریت په موخه د منفي بیروکراسۍ د له منځه وړولو لپاره لاندې کړنی ترسره کړي:

  • د معالوماتي ټکنالوژۍ پر مټ د پوهنځی ادارو نښلول .
  • په اداري پروسو کې د غیر ضروري پړاوونو له منځه وړل.
  • د اداري کړنو د روڼتیا په موخه د کمپیوټري پروګرامونو رامنځته کول.
  • په اداري چاروکې ګمارل شویو اشخاصو ته د مسولیت په پام کې نیولو صلاحیت سپارل.
  • د سيستماتيکي څارنې او پلټنې د فعاليتونو ترسره کول او تنظيمول.
  • خدماتي څارنه او ارزونه.

۵.۵. د عملیاتي پلان تاییدول

د ستراتېژیکو موخو لاسته راوړلو لپاره عملیاتي پلانونه او طرحې د وخت او امکاناتو په نظر کې نیولو سره د مدیریت یو اساسي اصل تشکیلوي، چې چارې په ټاکل شویو وختونو کې په اغېزمنه توګه د مثبتو پایلو په لرلو سره ترسره شي. پر همدې اساس، پوهنتون د چارو د ښه سمون لپاره اړینه بولي چې د ستراستژیکو موخو د ترلاسه کولو لپاره عملیاتي پلانونه ترتیب او لاندې کړنې ترسره کړي:

  • د عملیاتي پلان په جوړولو کې د ښکیلو خواوو شریکول.
  • د عملیاتي پلانونو د ترتیب او تایید څخه ډاډ ترلاسه کول.
  • د عملیاتي پلانونو د پلي کېدو او تطبیق څارنه.
  • د پوهنځی د مربوطه څانګو، برنامو، کمیټو او اداري واحدونو د عملیاتي پلان د پلي کېدو شواهد راټول او د یادو شواهدو پر اساس لازمې کړنې ترسره کول.
  • عملیاتي پلانونو سره سم د اړوندو  کړنو راپورونه ترتیب او وړاندې کول.
  • د عملیاتي پلانونو د نه اجراء شویو چارو لپاره د تدابیري پلانونو ترتیبول.
  • د عملياتي پلانونو د اجراء لپاره د سرچينو او پاېلو په نښه کول.
  • له اړونده خواو سره د تطبيق لپاره د پلانونو شريکول.

۶.۵. د څارنې او ارزونې پیاوړي کول

څارنه او ارزونه د اداري چارو د ښه ترسراوي لپاره د مدیریت څلورم اصل دی، چې له مخې یې له یوې خوا د تېروتنو او اشتباهاتو مخنیوی کېږي او له بلې خوا ډاډ ترسره کېږي، چې چارې په معیاري ډول له پلان سره سمې پر مخ روانې دي.

پر همدې اساس، څارنه او ارزونه د شفافیت رامنځته کولو او ستونزو د له منځه وړلو لپاره مهمه کړنه شمېرل  او د چارو د پراختیا او پرمختګ سبب ګرځي.

د شرعیاتو پوهنځی له پلان سره سم د خپلو چارو ترسراوی څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه په دوامداره توګه د څارنې او ارزونې په برخه کې لاندې کړنې ترسره کوي:

  • د رهبرۍ په کچه د چارو څخه لیدنه او تېروتنو د مخنیوي او سمون په موخه لازمې پرېکړې کول
  • د اداري کړنو په هکله له  پوره دقت څخه کار اخستل.
  • د علمي او اکاډمیکو چارو د ګړنديتوب لپاره له اوږدو پروسو ډډه کول.
  • د څارنې او ارزونې لپاره د ځانکړو کمېټو رامنځته کول.
  • د وړ نورمونو او معيارونو ټاکل او تطبيق.

۷.۵. د توامیتونو پراختیا

شرعیاتو پوهنځی د بهرنیو هیوادونو د پوهنتونونو د شرعیاتو له پوهنځیوسره دعلمي توامیتونولپاره شپه اوورځ  هلې ځلې کوي اوددې لپاره ځانګړې کمیټې، لکه:د بهرنيو اړيکو او تواميتونو کمیټه او د علمی او ساحوی کړنو دتنظیم کمیټه لري چې یو ځانګړې کاری پلان لري؛ چې تراوسه لاندې پوهنتونونو سره توامیتونه ترسره شوی دي:

د مدينې منورې د نړيوال اسلامي پوهنتون سره د همکاري او مرستي تړون ليک

د شرعیاتو پوهنځی د نړيوالو فعاليتونو، تعليمي بورسونو او مرستو د جلب کميټه پلان لرې چي د مدينې منورې د نړيوال اسلامي پوهنتون د شرعیاتو پوهنځی د علمي او مادي همکاريو تړون ليک لاسليک کړي، تر څو د شرعیاتو پوهنځی په علمي او مادي دواړو برخو کې لا غني شي.

د مصر د ازهر نړيوال پوهنتون سره د مرستي او همکارۍ تړون ليک

د شرعیاتو پوهنځی د نړيوالو فعاليتونو، تعليمي بورسونو او مرستو د جلب کميټه پلان لرې چي د مصر د الازهر نړيوال اسلامي پوهنتون د شرعیاتو پوهنځی د علمي او مادي همکاريو تړون ليک لاسليک کړي، تر څو د شرعیاتو پوهنځی په علمي او مادي دواړو برخو کې لا غني شي.

د اسلام آباد نړيوال اسلامي پوهنتون سره د مرستي او همکارۍ تړون ليک

د اسلامي تعليماتوڅانګې د نړيوالو فعاليتونو، تعليمي بورسونو او مرستو د جلب کميټه پلان لرې چي د اسلام آباد نړيوال اسلامي پوهنتون د اسلامي تعليماتوله شعبې سره د علمي او مادي همکاريو تړون ليک لاسليک کړي، تر څو د اسلامي تعليماتوڅانګه په علمي او مادي دواړو برخو کې لا غني شي.

۸.۵. د مرستو جلبول

د  شرعیاتو  پوهنځی د مرستندویه ادارو د مرستو جلبولو لپاره د قانون مطابق اجرآت ترسره کوي په دې اړه ځانکړې کمیټه لري چې یاده کمیټه پورتنی هدف ته د رسیدلو لپاره پیاوړې کاري پلان لري

۹.۵. جنډر

دا چې زمونږ د هیواد په بیلا بیلو دولتي ادارو او خصوصي سکتور کې د شرعیاتو پوهنځی ښځینه فارغانو ته شدیده اړتیا موجوده ده په ځانګړی توګه د هیواد په قضایي او عدلي ادارو کې د شرعیاتو پوهنځی فارغ التحصیله ښځینه قشر ته ډیر ضرورت موجود دی ځکه د شرعیاتو  پوهنځی هڅه کوی چې د شرعیاتو  پوهنځی کې داسې شرایط رامنځته کړي چې زمونږ هیوادوال په ډاده او مطمئن زړه د شرعیاتو پوهځۍ ته د خپلو کورنیو ښځینه قشر د ذده کړو لپاره واستوی.

۱۰.۵. د پوهنځی د بودیجې زیاتوالی

د ننګرهار پوهنتون او په تعقیب يې د شرعیاتو پوهنځی هوډ لري په علمي، اداري او فزیکي برخه کې پراختیا ومومي چې په راتلونکي کې د یو پرمختللي پوهنځی په توګه وکولای شي په فوق العاده توګه خپل خدمات وړاندې کړي.

اړینه ده چې د لاندې چارو د ترسره کولو لپاره په خپله بودیجه کې په دوامداره توګه زیاتوالی رامنځته کړي، چې دې موخې ته د رسېدو په پار لاندې کړنې ترسره کوي:

  • په تفسیر او حدیث کې د دکتوراه برنامه ایجادول.
  • په اسلامي ثقافت کې د ماسترۍ برنامه ایجادول.
  • په اسلامي تعلیماتو دیپارتمنټ کې دشپي برنامي ایجادول.
  • وخت په وخت دپوهنځی په کریکولم کي وړتغیرات راوستل.
  • دنویو استاذانو جذبول.
  • دحقوقي کلینیک ایجادول.
  • دنویو مامورینواوکاریګرو استخدامول.
  • دنویودیپارتمنتونو ایجادول.
  • دپوهنځی لپاره دمجهز عصري کتابتون درلودل.
  • دبهرنیوهیوادونودځینوپوهنتونودشرعیاتوپوهنځیوسره دتوامیتونو ایجادول.
  • دپوهنځی د استاذانو دعلمي اوتحصیلی ظرفیت لوړوني لپاره زمینه مساعدول.
  • دمحصیلینودجذب فیصدي لوړول په ځانګړي بڼه ښځینومحصلانودفیصدۍ لوړولولپاره هلي ځلي کول.
  • دشرعیاتوپوهنځی لپاره مجهزي عصری ودانۍ اعمارول.
  • د یو څېړنيز مرکز ایجادول
  • لنډې مودې مسلکي روزنیز کورسونه رامنځته کول
  • د بهرنیو مرستو د جلب لپاره معیاري پروپوزلونو ترتیبول
  • د حقوقي کلینک پراختیا
  • په علمي غونډو کې د ګډون له لارې د غړيتوب او برخې اخيستنې پر سر د ټاکلي فيس ترلاسه کول
  • د بدني روزنې او سپورت په سياليو کې د ګډون له لارې د ګټې تر لاسه کول

1.علمي او اکاډمیک پروګرامونه

د پوهنتونونو او علمي بنسټونو اصلي دنده د علمي کړنو ترسره کول دي. په همدې اساس، شرعیاتو پوهنځی په پام کې لري چې د یو با کیفیته او پرمختللي پوهنځی په توګه بېلابېل علمي، ، ټولنیز او څېړنیز پروګرامونه پر مخ یوسي چې له امله یې په هېواد او نړۍ کې د انساني ژوند په ښه والي او پرمختګ کې پوره ونډه لرلي وي.

په دې لړ کې پوهنځی د علمي او اکاډمیکو پروګرامونو د پیاوړتیا لپاره لاندې کړنې ترسره کوي:

د تخصصي او مسلکي برخو د پرمختګ په موخه نویو علمي پروګرامونو ایجادول، چې عبارت دي له:

  • دوکتورا پروګرام:
    • شرعیاتو پوهنځی د تفسیر او حدیث د دکتوراه برنامه ایجادول. (۱۳۹۹-۱۴۰۰)
  • ماسټرۍ پروګرامونه:
    • په اسلامي ثقافت کې د ماسټرۍ پروګرام                          (۱۴۰۰)
  • د نویو دیپارتمنتونوایجاد:                                                  
    • د اصول فقه دیپارتمنت ایجادول                                            (۱۳۹۹)
    • د قضاء دیپارتمنت ایجادول                                         (۱۴۰۰)
    • د عقیدی او فلسفې دیپارتمنت ایجادول                                      (۱۳۹۹)
  • د نویو شپې پروګرامونو ایجاد:
    • د اسلامي تعلیماتو د شپې پوهنځی                                 (۱۳۹۹)
  • د بورسیو لاسته راوړل .
  • د څېړنې معیاري کول.
  • د ښوونیزو ورکشاپونو او ټریننګونو دایرول .
  • وېب پاڼه نوي کول.
  • د علمي او څېړنیزی مجلې تاسیسول.
  • علمي نصاب د مارکیټ او بازار غوښتنو سره سم عیارول.
  • د کتابتون معیاري کول.
  • د علمي تجربو د شریکولو په موخه له نورو پوهنتونونو څخه د استاذانو ( Visiting Professors ) رابلل
  • د علمي سیرونو پراختیا     

۱.۶. په علمي کادر کې وړ او مسلکي استاذانو ته پراختیا ورکول

د شرعیاتو پوهنځی تل هڅه کوي هغه هیوادوال چې لوړ علمي استعداداو مهارت ولري د شرعیاتو  پوهنځی علمي کدر کې  جذب کړي په دې اړه د لوړو زده کړو قانون تطبیقوی  او د استاذانو د جذب پروسه کې روڼتیا او عدالت سل فیصده مرعاتوی. نو لازم بولي چې د مسلکي او وړ کادرونو په جذبولو کې لاندې ټکي په پام کې ونیسي:

  • د لوړو زده کړو وزارت قانون د تقرر شرایطو په رڼا کې داسې اشخاص په کادر کې جذبول چې اکاډمیکو ارزښتونو ته ژمن وي.
  • د مسلک او تخصص په پام کې نیولو سره د پیاوړو او مناسبو اشخاصو ګمارل.
  • په تقرر کې وړ دوکتور او ماستر تشخیصول او لومړيتوب ورکول.
  • په کادر کې د شمولیت لپاره د شفافي پروسې رامنځته کول.
  • د پوهنځی د لوړې سويې او لايقو استاذانو او غړو ساتنه او له وړتیاوو څخه یې پوره ګټه اخستل.
  • د موجوده علمي کادرونو ظرفیت ته وده او پراختیا ورکول.

۲.۶. د علمي کادر غړو ظرفیت لوړول

 شرعیاتو  پوهنځی هلې ځلې کوي د  پوهنځی هغه استاذان چې تر اوسه د دکتورا د تحصیلي درجې څخه بې برخې دي د هیواد داخل یا بهر ورته د قانون مطابق دوکتورا برنامه کې د زده  کړو زمینه مساعده کړي همدارنګه د  پوهنځی د استاذانو ، محصلانو او منسوبینو د ظرفیت لوړولو لپاره بیلابیل ورکشاپونه ،ټریننګونه اوکورسونه برابروي چې په دې برخه کې د شرعیاتو پوهنځی د پرمختګ او پراختیا لپاره په پام کې لري چې د علمي او اداري کاري ځواک د ظرفیت د کچې د لوړولو په پار لاندې کړنې په راتلونکو پنځو کلونو کې ترسره کړي:

  • د علمي کادر غړو ته په دکتورا پروګرامونو کې د زده کړو زمینه برابرول.
  • د شتو مسلکي او منلو کادرونو څخه د پوهنتون په پرمختیايي او روزنیزو چارو کې ګټه پورته کول.
  • د پوهنځی پرسونل ته د نويو اړتياوو د پېژندنې په اړه د داخلي روزنو او ټريننګونو فرصتونونو برابرول.
  • د علمي او اکاډیمیکو کادرونو، استاذانو او غړو ساتنه.
  • د پوهنځی رئیس، د مختلفو څانګو او برنامو مشرانو د غوره او پياوړې اداري ستراتيژۍ طرحه کولو لپاره رهبري کول.
  • اداري مديران په هغو مهارتو روزل او سنبالول چې د کارونو د ښه پرمخ بيولو وړتيا ترلاسه کړي.
  • په ښوونيزو مهارتونو، وړتياوو او نوې ټکنالوژۍ باندې د علمي کادرونو سمبالول.
  • د ستراتيژيک پلان او کړنلارو د پلي کيدو  په اړه د اداري پرسونل روزل.
  • د غوره زده کړې او ښوونې د زياتېدنې او وده ورکونې په موخه دلرې واټن د زده کړې لپاره اسانتياوو  برابرول.
  • تدريسي غړو ته د انګريزي او نورو بهرنیو ژبو د روزنې اسانتیا برابرول.
  • پوهو او وړ استاذانو له پاره د علمي ، څېړنيزو او عملي پروژو د عملي کولو اسانتياوو برابرول.
  • د سمينارونو، کنفرانسونو، ورکشاپونو،سمپوزيمونو او د کورنېو او بهرنېو ښوونيزو کورسونو دايرول

۳.۶. علمي څېړنه او پلان جوړونه

په پوهنتونو نو کې څېړنې، تدريس تقويه کوي او د فوق لسانس د لوړو زده کړو له مهمو اجزاوو څخه شمېرل کيږي. دا چې توليد، پرمختګ، حراست او د علم خپرول د شرعياتوپوهنځي د اساسي وظايفو له جملې څخه مهم  اجزاء شمېرل کيږي؛ هڅه به وکړو چې دپخوا په نسبت ترې زياته ګټه واخيستل شي ، سربيره پر دې کولي شو اوسني تحقيقات او څېړنې په ابتدايي، اساسي، عملي ، هنري، ټولينيز او ستراتيژيک مراحلو باندې دسته بندي کړو، دا چې شرعياتو پوهنځي د سرچينو او با تجربه علمي کادرونو شمېر محدود دي نو پدې ستراتيژيک پلان کې داسې برنامه په لاره اچول غواړي چې په راتلونکې کې د څېړنې فرهنګ ته پراختيا ورکړي او له دې لارې علمي کادرونه لا زيات پوهاوي تر لاسه کړي او د څيړنيزو پرمختګونو لپاره لازمې زيربناوې برابرې کړي شي دا چاره ددې غوښتنه لري چې په راتلونکوپنځو کلونو کې دمحديثينو او فقهاؤ په اصلي متونو او په معاصرو مهمو مسائلو پراخه تحقيقات او څېړنې تر سره شي؛ تر څو د نورو اسلامي تحقيقاتو لپاره يوه مناسبه او ښه مرجع وګرځي.

بناءً د شرعیاتو پوهنځی هم په راتلونکو پنځو کلونو کې ژمن دی چې د علمي څېړنو د ترسره کولو او ودې ورکولو لپاره لاندې کړنې ترسره کړي:

د شرعیاتو پوهنځی د پوهنځی په کچه د علمي څېړنو کمېټه لري، چي د هرې څانګې يو يو استاد يې غړيتوب لري، دا کمېټه د  استاذانو علمي څېړني ترتيبوي او کوښښ کوې چې د محصلينو څېړني(مونوګرافونه اوتيزسونه) حتي الامکان و څاري او د معيار پر لور يې لارښونه وکړي، پوهنځې به په راتلونکې کې د دې کمېټې د لا پرمختګ لپاره هلي ځلي وکړې.

د شرعیاتو پوهنځی د خپلي څېړني کمېټې په مرسته اراده لرې، چې په راتلونکې پنځو کلونو کې د علمي څېړنو فرهنګ د پوهنځي، څانګو، برنامو  او حتی الامکان د هېواد په کچه لا دود او رائج کړې، ترڅو علمي کهول ته منسوب ټول خلک د ټولني ستونزي د علمي څېړنو له لاري حل او فصل کړي.

  • ګروپي څېړني ترسره کول:

د شرعیاتو پوهنځی د خپلي څېړني کمېټې په مرسته اراده لرې، چي د شرعیاتو پوهنځی د  استاذانو په وسيله ګروپې څېړني پيل او لا تقويه کړې او وروسته محصلينو ته هم د ګروپي څېړنو د ترسره کولو زمينه برابره کړي او هغه څېړنې چې په انفرادي ډول امکان نه لري، له ګروپي لارو څخه تر سره او موجودې ستونزي به پرې حل شي.

د شرعیاتو پوهنځی پلان لرې چې د خپلو  استاذانو او يا هم ځينو محصلينو له لورې ترسره شوې څېړنې د داخلي او نړيوالو ژورنالونو له لاري چاپ او د ټولني په واک کې ورکړي.

د شرعیاتو پوهنځی به دلسانس په کچه د څلورم کال محصلين او په همدي توګه دماستری او دکتورا محصلين تشويق کړې، تر څو د مونوګرافونو د ليکلو پر مهال د ټولنې ضرورت ته په کتو سره ارزښتناکه څېړني تر سره کړي، له يوې خوا به محصلين د علمي څېړنو سره اشنا شوي وي او له بله اړخه به د ټولني علمي ضرورت تر يوې اندازې پوره شوي وي.

  • پوهنځی، څانګو او برنامو په کچه د څېړنو د یو موثر میکانېزم رامنځته کول.
  • د څېړنيزو کړنو او پروژو د ترسره کولو له پاره د بودېجې او امکاناتو برابرول.
  • د نړيوالو پوهنتونونو، علمي سازمانونو او ټولنو سره د اړيکو ټينګول او دڅېړنیزو پروګرامونو پرمخ بيولو له پاره د مرستو جلبول
  • د څېړنيزو پروژو د پايلو او لاسته راوړنو خپرول او د اړوند ادارو سره یې شريکول
  • د پوهنځی څیړنیزه کمیټې له لوري د خصوصي سکتور دستونزو او اړتياوو د حل له پاره د څېړنيزو پروژو طرحه کول.
  • دا چې د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځی دهېواد په کچه درې فوق لسانس برنامې لري او په هره برخه کې دمتخصيصينو او څېړونکو لرونکی دی، نو د هر ډول پلټنې او څېړنې په برخه کې د غوره مېکانيزم له لارې د څيړنو له پاره د يو تحقيقاتي مرکز رامنځ ته کولو کو ښښ کوي.
  • د څېړنې په برخه کې د علمي، اداري پرسونل او محصیلینو روزل.
  • د څېړنيزو پروګرامونو ترسره کولو له پاره استاذان بهرنيو هيوادونو ته استول چې دعلمي، څېړنيزو او نظري کارونو ترسره کولو وړتيا ترلاسه او له غوره پايلو سره هېواد ته راستانه شي.
  • په نړيوالو څيړنيزو او علمي مجلو کې د څېړنيزو پروژو د پاېلو د خپرولو لپاره د څيړونکو هڅونه
  • د څيړنيزو پروژو له پاېلو څخه د خبرتيا په منظور نندارتونونو دايرول.
  • د ګډو څېړنو د ترسره کولو لپاره هڅونې او مرستې.

۴.۶. فوق لسانس پروګرامونه

د هېوادونو او ټولنو د پرمختګ او وروسته پاتې والي لامل د اړوند هېواد د وګړو د پوهې او علمیت د کچې سره تړاو لري. د کومو هېوادونو پوهنتونونه چې خپلو وګړو ته د علمي او مسلکي زده کړو لپاره لسانس او فوق لسانس فعاله پروګرامونو لري هېوادونو یې په هر اړخيزه توګه پرمختګ او وده کړې ده او وګړو ته یې د هوسا ژوند کولو اسانتیاوې او زمینه برابره کړې.

همدا علمي پروګرامونه دې  چې د ژوندانه بېلابېلې ستونزې حلوي او د پرمختګونو لپاره لوری ټاکي چې یاده کړنه د پوهنتونونو او پوهنځيوله مهمو دندو شمېرل کېږي.

پر همدې اساس ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځی د هېواد پرمختګ لپاره یو لړ فوق لسانس پروګرامونه پر مخ بیایې او یو لړ نوي پروګرامونه په یاده برخه کې د راتلونکو پنځو کلونو په موده کې ایجادوي ، چې په دې پار لاندې کړنې تر‎سره کوي:

  • دوکتورا پروګرام:
    • شرعیاتو پوهنځی د تفسیر او حدیث د دکتوراه برنامه ایجادول. (۱۳۹۹-۱۴۰۰)
  • ماسټرۍ پروګرامونه:
    • په اسلامي ثقافت کې د ماسټرۍ پروګرام                          (۱۴۰۰)
  • د نویو دیپارتمنتونو ایجاد:
    • د اصول فقه دیپارتمنت ایجادول.                                            (-۱۴۰۰۱۳۹۹)
    • د قضاء ديپارټمنت ايجادول.                                       (۱۳۹۹)
    • د عقیدی او فلسفې دیپارتمنت ایجادول         .                            (۱۳۹۹)
  • د نویو شپې پروګرامونو ایجاد:
    • د اسلامي تعلیماتو د شپې پوڅانګې ايجادول.                              (۱۳۹۹)
  • د موجوده فوق لسانس پروګرامونو بیاکتنه او د ښه والي لپاره یې هڅې.
  • نویو علمي پروګرامونو د ایجاد لپاره د لازمو کادرونو، وسایلو او امکاناتو چمتوالی.
  • د څېړنو لپاره د اسانتياوو برابرول.
  • د نوماندانو د انتخاب لپاره د غوره معيارونو ټاکل.
  • د بهرنېو مرستو جذب، ترلاسه کول او اغېزمن استعمال.
  • د پروګرام د پايښت لپاره د اغېزمنې استراتيژۍ انکشاف.
  • ټولنې ته د خدمت لپاره د غوره او لوړ کېفيت فارغانو وړاندې کول.

۵.۶. د کریکولم پراختیا

 شرعیاتو  پوهنځی د وخت د غوښتنو مطابق وخت په وخت خپل درسي نصاب ارزوي او هغه تجدید وي  په دې اړه له متخصیصو، د  پوهنځی له فارغانو او  اړوندو ادارو سره مشورې کوي او د قانون مطابق د  نصاب تغیر او تجدید لپاره اقدامات کوي چې په دي برخه کې  پوهنځی د نصاب ځانکړي کمیټه  لري چې د تکړه او تجربه لرونکو استاذانو په واسطه  دځانګړي کاری پلان له مخې پر مخ ځېی.

د شرعیاتو پوهنځی د خپلو اړوند علمي پروګرامونو د مثبت بدلون او د شرکاوو  غوښتنوته د ځواب ویلو په موخه په راتلونکو پنځو کلونو کې لاندې کړنې ترسره کوي: 

  • د پوهنځی په کچه د کریکولم د کمېټو پیاوړي کول.
  • د کریکولم کمېټو غړو لپاره د اصلاحاتو په موخه نوې کړنلارې او پالیسۍ تهیه کول.
  • د پوهنځی په کچه د علمي کادر غړو لپاره د کریکولم د نوي والي او سمون په موخه د لازمو تریننګونو چمتو کول، او تر ۱۴۰۰ هجري شمسي کال پورې دکريکولم نوي کول.
  • د کرېکولم په بیاکتنه او پراختیا کې  د متخصصو اشخاصو، فارغانو او کارګمارنې مراجعو سره مشورې کول.
  • له اړتيا سره سم له نړيوالو پوهنتونونو سره د کریکولم په بيا سمون او انکشاف کې ملتيا.
  • له نړيوالو معتبرو پوهنتونونو څخه د نويو چاپ شويو خپرونو او کتابونو ترلاسه کول.
  • له کریکولم څخه د مطلوبو موخو د لاسته راوړلو په غرض ارزونه.
  • له ټاکل شوي کریکولم سره سم د درسي موادو تهیه او برابرول.
  • د کریکولم د پلي کېدو څخه د ډاډ په موخه د اړوندو علمي پروګرامونو څخه راپورونه راټولول.

۶.۶. د کیفیت تضمین او اعتبار ورکونه

د شرعیاتو پوهنځی د خپلو ملي او نړیوالو تحصیلي معیارونو په رڼا کې د خپلو خدماتو د ښه باور  ترلاسه کولو په موخه تل هڅه کوي چې په خپلو علمي او څېړنیزو پروګرامونو کې بهتروالی راولي.  نوموړې چارې د ملي او یا هم د نړیوالو اعتبار ورکونکو ادارو لخوا  دبیا کتنې او ارزونې پروسو په بهیر کې ارزول کېږي چې په پایله کې هره علمي مؤسسه د اعتبار بېلابېلې درجې ترلاسه کوي او د علمي او څېړنیزو چارو د نوي والي او غوره والی سبب ګرځي.

د شرعیاتو پوهنځی د ننګرهار پوهنتون په نقش قدم په راتلونکو پنځو کلونو کې  د ښه باور او اعتبار تر لاسه کولو لپاره د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو په برخه کې لاندې کړنې تر سره کوي:

  • د ملي او بین المللي تضمینونکو ادارو څخه د کیفیت تضمین او اعتبار لاسته راوړل.
  • په ملي او بین المللي کچه د پوهنځې د خدماتو کیفیت او درجې لوړول.
  • د کیفیت د تضمین او لوړولو په موخه د مسلکي کاري ټیم رامنځته کول.
  • په ټولنه کې د پوهنځی د اعتبار زیاتولو لپاره د ټولنیزو ستونزو په حل کې فعاله ونډه اخستل.
  • په پوهنځی کې د ښو زده کړو ټولې اسانتیاوې برابرول.
  • د نظري زده کړو په څنګ کې عملي زده کړو ته اسانتیاوې برابرول.
  • د کیفیت د ښه والي په موخه د نورو پوهنتونونو او تحصیلي موسسو سره همغږې.
  • په زده کړو کې د تدریس نویو میتودونو څخه ګټه پورته کولو لپاره اسانتیاوې برابرول.
  • د پوهنځی د ستراتېژیکو موخو د تحقق لپاره له اړوندو څانګو او برنامو سره همغږي.
  • د روزنیزو پروګرامونو پیاوړتیا او عامول.
  • محصیلنو، اداري او علمي کادر غړیو ته کیفیت د ښه والي د معیارونو په هکله عامه پوهاوی ورکول.
  • د پوهنځی په وسيله د اړونده پروسې خدماتي څارنه او ارزونه.
  • د اړونده خواوو هڅونه او ژمنې ترلاسه کول.

۷.۶. د ښوونیزو موادو چمتو والی

  • نن ورځ د نړۍ پوهنتونونه په دې هڅه کې دي چې د باور ترلاسه کولو لپاره خپلو علمي پروګرامونو د کريکولمونو د سمون وروسته اړونده درسي مواد د نویو میتودونو په پام کې نیولو سره چمتو کړي، چې د مناسبو ښوونیزو موادو په تدریس سره وکولای شي چې له یوې خوا د وخت شرایط  او بدلونونه په پام کې ونیسي او له بلې خوا د خپلو اړوند ښکېلو خواوو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي چې پایله به يې د مربوطه پوهنتون د لوړې درجې  او باور تر لاس کول وي. ننګرهار پوهنتون په راتلونکو پنځه کلونو کې د ښه باور د ترلاسه کولو په موخه د خپلو علمي پروګرامونو د ښوونيزو موادو د چمتو کولو په برخه کې لاندې کړنې تر سره کوي:
  • د نصاب او  درسي موادو د سمون او ښه والي لپاره د کريکولم  کمېټې چارو ته  پراختيا ورکول.
  • د سيمې د اړتياوو او غوښتنو سره سم د پوهنځی درسي نصاب برابرول.
  • د کرېکولم کمېټې کړنې د نویو مېتودونو سره همغږې کول.
  • په څانګو او برنامو کې د نصاب او کریکولم کمېټې چارو ته ځانګړې پاملرنه او پراختيا ورکول.
  • د درسی موادو د پياوړتيا په موخه د علمي کادر غړیو د تالیفاتو چارو ته خاصه توجه کول او په دې برخه کې د هغوی هڅونه.
  • د پوهنځی د علمي کادر غړو لپاره د هېواد په داخل او له هېوادڅخه بهر د روزنیزو پروګرامونو برابرول.
  • د ټولنې او زده کړيالانو د نظرياتو ترلاسه کول او تحليل.

۸.۶. د برېښنايي زده کړو پروګرامونه

دا چې په نړیواله کچه دپوهنتونونو په چوکاټ کې هر پوهنځي د حضوري زده کړو تر څنګ د غیر حضوري زده کړو پروګرامونه پر مخ وړي او د شته امکاناتو پر مټ د خپلو خدماتو پوښښ ته پراختیا ورکوي ، دې موخې ته د رسېدو په پار شرعياتو پوهنځې هم خپلو خدماتو کې د ټکنالوژۍ ونډېزياتولو ته ژمن او موثره ګټه ترې پورته کوي. د علمي او څېړنیزو بهیرونو د پیاوړتیا او موثریت لپاره پوهنځی خپلو اړوند ښکېلو خواوو ته د برېښنایي اسانتیاوو په چمتوکولو سره هر اړخیز نوی والی او مثبت بدلون رامنځته کوي. د حضوري علمي پروګرامونو سره په څنګ کې پوهنځېی اړ دي چې د انلاین کورسونو او ګډو زده کړو لپاره د انلاین سرچینو اسانتیاوې رامنځته او ګټه ترې پورته کړي. د نوموړې چارې د ښه مدیریت په موخه پوهنتون په راتلونکو پنځو کلونو کې لاندې کړنې ترسره کوي.

  • د برېښنايي زده کړو  کمېټې ته پراختیا ورکول.
  • د برېښنايي زده کړو په اړه علمي کادر غړيو ته د ورکشاپونو برابرول.
  • د برېښنايي زده کړو د پروګرامونو پلي کېدا څخه بشپړه څارنه.
  • د برېښنايي زده کړو د ښه ترسراوي لپاره د یوې ځانګړې پاليسۍ(کړنلارې) رامنځته کول.
  • د اسانتياوو برابرول.

۹.۶. د معلوماتي تکنالوژۍ  پراختیا :

د نن ورځې د اړتیا له مخې په علمي او اکادميکه برخه کې نن ورځ تکنالوژي د ژوندانه اساسي ضرورت دی ، ځکه نو بايد علمي مؤسسې اوپه ځانګړي توګه د لوړو زده کړو مؤسسې د تکنالوژۍ په برخه کې کار وکړې، شرعياتو پوهنځي  هم کوښښ کوې چې د تکنالوژۍ په برخه کې لاندي کارونه تر سره کړي.

·د E. Learning  کمېټه

     شرعياتو پوهنځي د د E. Learning کمېټه لري، او کوښښ کوې، چې د ټولو څانګو استاذان په ياده برخه کې وروزي او ياده کمېټه لا غني او تنظيم کړي.

·د E. Learning په برخه کي د استاذانوروزل:

شرعياتو پوهنځې کوښښ کوي، چې په ياده برخه کې خپل استاذان د بېلا بېلو روزنيزو ورکشاپونو او سمينارونو په وسيله وروزي او حتي الامکان وکولاي شي چې استاذان ځينې کورسونه په Online  شکل د محصلينو په واک کې ورکړي.

·په تکنالوژيکي وسايلو د ټولګيو مجهزول:

د شرعياتو پوهنځې کوښښ کوې چې خپل ټول ټولګي د(E. Learning ) په وسايلو سمبال کړي،او دامکان تر حده کو ښښ کوي چې په هر ټولګي کې يوه پايه پروجکټور، يوه پايه(L.C.D)، يوه پايه کمپيوټر، کېمره او د(Video call  ) ټول ممکنه وسايل چمتو کړې، تر څو استاذان او محصلين حتي الامکان خپل درسونه د دې وسايلو له لاري مخته يوسي او په درسي بهير کې مثبت بدلون راشي.

دارنګه د شرعیاتو  پوهنځی هلې ځلې کوي چې د  پوهنځی تدریسې او اداري چارو کې د معلوماتي تکنالوژۍ څخه اعظمي استفاده وکړي البته د معلوماتي تکنالوژي د کارونې لپاره د ځانګړو لوائحو ټاکني ته ژمن دي .او په دي اړه  پوهنځی کې د یوه مجهز کمپیوټر سنټر جوړولو په هڅه کې دي .

7. لوړو زده کړو ته لاس رسی

زده کړې د وګړو یو له اساسي حقوقو څخه ګڼل کېږي، چې له نېکه مرغه د هېواد د اساسي قانون له مخې د لسانس تر کچې پورې لوړې زده کړې د دولت لخوا په وړیا توګه د قانون د حکمونو په پام کې نیولو سره د دولت لخوا وړاندې کېږي.

عامه وګړي د لسانس پروګرام زده کړو څخه پورته لوړې زده کړې د یو لړ لګښتونو په ورکولو سره په هېواد او له هېواد څخه بهر ترسره کولی شي.

ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځی لوړو زده کړو ته د لاسرسي په موخه ګڼ شمېر علمي پروګرامونه په بېلا بېلو برخو او وختونو ( سهار او له وخته وروسته) کې پرمخ بیايي. لوړو زده کړو ته په شفافه توګه د لاسرسي په موخه  به پوهنځی په راتلونکو پنځو کلونو کې  لاندې کړنې ترسره کوي:

  • د لوړو زده کړو د اهمیت په اړه عامه وګړو ته د عامه پوهاوي په پار هر اړخیز مالومات وړاندې کول.
  • د کانکور له لارې په شفافه توګه زده کړو ته د لاسرسي زمینه برابرول.
  • د وړتیا او ظرفیت په پام کې نیولو سره بېلابېلو علمي پروګرامونه ته د محصیلینو ورپېژندل.
  • له هر ډول توپیر پرته هېوادوالو ته په مساویانه ډول د زده کړو حق ورکول او اسانتیاوې برابرول.
  • د وخت او بازار د غوښتنو او اړتیاوو په پام کې نیولو سره د نویو علمي پروګرامونو ایجادول.
  •  د ټولنې او اړونده خواوو سره د لاسته راوړنو شريکول.

۱.۷. لوړو زده کړو ته پراخه  لاسرسی

ټول هېوادونه هڅه کوي چې خپلو وګړو ته په پراخه توګه د لوړو زده کړو ترلاسه کولو لپاره بېلابېلې اسانتیاوې برابرې کړي او هېواد یې په هر اړخیز ډول پرمختګ او وده وکړي.  د افغانستان لوړو زده کړو وزارت هم پدې هڅه کې دی چې د هېواد وګړي یې په بېلابېلو علمي برخو کې لوړو زده کړو ته پراخه لاسرسي ولري. ننګرهار پوهنتون په پراخه توګه لوړو زده کړو ته د لاسرسي په موخه ګڼ شمېر علمي پروګرامونه په بېلا بېلو برخو او وختونو کې ( سهار او له وخته وروسته) پرمخ بیايي. لوړو زده کړو ته په شفافه توګه د پراخه لاسرسي په موخه د شرعیاتو پوهنځی په راتلونکو پنځو کلونو لاندې کړنې ترسره کوي:

  • په پوهنځی کې د ټولو علمي پروګرامونو څخه موثره ګټه پورته کول .
  • خپلو علمي پروګرامونو د جذب ظرفیت ته پراختیا ورکول.
  • عامه وګړو ته د علمي پروګرامونو په اړه پوره او نوي مالومات ورکول.
  • د وخت له غوښتنو سره سم د نویو علمي پروګرامونو رامنځته کول.

۲.۷. لوړو زده کړو ته د ښځینه وو پراخه لاسرسی

دا چې ښځې د ټولنې په بشري ځواک کې له نیمايي څخه زیاته برخه تشکیلوي او د ټولنې په هر اړخیز پرمختګ کې د نارینه و تر څنګ په پراخه کچه اړوند چارې پرمخ بیايي، اړینه ده چې ښځینه هم له نارینه سره په ټولو حقوقو او امتیازاتو کې  دشریعت دحکمونو سره سم په مساوي اندازه ونډه ولري. د لوړو زده کړو په پروګرامونو کې هم د ښځینه وو ونډه د نارینه وو په څېر په پام کې نیول شوې. شرعياتو پوهنځې لوړو زده کړو ته د ښځینه وو د پراخه لاسرسي په موخه لاندې کړنې ترسره کوي:

  • د جنډر برابروالی په نظر کې نیول.
  • ښځینه محصیلینو ته د پوهنځې په علمي پروګرامونو کې ګډون لپاره زمینه برابرول او تشویقول.
  • دجلا  درسي ټولګیو چمتو کول.
  • د ښځینه استاذانو په علمي کادر کې شاملول.

۳.۷. د کریډیټ سیستم پیاوړتیا او پلي کول

د نړۍ ډېری پوهنتونونه د کریډیټ سیستم د اصولو په رڼا کې خپل روزنېز پروګرامونه پر مخ بیايي او له دې لارې محصیلینو ته د ښو پایلو لرونکو زده کړو او اسانتیاوو زمینه برابروي چې له یوې خوا محصلین وکولای شي له خپل توان سره سم د زده کړو بهیر پرمخ یوسي او له بل پلوه د نظري زده کړو سره په څنګ کې د اړوندو عملي زده کړو له اسانتیاوو څخه هم برخمن شي. پوهنځی د کریډیټ سیستم زده کړو د پیاوړتیا او معیاري کېدو په پار لاندې کړنې په پام کې لري:

  • د علمي کادر ټولو غړو ته د کریډیټ سیستم د عملي کېدو په اړه روزنیز ورکشاپونه پېلول.
  • د کریډیټ سیستم د موثریت په اړه محصیلینو ته مالومات ورکول.
  • په اړوندو پوهنځیو کې د کرېډیټ سیستم عملي کېدو څارل.
  • د کرېډیټ سیستم په ښه بڼه د پلي کېدو په هکله تدریسي او اجرایوي مدیرانو ته پوهاوی ورکول.
  • د پایلو پر بنسټ د زده کړو په نتیجه کې د کرېډیټ لایحې موخې ترلاسه کول.
  • د شاګرد محورۍ د زده کړو دودول.
  • د کرېډیټ لایحې په اساس د عملي زده کړو پیاوړي کول.
  • د ټرانسکریپټونو د ترتیب په برخه کې د نمرو درجه بندي د فیصدۍ تر څنګ د GPAپه سیستم برابرول.

۴.۷. د محصیلینو لپاره د خدماتو او اسانتیاوو پیاوړتیا

  • ‏ دمحصلانو دجذبولو فیصدی زیاتول.
  • دمحصلانو دظرفیت اواستعدادونولوړول.
  • دمحصلانو لپاره دسیمینارونو ،کنفرانسونو او ورکشاپونو ورکول.
  • دنورو پوهنځیو له محصیلینو سره دعلمی مناقشو او مسابقو په کار اچول.
  • محصلانو ته داخل دهیواد کې او دهیواد څخه بهر دعلمی سفرونو برابرول.
  • دنظری تدریس او عملی زده کړې ترمنځ توازن او تعادل ساتل.
  • په نظری اوعملی زده کړو کې محصل ته زیاته ونډه ورکول.
  • محصلانو ته دعملی زده کړوزمینه مساعدول البته پدې اړه  د مربوطو مراجعو سره تفاهم لیکونه درلودل.
  • د ښځینه محصلانو د جذب فیصدي زیاتول.
  • د کارموندنې ،صحې او مشورتی خدمتونو وړاندې کول.
  • د پوهنتون د محیط سره د محصلانو بلدول.
  • د پوهنتون  او پوهنځې له اصولو سره د محصلانو اشنا کول.
  • د  پوهنځی د لاسته راوړنو څځه د محصلانو د خبرولو لپاره د غونډ و جوړول.
  • د  پوهنځی دکتابتون تجهیزول.
  • د  پوهنځی په کتابتون کې د استاذانو دتألیف شویو کتابونو څخه داستفادې لپاره مناسب ترتیب برابرول
  • دپوهنخۍ کتابتون کې دمحصلانودمونو ګرافونو څخه دښې استفادې په خاطر ترتیبات برابرول.
  • د  پوهنځی دکتابتون په داخل کې دمحصیلینو لپاره دکتابونو څخه دځینو موضوعاتو دکاپی کولو لپاره دکاپی کولو آسانتیاوې برابرول.

2.زېربناوې

لازمه ده چې اوسنۍ جوړښتونه د مجهزو درسي ټولګيو په شمول، ادارې او کتابتونونه د ګټې اخيستنې او محصلينو ته د لا ښه درسي چاپېريال د چمتو کېدو په موخه تجهيز او ترميم شي.

د نوموړو نويو تسهيلاتو رغولو پلان ګذاري د ننګرهار پوهنتون ـ شرعياتو پوهنځي، له ضروري لمړيتوبونو څخه دي.

پوهنتونونه او تحصیلي موسسې تل هڅه کوي چې د علمي او اکاډمیکو پرمختګونوترلاسه کولو په موخه مادي امکانات او د اړتیا وړ پراخه زیربناوې او تاسیسات ولري. همدارنګه اړینه برېښې چې د راتلونکي لپاره بنسټیزې او زیربېنايي پروژې پلي کړي چې په پراخه کچه د لوړو زده کړو بېلابېو پروګرامونو د تطبیق وړتیا ولري. پوهنتون د زېربناوو د پراختیا په موخه د ماسټر پلان له مخې په راتلونکو پنځو کلونو کې لاندې چارې ترسره کوي:

  • د پوهنځی د ریاست او اړوندواداري لپاره د مجهزې خونې تجهیزول.
  • شپږو بېلابېلو څانګو او برنامو ته دفاتر تجهيزول.
  • د پوهنځې د امنیت لپاره د امنیتي کیمرو او ... اسانتياوو را منځ ته کول.
  • د پوهنځی لپاره د اوبو رسولو سیستم جوړول.
  • د ټولنې د افرادو او ادارو د کارکوونکو د روزنې لپاره د ښوونيز مرکز جوړول او د اسانتياوو برابرول.

 

۱.۸. د ښوونیزو ودانیو رغونه

  • د شرعیاتو پوهنځی نوی ودانې د لومړي منزل د کړکیو لپاره اوسپنیز دروازې او کړکې لګول.
  • د ماسترۍ او دکتوراه لپاره مجهز او بیل صنفونه تنظیمول.

۲.۸. د لوبغالو، غونډو تالارونه او لیلیو رغونه

  • په شرعیاتو پوهني کې د لوبغالو ته پراختیا او جمنازیوم ودانول.
  • د شرعیاتو پوهنخی  د غونډو تالارونه تجهیزول.

۳.۸. د لابراتوارونو او نورو ښوونیزو زېربېناوو پراختیا

  • کمپیوټر لیب جوړول.
  • حقوقي کلینک ته د ودانۍ جوړول.
  • څانګو، برنامو او اداري خونو ته انټر نټ غځول.

9.SWOT تحلیل

ستراتېژیک پلانونه د پوهنځيو ستراتېژیکې موخې ټاکي او همدغو موخو ته د رسېدو لپاره مسیر او اړوند لازمي کړنې په نښه کوي. موخې ته رسېدل تر هغې شونې ندي چې ترڅو پوهنځی خپله پیاوړتیا، کمزورتیا، فرصتونو او تهدیدونو څخه خبر او پر لاملونو یې غور ونکړي.

د دې لپاره چې پوهنځی د پورته ذکر شویو ټکو په اړه پوره مالومات له ځانه سره ولري، لازمه ده، چې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره خپل معنوي او فزیکي انځور خپلې مخې ته کېږدي او خپلې ټولې مادي او معنوي زیرمې په هر اړخیزه توګه و ارزوي چې په نتیجه کې د راتلونکو پرمختګونو او موخو ته د رسېدو بشپړ پلان ولري. پوهنځی یادې موخې لاسته راوړلو لپاره د SWOT لاندینۍ تحلیل ترسره کوي:

­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­­د پیاوړتیا ټکي ټکي  (STRENGTHS)

  • د ننګرهارپوهنتون د شرعیاتو پوهنځی د ټول هيوادپه کچه یواځینی د شرعیاتو پوهنځی دی چې د تفسير او حديث دماستری برنامې ډبره يې کېښوده اود دکتورا برنامه خو يې له هغو برتريو ګڼل کېږې ،چې د هیواد د نورو  پوهنتونونو د شرعیاتو پوهنځی تراوسه ددکتورا برنامه نه لری.
  • د شرعیاتو پوهنځی دکتورا د فقهي او قانون په برخي کې ده چې ددې برنامي فارغینو ته د افغانستان د قضایي اوعدلي سیستم پیاوړتیا لپاره شدیده اړتیا موجوده ده ځکه چې دوۍ هم په اسلامي فقهي اوهم وضعي قوانینوکي د تخصص څخه برخمن دی.
  • د شرعیاتو پوهنځی د هیواد په کچه یواځینۍ پوهنځی دی چې د ماسترۍ دوه برنامي لری یو د تفسیر او حدیث برنامه او بله د فقه اوقانون برنامه ؛ چې د هیواد نور پوهنتونونه د شرعیاتو پوهنځی تراوسه ماسترۍ برنامه نلري.
  • د هیواد نورو پوهنتونونو د شرعیاتو پوهنځی استاذان او د افغانستان دعدلي او قضایي ادارو منسوبین د ننګرهار د شرعیاتو پوهنځی د ماسترۍ او دکتورا برنامو کې د زده کړو ډیر لیوال دي او ددوې څخه یو شمیرعملاً د شرعیاتو پوهنځی برنامو کې په زده کړو بوخت دي.
  • د شرعیاتو پوهنځی د هیواد په کچه یوازینې د شرعیاتو پوهنځی دی چې په ګڼ شمیر دکتورا تحصیلي درجي لرونکی استاذان لري چې دغو استاذانو د عربي او اسلامي نړۍ له مشهورو  پوهنتونو څخه دکتورا تحصیلی درجي لاسته راوړي دي.
  • د شرعیاتو پوهنځی د ماستری او دکتورا د برنامو څخه فارغینو ته د هیواد په بیلابیلو تعلیمي ،عدلي، قضایی او نوروادارو کې د هیوادوالو د خدمت لپاره لوړی دندې ورکول کیږی.
  • د شرعیاتو پوهنځی د لوړکیفیت څخه برخمن د عصری ودانۍ لرونکی دی چې د محصلینو د زده کړی لپاره غوره درسي چاپیریال او معیاری تجهیزات لري.
  • هغه هیوادوال چې دسهار لخوا رسمي دندي لری له رسمیاتو وروسته د شرعیاتو پوهنځی د شپی برنامي کې د زده کړی زمینه ورته مساعده ده.
  • د شرعیاتو پوهنځی کتابتون کافي کتابونه لري چې تر ډیره حده کتابتون د محصلینو اړتیاوی د کتابونو په برخي کې پوره کوي.
  • ګڼ شمیر د دولسمو ټولګیو فارغین مینه وال دی چې د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځی کې د محصلینو په توګه جذب شی.
  • د شرعیاتو پوهنځی فارغ التحصیلاتو لپاره په دولتي ادارو او خصوصی سکتوري کې د کار زمینه په پراخه توګه موجوده ده.
  • د عربي او اسلامي نړی د پوهنتونونو د شرعیاتو پوهنځی له ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځی سره علمي همکاریو ته لیواله دی.
  • د دولسمو ټولګیو ګڼ شمیرښځینه فارغین دی ته لیواله دی چې د ننګرهار شرعیاتو پوهنځی کې د محصلینو په توګه په زده کړه مصروف شی او ګڼ شمیرښځېنه محصلاتي اوس لپاره د شرعیاتو پوهنځی کې په زده کړو مشغولې دې.

د کمزورتیا ټکي (WEAKNESSES)

  • کمزوری انټرنټ : دا چی ننګرهاپوهنتون کې په عمومی توګه انټرنټ کمزوری دی نو د پوهنځی په اداره او تدریسی چارو کې خنډ رامنځته کوی.
  • د استاذانو د بستونوکمښت : دا چي د شرعیاتو پوهنځی  دتدریسي چارو دائره ډیره پراخه ده دپوهنځی موجوده استاذان نشی کولای څوټولی تدریسی چارې په ښه توګه ترسره کړی.
  • د اداری کار کونکو کمښت : دا چی د شرعیاتو پوهنځی د اداری چارو ساحه ډیره پراخه ده د شرعیاتو پوهنځی موجوده اداری کارکونکی نشی کولای چې ټولې اداری چارې په ښه توګه سمبال کړي.
  • د کاریګرو کمښت : دا چي د شرعیاتو پوهنځی اداری او تدریسی خونې ډیرې دی د شرعیاتوپوهنځی موجوده مستخدمین نه شی کولای چې خپلو ورسپارل شویو دندو ته رسیدګی وکړی.
  • د ثابتي بریښنا نه شتون : دا چی ننګرهارپوهنتون کې په عمومی توګه سره د بریښنا کمښت موجود دی؛ دی کار د شرعیاتو پوهنځی  په تدریسی اواداری چاروکی خنډ رامنځته کړی دی.
  • د عصری تجهیزاتو کمښت :  د شرعیاتو پوهنځی اوسمهال د نوی تکنالوژۍ لکه LCD پروجکټور او نورو تجهیزاتو له کمښت سره لاس او ګریوان دی.
  • مالي استقلال : دا چی د شرعیاتو پوهنځی مالي امکانات نلری نو نه شی کولای چې د پوهنځی توامیت د بهرنیو هیوادونو له پوهنتونو سره په ښه شکل تنظیم کړی یا نورپروګرامونه پکار واچوی.
  • د زیاتو محصلینو معرفي کیدل : پوهنځی ته د پوهنځی د ګنجائش څخه زیات محصلین معرفي کیږي چې د زیاتو محصلینو موجودیت خدمات کم رنګه کوي .
  • معرفي کیږي چې د زیاتو محصلینو موجودیت خدمات کم رنګه کوي .

فرصتونه (OPPORTUNITIES)

  • دلوړوتحصیلی درجو لرونکو استاذانو موجودیت.
  • دلوړوعلمي رتبولرونکو استاذانو موجودیت.
  • دګڼ شمیرنارینه محصلینوموجودیت.
  • دګڼ شمیرښځینه محصلاتو موجودیت.
  • دلوړکیفیت لرونکی عصری ودانۍ موجودیت.
  • د تدریسی موادوشتون.
  • دبهرنیوهیوادونودپوهنتونوسره دعلمی تعلقاتولرلوامکانات.
  • دهیوادپه کچه دیوازینی فوق لسانس ( ددکتوراه ) برنامې موجودیت

ګواښونه (THREATS)

  • پوهنځی مالی استقلالیت نه لری چې دپوهنځی دانکشاف لپاره دپوهنځی اداره لازیات مؤثرقدمونه اوچت کړی.
  • پوهنځي اداری کارونولپاره اداری صلاحیتونه نلری ټول اداری کارونه یی پوهنتون اودوزارت مقام  ته راجع کیږی.
  • د ښځینومحصلاتو لپاره د ښځینه تدریسی اواداری منسوبینونه موجودیت.
  • ناامنی چې له امله یی ګڼ شمیرد دولسمو ټولګیو فارغان پوهنځی کې د شامیلیدلو او زده کړو څخه محرومیږي.

    10.د پوهنځې موخې او اهداف

    دشرعیاتو پوهنځی ستراتېژیک پلان  جوړونې څخه موخه د لوړو زده کړو د بهیر چټکتیا او ښه والی دی تر څو په ټولنه کې د شته ناورینونو او ستونزو  پای ته رسېدو په برخه کې خپله ونډه واخلي. پوهنځی د ټاکلو ارزښتونو، لیدلوري او معیارونو په پام کې نیولو سره داسې وړ، مسلکي او معیاري کادرونه روزي چې د ټولنې په پرمختګ او د ستونزو په حل کې د خدمت وړاندې کولو جوګه شي. پوهنځی پورته ارزښتونو او لیدلوري ته د رسېدو په موخه په راتلونکو پنځو کلونو کې لاندې اهداف تعقیبوي:

  • د علمي او څېړنیزو چارو په برخه کې په ملي او نړیوالو معیارونو برابر څانګې او برنامې رامنځته کول.
  • د بېلابېلو علمي او تخصصي پروګرامونو د پلي کېدو لپاره دمعیاري ودانیو ،مادي او کاري وسایلو برابرول.
  •  د لوړو زده کړو په برخه کې غوره خدمتونو وړاندې کولو په پار د هر اړخیزې خپلواکۍ ترلاسه کول.
  • د لوړو زده کړو په برخه کې د روڼ او شفاف بهیر رامنځته کول.
  • د څېړنو پر مټ د ټولنې ستونزو پېژندل او ورته مناسبې حل لارې پیدا کول .
  • د لوړو زده کړو وزارت، ولايت، ډونرانو، پراختيايي ښکېلو خواوو او نورو تمویلوونکو ادارو او اشخاصو په وړاندې د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځی څخه اغېزمنه استازولي او له دوی سره د ښو اړيکو ټينګول.
  • د وخت او اړتیاووله غوښتنو سره سم په بېلابېلو برخو کې د مسلکي اشخاصو روزل.
  • د لوړو زده کړو له لارې د قانون حاکمیت، ټولنيزعدالت، او  اقتصادي ودې تامینولو ته زمینه برابرول.
  • د وګړو د ژوندانه د کېفيت او ورځني عايد لوړول.
  • د نوي تکنالوژي معرفي او خپرول.
  • د کلتور، فرهنګ او ادبياتو د ودې لپاره ليکنې او خپرول.
  • د حکومتولۍ تامينول.
  •  د دينې احکاموعامه پوهاوی.

11.د کلیدي کړنو د شاخصونو په نظر کې نیولو سره د پوهنځې ستراتېژیک اهداف او موخې:

د ننګرهار پوهنتون  شرعیاتو  پوهنځی  د ستراتېژیک پلان عمومې  موخه د شرعیاتو پوهنځی د استاذانو او محصلېنو د علمي ظرفېت لوړونه  ده . د اغېزمنو څيړنو او مؤثرو خدماتو وړاندي کول،  په تعلیمي او اداري  چارو  کې عدالت  او روڼتیا  په وسیله د شرعیاتو پوهنځې ته لوړ او معتبر علمي حیثیت وربخښل دي .

12.خطرات

د نورو ادارو په څېر پوهنځي په ټولنه کې د یو لړ خطراتو او ګواښوونو سره مخامخ کېږي. که چېرې په پلان کې ورته پوره پاملرنه ونه شي، نو شونې ده، چې د بېلابېلو تهدیدونو او ګواښونو له کبله د پلان موثر تطبیق له خطر سره مخامخ شي. پوهنځی په راتلونکو پنځو کلونو کې خپل ستراتېژیک پلان د تطبیق پر وړاندې د لاندې خطراتو وړاندوېنه کوي:

  • په پوهنځی کې د امنیت د خونديتوب لپاره د عصري تکنالوژي د وسايلو کموالی.
  • د هېواد خراب امنیتي وضعیت په پام کې نیولو سره د استاذانو او محصلینو نه خونديتوب.
  • د عوایدو کموالی.
  • د چاپیریال د زرغونونې په بشپړ ډول نشتوالی.
  • د بودیجې په ترلاسه کولو او قراردادونو په اجراء کې ځنډ.
  • د خدماتي پرسونل د شمېر کموالی.

13.د چاپېریال اغېزې

د نورو ادارو په څېر پوهنتونونه په ټولنه کې د یو لړ داخلي او بهرنیو چاپیریالي اغېزو تر تاثیر لاندې راځي. که چېرې د چاپېریال مثبتې اغېزې له وړاندې وپېژندل شي، د پوهنځی په علمي او فزیکي پرمختګ کې ورڅخه مثبه ګټه پورته کېدای شي.که چېرې د چاپېریال منفي اړخ په پام کې ونه نیول شي،شونې ده، د بېلابېلو تهدیدونو او ګواښونو له کبله د پلان موثر تطبیق له خطر سره مخامخ کړي. پوهنځی په راتلونکو پنځو کلونو کې د خپل ستراتېژیک پلان تطبیق پر وړاندې د لاندې مثبتو ټکو او خطراتو وړاندوینه کوي:

14.پایله

دا ستراتیژیک پلان دننګرهار پوهنتون شرعیاتو  پوهنځی راتلونکې تګلاره په ګوته کوی له دې برسیره دا ستراتیژیک پلان دا په ګوته کوي چې دشرعیاتوپوهنځی استاذان او منسوبین دشرعیاتوپوهنځی دعلمی او اداري برتری لپاره هر راز هڅوته ژمن دی البته ددې استراتیژیک پلان دتطبیق څارنه به یوه باکیفیته اوباصلاحیته کمیټې په وسیله ترسره کیږی دشرعیاتوپوهنځی به ددې ستراتیژیک پلان داهدافو لاسته راوړلو په خاطر دڅارنې او ارزونې یو تفصیلی پلان جوړوي او په قوی عزم سره به ددې ستراتیژیک پلان دټولو برخو دتطبیق لپاره جدي وړ اقدامات کوي.

دښو او مثبتو لاسته راوړنو په هيله