ستراتیژیک پلان

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت

د لوړو زده کړو وزارت

 ننګـــرهــــــار پـــوهنتون 

اقتصاد پوهنځی

 

 

اقتصاد پوهنځی

ستراتېژیک پراختیايي پلان

 

۱۳۹۶- ۱۴۰۰

2017-2021

 

 

ترتیبونکي:

د اقتصاد  پوهنځی ستراتژیک پلان جوړونې کمیټه

 
 
 

 

 

فهرست

     عنوان                                                                            مخ

۱. پېژندنه .......................................................................... ۱

۲. لیدلوری ......................................................................... ۲

۳. ماموریت ........................................................................ ۲

۴. ارزښتونه ....................................................................... ۲

۵. حکومتولي....................................................................... ۲

۵. ۱.  د رهبرۍ پروګرامونه ............................................... ۳

۵. ۲.  مالي، اداري او اکاډمیکه خپلواکي ................................ ۳    

۵. ۳.  اداري بیروکراسي .................................................... ۵

۵.۴. د عملیاتي پلان تاییدول ................................................ ۶

۵.۵. د څارنې او ارزونې پیاوړي کول .................................... ۶

۶.۵. د توامیتونو پراختیا..................................................... ۷

۷.۵ . د مرستو جلبول ........................................................ ۷

۸.۵. د جینډر مسایل .......................................................... ۸

۹.۵  د پوهنتون د بودیجې زیاتوالی ....................................... ۸

۶. علمي او اکاډمیک پروګرامونه .............................................. ۹

۱.۶. په علمي کادر کې وړ او مسلکي استادانو ته پراختیا ورکول . ۱۱

۲.۶. د علمي کادر غړو ظرفیت لوړول................................... ۱۱    

۳.۶. علمي څېړنه او پلان جوړونه ...................................... ۱۲

۴.۶. فوق لسانس پروګرامونه............................................. ۱۳

 

۵.۶. د کریکولم پراختیا .................................................... ۱۳

۶.۶. د کیفیت تضمین او اعتبار ورکول.................................. ۱۴

۷.۶. د ښوونیزو موادو چمتو والی ...................................... ۱۵

۸.۶. برېښنايي زده کړو پروګرامونه .................................... ۱۵

۹.۶. معالوماتي ټکنالوژۍ ته لاسرسی .................................. ۱۶

۷. لوړو زده کړو ته لاسرسی ................................................. ۱۶

۱.۷. لوړو زده کړو ته پراخه لاسرسی................................... ۱۷

۲.۷. لوړو زده کړو ته د ښځینه ؤ پراخه لاسرسی..................... ۱۷    

۳.۷. د کرېډیټ سیستم پیاوړتیا او پلي کول ............................ ۱۸

۴.۷. د زده کړیالانو لپاره د خدماتو او اسانتیاوو پیاوړتیا ........... ۱۸

۸. زېربناوې ..................................................................... ۱۹

۱.۸. د ښوونیزو ودانیو رغونه .......................................... ۲۰

۲.۸. د لوبغالو، غونډو تالارونو او لیلیو رغونه ....................... ۲۰

۳.۸. د لابراتوارونو او نورو ښوونیزو زېربېناوو پراختیا ........... ۲۰

۹. SWOT تحلیل............................................................... ۲۱

۱۰. د پوهنتون موخې او اهداف ............................................. ۲۴

۱۱. د کلیدي کړنو د شاخصونو په نظر کې نیولو سره د پوهنتون ستراتېژیک اهداف او موخې ...................................................................................... ۲۵

۱۲. بودیجه ...................................................................... ۲۶

۱۳. مالي پلان ................................................................... ۲۷

۱۴. پایله.......................................................................... ۳۱

 

 

 

 

 

۱. پیژندنه

 اقتصاد پوهنځی د ننګرهار پوهنتون انکشافي پلان لمخی په ۱۳۶۳ کال کی د ټولنې د اړتیا د ضرورت له مخې د هیواد د اقتصادي موسساتو، د ملی اقتصاد په برخه کې د مسلکی کادرونو او د هیواد د عامه ادارې لپاره د لسانس په سویه د علمي کارکوونکو د روزنې په موخه تأسیس شوی دی. دغه پوهنځی په پیل کې دوه څانګې درلودې چې یوه د ملي اقتصاد د پلان جوړونې څانګه او بله یې د کرنیز اقتصاد څانګه وه، اوس د اقتصاد د پوهنځي لاندی فارغ ورکوونکي ډیپارتمنټونه لري:

  1. د ملی اقتصاد څانګه
  2. د سوداګری څانګه
  3. د BBA  څانګه
  4. د مالي او بانکي څانګه

د اقتصاد د پوهنځی لومړنۍ دوره په ۱۳۶۷ ش کال کې فارغه شوې. اوس دغه پوهنځی ۶۲۵ تنه محصیلین لري چې ۹ تنه یې انجونې او ۶۱۴ تنه یې هلکان دي. د اقتصاد د پوهنځی د لسانس د دورې کریکولم د څلورو کالونو لپاره ترتیب شوی دی چې په دې ورستیو کې یو ځل بیا ورباندې تجدید نظر شوی دی. همدارنګه موږ د شپې پوهنڅۍ او د (MBA) ماسټری پروګرام لرو او د کمیونیتي کالج لپاره مو هم چمتووالی شته.

 

د اقتصاد پوهنځی اداره  اداره په دې هڅه کې ده چې د پوهنځی په ټولو علمي، اکاډمیکو او اداري برخو کې د اوسنۍ عصري نړۍ کاریدونکي علمي پروګرامونه د هېواد د ملي او د لوړو زده کړو وزارت د ستراتېژیو او ننګرهار پوهنتون ستراتیژیک پلان په پام کې نیولو سره  پلي کړي، چې دغې چارې ته يې په خپل پنځه کلن (۱۳۹۶- - ۱۴۰۰) ستراتیژیک دپراختیايي پلان کې لومړيتوب ورکړی دی.

په دې پنځه کلن ستراتيژيک پلان کې اقتصاد پوهنځی خپل لیدلوري او اهدافو ته په کتو د خپل ماموریت په موثره توګه ترسره کېدو لپاره ټولې اړتیاوې او اسانتیاوې په هر اړخیزه توګه په پام کې نیولي دي.د دې پلان د ترتیبولو لپاره د پوهنځی يه کچه د ستراتیژیکی کمیټی غړي چی پدی برخه کي مناسبه تجربه لري ټاکل شوي. په یاد پلان کې د پوهنځی په ودانی او اسانتیاوو رامنځته کولو سربېره، د پوهنځی علمي، اکاډمیکو او څېړنیزو چارو د پراختیا په برخه کې ظرفیت لوړونې او علمي پروګرامونو ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.  دغه راز  ددې ستراتېژیک پلان په ترتیبولو کې د پوهنځی تېر ستراتیژیک  پراختیايي پلان او د پوهنځی ښکیلو خواوو رغنده نظرونه په پام کې نیول شوي. په ذکر شوي پنځه کلن پلان کې ټولې هغه برخې چې په تېرو ستراتیژیکو پلانونو کې يې چارې نیمګړې پاتې وې په پام کې نیول شوي او د پوهنځی اداره يې بشپړپلي کېدو ته ژمنه ده.

د یاد پلان له پلي کېدا وروسته به پوهنځي د پوهنتون، ملي کچې او د سیمي په  کچه ځانګړی باور ترلاسه کړي.

۲. لر لیـــــــــــــد (Vision) )

اقتصاد پوهنځی غواړي چی د خپلو علمي او نوښتګرو مهارتونو په مرسته د اقتصاد، کاروبار اداره، مالي چارو او منجمنټ په څانګو کې ښه کیفیت په درلودولو سره په ملي  کچه لمړی سر کې او د منطقی په کچه یو پیژندل شوی پوهنځۍ وي.

۳. مـرام (Mission) )

اقتصاد پوهنځی ټولنې ته د اقتصاد، مالي او بانکداری، بازارموندنې، کاروبار اداره ، سوداګری او منجمنټ په بیلا بیلو برخو کې د نوې ټکنالوژۍ، ملي احساس، د وړتيا په کارولو او د ټولنې غوښتنو ته په کتو سره علمي او اکاډميک کادرونه وړاندې کوي.

.

۴. ارزښتونه

دا چی کله یوه ادره غواړي خپل ماموریت ته په ښه توګه ځان ورسوي نو اړینه ده چی ځینې ځانګړني ولري نو په همدی موخه د اقتصاد پوهنځی  په علمي، اداري چارو او د زده کړيالانو د روزنې په برخه کې لاندې ارزښتونو ته ژمن دی:

  •  
  • اسلامي، ملي اصولو ته درناوی
  • د خدمت لپاره ژمنتيا
  • نوښت او
  • ښه حکومتولي او رهبري
  • د چارو روڼتيا او حساب ورکول
  • د عدالت او برابرۍ تأمينول
  • چاپيريال ساتنه
  • په هر اړخيز پرمختګ کې پر نړېوالتوب باور
  • پر پوهې، مهارت او مسلکيتوب باور

۵. د حکومتولي اصل ته کتنه

د اقتصاد پوهنخی ادری جوړښټ د رهبري په راس کی ریس او یو مرستیال لري ددی تر څنګ څلور فعالې څانګې ( ملی اقتصاد، سوداګری، مالي او بانکي او BBA ) او تدریسی مدیریت لري، همدارنګه پوهنځی ۱۲ فعالی کمیټی (د علمي څيړنو کمیټه، د ازموينې او شکاياتو اوريدلو کمیته، د نظم او ډيسيپلين کمیټه، د بريښنايی زده کړو کمیټه، د نشراتو کمیټه،د بورسونو او مرستو د جلب کمیټه، د، چاپيريال ساتنې او زرغونتيا کمیټه، د ستراتيژيک پلان جوړونې کمیټه، د علمي او ساحوي کړنو کمیټه، د درسي نصاب يا د کريکولم کمیټه، د محصلينو شورا ، د ځان ارزونې کمیټه او دکيفيت د تضمين کمېټه) لري چی د پورته ټولو څانګو مسؤلین د ځانګړي لایحی لمخی خپل کارونه مخته بیاي. د څانګو او د کمېټو د کارونو د ښه پرمختګ په موخه د پوهنځی ریس، مرستیال او د کمېټو مشران په دوامداره توګه څارنه کوي څو یقیني کړي، چې اړونده چارې په اغېزمن ډول پرمخ روانې دي. د پوهنځی رهبري په پام کې لري چې د لا اغېزمنتیا په پار نورې لازمې کړنې هم ترسره کړي، نو دا بهیر تل څاري. پوهنځی د خپلو ټولو کړنو په برخه کې د لوړو زده کړو مؤسسو او د هېواد نافذه قوانين، پاليسۍ، مقرري او لواېح رعايتوي.

۱.۵. د اقتصاد پوهنځی د رهبرۍ پروګرامونه

د اقتصاد پوهنځی رئیس، مرستیال ،د څانګو مشران  او نور اړوند مسؤلین د دندو د ښه ترسره کولو وړتیاوې لري. د پوهنځی مشرتابه د رهبرۍ ظرفیت وړونې په موخه تل هڅې کوي.  مثال په توګه د د مسچیوټیس او کینټاکي پوهنتون سره د توامیتونو لاسلیک کول چی لمخی یی استادنو ته د کریکولوم، نوي او عصري وسائیلو څخه د استفادی، او څیړنی میتودولوژی په برخه کې لازم ورکشاپونه ورکړل شوي ددی تر څنګ محصلینو ته د آن لین درسونو دایرول دي.

 

 

۲.۵. مالي، اداري او اکاډمیکه خپلواکي

دا چې مالي، اداري او اکاډمیکې خپلواکۍ د روزنیزو ادارو اصل تشکلیلوي. د یادو چارو په برخه کې لوړو زده کړو وزارت او ننګرهار پوهنتون تل هڅه کوي چې اغېزمن مدیریت ترسره کړي.د لوړو زده کړو وزارت د وزارت په کچه د پوهنتونونو د مالي خپلواکۍ پالیسي، چې د لوړو زده کړو وزارت په عالي شورا کې تائید شو ې ده، او په اړونده برخه کې منظوري د ننګرهار پوهنتون ته د اجراء لپاره رارسيدلې ده، د دغې مقررې پر بنسټ به ننګرهار پوهنتون اقتصاد پوهنځی وکولای شي عایداتو امکانات تر لاسه کړي او په خپلواکه توګه بودیجه جوړه او مصرف کړي.

  1. د اقتصاد پوهنځی دمالي خپلواکۍ په لرلو سره لاندې چارې په اغېزمنه توګه ترسره کوي او خپل عوايد زياتوي:
  1. د اړوند ملي او نړیوالو شرکاوو (Partners /Stakeholders) سره ګډې څېړنې
  2. د څېړنيز مرکز ایجادول
  3. سوداګریز نندارتونونه جوړول
  4. لنډ مهاله مسلکي روزنیز کورسونه رامنځته کول
  5. د بهرنیو مرستو د جلب لپاره معیاري پروپوزلونو ترتیبول

 

  1. پوهنځي د اکاډیميکې خپلواکۍ په لرلو سره لاندې موخې ترلاسه کوي:
  1. د پوهځی په څلورو څانګو کې د فوق لسانس پروګرامونو شروع کول
  2. د شپی پوهنځی په برنامه کې د څلور څانګو فعالول
  3. د زده کړو په برخه کې د عصري مېتودونو پلي کول
  4. له ملي او بین المللي اعتبار ورکوونکو ادارو څخه اعتبار تر لاسه کول او په دوامداره توګه یې ساتل.
  5. د محصلینو لپاره د علمي پروګرامونو برابرول
  6. د کتابتونونو او کتابونو چاپ چارو ته پراختیا ورکول
  7. د تدریس د نویو میتودونو د ترلاسه کولو په موخه په ملي او نړیواله کچه د ټریننګونو برابرول او برخه پکې اخستل
  8. د برېښنایي زده کړو د عامولو په موخه د اړینو پروګرامونو پلان او پلي کول
  9. د نړېوالو پوهنتونونو، تخنيکي او علمي سازمانونو او ټولنو  سره د تواميتونو، تفاهم لیکونو او د ګډې همکارۍ د چارو پر مخ وړل.
  10. د څېړنو د چارو اصلاح او ترسره کول.

         

۳.۵.  اداري بیروکراسي

په نړیواله کچه په ادارو کې منفي بیروکراسي د چارو د ښه سمبالښت په برخه کې یو منل شوې ستونزه ګڼل کېږي، منفي بيروکراسي له سرچينو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې او ټاکلو موخې ته د رسيدو پر وړاندې د بنسټيزو خنډونو له جملې څخه ګڼل کېږي،پر همدې اساس، د داقتصاد پوهنځی تل هڅه کوي چې د چارو د چټکتیا، روڼوالي او موثریت په موخه د منفي بیروکراسۍ د لمنځه وړولو لپاره لاندې کړې  ترسره کړي:

  1. د معالوماتي ټکنالوژۍ پر مټ د پوهنځي نښلول د نورو ادارو سره
  2. په اداري پروسو کې د غیر ضروري پړاوونو لمنځه وړل
  3. د اداري کړنو د روڼتیا په موخه د کمپیوټري پروګرامونو رامنځته کول
  4. په اداري چاروکې ګمارل شویو اشخاصو ته د مسولیت په پام کې نیولو صلاحیت سپارل
  5. د سيستماتيکي څارنې او پلټنې د فعاليتونو ترسره کول او تنظيمول
  6. خدماتي څارنه او ارزونه

 

۴.۵. د عملیاتي پلان تاییدول

د ستراتېژیکو موخو لاسته راوړلو لپاره عملیاتي پلانونو او طرحې د وخت او امکاناتو په نظر کې نیولو سره د مدیریت یو اساس اصل تشکیلوي، چې چارې په ټاکل شویو وختونو کې په اغېزمنه توګه د مثبتو پایلو په لرلو سره ترسره شي. پر همدې اساس، پوهنځی د چارو د ښه سمون لپاره اړینه بولي چې د ستراستژیکو موخو د ترلاسه کولو لپاره علمیاتي پلانونه ترتیب او لاندې کړنې ترسره کړي:

  1. د عملیاتي پلان په جوړولو کې د ښکیلو خواوو شریکول
  2. د عملیاتي پلانونو د ترتیب او تایید څخه ډاډ ترلاسه کول
  3. د عملیاتي پلانونو د پلي کېدو او تطبیق څارنه
  4. د پوهنځی څلور ګونو څانګو او نورو پروګرامونو  د عملیاتي پلان د پلي کېدو شواهد راټول او د یادو شواهدو پر اساس لازمې کړنې ترسره کول
  5. عملیاتي پلانونو سره سم د اړوندو  کړنو راپورونه ترتیب او وړاندې کول
  6. د عملیاتي پلانونو د نه اجراء شویو چارو لپاره د تدابیري پلانونو ترتیبول
  7. د عملياتي پلانونو د اجراء لپاره د سرچينو او پاېلو په نښه کول
  8. د اړونده خواو سره د تطبيق لپاره د پلانونو شريکول

 

۵.۵  د څارنې او ارزونې پیاوړي کول

څارنه او ارزونه د اداري چارو د ښه ترسراوي لپاره د مدیریت څلورم اصل دی، چې له مخې یې له یوې خوا د تېروتنو او اشتباهاتو مخنیوی کېږي او له بلې خوا ډاډ ترسره کېږي، چې چارې په معیاري ډول له پلان سره سمېپر مخ روانې دي. پر همدې اساس، څارنه او ارزونه د شفافیترامنځته کولو او ستونزو د لمنځه وړلو لپاره مهمه کړنه شمېرل  او د چارو د پراختیا او پرمختګ سبب ګرځي. پوهنځی له پلان سره سم د خپلو چارو ترسراوي څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه په دوامداره توګه د څارنې او ارزونې په برخه کې لازمی کړنې ترسره کوي:

 

۶.۵. د توامیتونو پراختیا

دا چی د نن نړي د کلي په حیث پیژندل شوي او پرته د اړیکو هیڅ یوه اداره او سازمان پرمختګ نشي کولای نو په همدی منظور د اقتصاد پوهنځی اړینه ګني نو پو همدی منظور د اقتصاد پوهنځی تر دی دمه ددوه نړیوالو پوهنتونونو (کینټاکي او مسیچیوټیس) لري پوهنځی په راتلونکو پنځو کلونو کې د شتو تواميتونو ساتلو او د نورو تواميتونو کولو لپاره لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. د پوهنځی په کچه د بهرنیو اړیکو او مرستو د جلب کمېټه ایجادول
  2. په یاده کمېټه کې د نړیوالو تجربو لرونکو  او ژمنو کادري غړیو ځای پر ځای کول
  3. یادې کمېټو ته پالیسي او اړوند ټول اداري اسناد چمتو کول
  4. د یادې کمېټې چارو ته پوره پام لرنه او پراختیا ورکول
  5. د یادې کمېټې پر هڅو د امکان تر برېده د نړیوالو او سیمه ییزو پوهنتونونو او ادارو څخه د توامیت له مخې د مرستو جلبول
  6. د مالي خپلواکۍ د کار وړنې له لارې د اړيکو پياوړي کول
  7. له دولتي اړونده ادارو څخه د هر اړخيزو مرستو ترلاسه کول

 

۷.۵. د مرستو جلبول

په اوسني عصر کې هيڅ یوه اداره نشي کولی په یواځې ځان خپلې ټولې چارې په ښه ډول ترسره او خپلو موخو ته ورسېږي. نو بناً ټولې ادارې اړ دي چې د خپلو چارو د ترسره کولو په برخه کې داخلي او بهرنۍ همکارۍ او مرستې ترلاسه کړي. د اقتصاد پوهنځی هم د خپلو چارو د ښه ترسراوي او پرمختګ لپاره کورنیو او بهرنیو مرستو ته اړتیا لري، چې د ترلاسه کولو په موخه یې لاندې کړنې په راتلونکو پنځو کلونو کې ترسره کوي:

  1. د مرستو د جلب او د اړیکو د ټینګولو کمېټو ته پراختیا ورکول
  2. له مربوطه ملي او بین المللي ادارو سره توامیتونو لاسلیکول او حد اکثر ګټه ترې پورته کول
  3. کمېټو ته د اړونده چارو د ترسراوي لپاره د پلانونو او پالیسیو ترتیب او تهیه کول
  4. د ترسره شویو توامیتونو او اړیکو څخه د پوهنځی په هر اړخیز پرمختګ کې موثره ګټه پورته کول
  5. په ملي او نړیواله کچه له پوهنتونونو سره په عملي چارو د همغږیو او فرصتونو زمینه برابرول
  6. د پوهنځی سره د مرستو لپاره د اړونده سرچينو هڅول
  7. د پوهنځی دننه د روڼتيا او حساب ورکونې د اصل انکشاف

 

۸.۵. د جنډر مسایل

د ټولنیز ژوند د پرمختګ او ټولنې هر اړخیزې ودې لپاره نارینه او ښځینه پرته له کوم تبعیض او امتیاز څخه په ګډه د اړوندو چارو په ترسره کولو کې فعاله ونډه اخلي. دا چې افغانستان د څو لسیزو داخلي جګړو او ورانیو له کبله په بېلابېلو برخو کې ویجاړ او وروسته پاتې شوی چې له امله یې د ښځو ونډه د سړیو پرتله کمه شوېده. لازمه ده چې ښځې هم د سړیو په څېر په ټولو اداري او مسلکي کړنو کې د امکان تر بریده په فعاله توګه ونډه واخلي، څو د بشري قويې شته تشه ډکه او چارې په معیاري شکل ترسره شي او هم ښځې له خپلو حقوقو برخمنې شي. پوهنځی د یو علمي بنسټ په توګه په پلان کې لري، چې د نارینه وو تر څنګ ښځو ته هم په علمي او اکاډمیکو برخو کې مساوي ونډه ورکړي، چې پدې برخه کې لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. په علمي او تحصیلي پروګرامونو کې د نارینه محصیلینو ترڅنګ د ښځینه محصیلینو شمېر زیاتوالي ته پوره پاملرنه
  2. د لوړو زده کړو ترلاسه کولو په موخه ښځینه محصیلینو د تشویق لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونو پېلول
  3. د بشري ځواک د ګمارنې په برخه کې ښځینه کادرونو ته د امکان تر بریده  زمینه برابرول
  4. د نظري زده کړو تر څنګ ښځینه محصیلینو ته د عملي زده کړو پراختیا
  5. ښځینه محصیلینو ته د تفریح ځایونو رغول او د بېلابېلو سهولتونو برابرول
  6. د ښځينؤ د وړتياوو لوړول او په چارو کې شريکول

 

۹.۵. د پوهنځی د بودیجې زیاتوالی

اقتصاد پوهنځی هوډ لري په علمي، اداري او فریکي برخه کې پراختیا ومومي چې په راتلونکي کې د یو پرمختللي پوهنځي په توګه وکولای شي په فوق العاده توګه خپل خدمات وړاندې کړي. اړینه ده چې د لاندې چارو د ترسره کولو لپاره په خپله بودیجه کې په دوامداره توګه زیاتوالی رامنځته کړي، چې دې موخې ته د رسېدو په پار لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. د ماستری برنامه کې د څلور تخصصي څانکو فعالول چی لمخی به یی د محصلینو شمیر د ۳۰ تنو څخه ۱۲۰ تنو ته زیات شي.
  2. د  شپي پوهنځي کي د څلور څانګو فعالول
  3. د اړوند ملي او نړیوالو شرکاوو (Stakeholders) سره ګډې څېړنې
  4. د با کیفیته کفېټیریا بنسټ ایښودل
  5. د مطبعې ایجاد او نشراتو امکانات برابرول
  6. د یو مرکزي څېړنيز مرکز ایجادول
  7. سوداګریز نندارتونونه جوړول
  8. لنډې مودې مسلکي روزنیز کورسونه رامنځته کول
  9. د بهرنیو مرستو د جلب لپاره معیاري پروپوزلونو ترتیبول

۶. علمي او اکاډمیک پروګرامونه

د کادمیکو نهادونواصلي دنده د علمي کړنو ترسره کول دي. په همدې اساس، اقتصاد پوهنځی په پام کې لري چې د یو با کیفیته او پرمختللي پوهنځی په توګه علمي، ټولنیز او څېړنیز پروګرامونه پر مخ یوسي چې له امله یې په هېواد او نړۍ کې د انساني ژوند په ښه والي او پرمختګ کې پوره ونډه لرلي وي. په دې لړ کې پوهنځی د علمي او اکاډمیکو پروګرامونو د پیاوړتیا لپاره لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. د تخصصي او مسلکي برخو د پرمختګ په موخه نویو علمي پروګرامونو ایجادول، چې عبارت دي له:

a. ماستری پروګرام:

iد ملي اقتصاد، مالي او بانکداری برخو کې د ماستری برنامو ایجاد        (۱۳۹۸)

 

  1. د څانګې ارتقا پوهنځی ته :
  1. BBA  پوهنځی                                       (۱۴۰۰)

d. د نوی څانګی ایجاد:

  1. د احصایې څانګه                                       (۱۳۹۸)
  2. د نړیوال اقتصاد څانګه                           (۱۳۹۸)

e. د د شپی پوهنځی کې د نوو څانګو ایجاد:

  1. سوداګري                                                (۱۳۹۹)
  2. مالي او بانکي                                           (۱۳۹۹)

 

۱.۶. په علمي کادر کې وړ او مسلکي استادانو زیاتول

دا چې د اقتصاد پوهنځی د لوړو زده کړو وزارت قانون او مقرراتو سره سم په د اقتصاد په برخه کې ټولنی او سیمي ته تخصصی علمی کادرونه روزي، نو تل هڅه کوي چې د مسلکي او وړ کادرونو په جذبولو کې لاندې ټکي په پام کې ونیسي:

  1. د لوړو زده کړو وزارت قانون د تقرر شرایطو په رڼا کې داسې اشخاص په کادر کې جذبول چې اکاډمیکو ارزښتونو ته ژمن وي.
  2. په تقرر کې وړ دوکتور او ماستر تشخیصول او لومړيتوب ورکول
  3. په کادر کې د شمولیت لپاره د شفافي پروسې رامنځته کول
  4. د پوهنځی د لوړې سويې او لايقو استادانو او غړو ساتنه او له وړتیاوو څخه یې پوره ګټه اخستل
  5. د موجوده علمي کادرونو ظرفیت ته وده او پراختیا ورکول

۲.۶. د کادر غړو ظرفیت لوړول

د علمي نهادونو د هر اړخیز پرمختګ یو مهم لامل د اړوندو ادارو بشري ځواک او کار کوونکي ګڼل کېږي. کار کوونکي د مربوطه ادارو د رهبرۍ چارې په ښه ډول ترسره کوي او هم ورته د اهدافو تحقق لپاره بېلابېلې مادي او معنوي سرچینې رامنځته او ورڅخه موثره ګټه پورته کوي. پر همدې اساس، اقتصاد پوهنځی د پرمختګ او پراختیا لپاره په پام کې لري چې د علمي او اداري کاري ځواک د ظرفیت د کچې د لوړولو په پار لاندې کړنې په راتلونکو پنځو کلونو کې ترسره کړي:

  1. د علمي کادر غړو ته په ماسترۍ او دوکتورا پروګرامونو کې د زده کړو زمینه برابرول.
  2. د شتو مسلکي او منلو کادرونو څخه د پوهنځی په پرمختیايي او روزنیزو چارو کې ګټه پورته کول
  3. څانګو مشرانو د غوره او پياوړې پوهنتوني اداري ستراتيژۍ طرحه کولو لپاره رهبري کول.
  4. پوهنځی تدريسي غړيو ته د اروا پوهنې نوېو لارو چارو په اړه روزنه ورکول  او هم د زده کړې د معاصرو تخنيکونو برابرول
  5. اداري مديران په هغه مهارتو روزل او سنبالول چې د کارونو د ښه پرمخ بيولو وړتيا ترلاسه کړي.
  6. په ښوونيزو مهارتونو، وړتياوو او نوې ټکنالوژۍ باندې د علمي کادرونو سمبالول.
  7. د ستراتيژيک پلان او کړنلارو د پلي کيدو  په اړه د اداري او اکادمیک پرسونل روزل.
  8. د غوره زده کړې او ښوونې د زياتېدنې او وده ورکونې په موخه دلرې واټن د زده کړې لپاره اسانتياوو  برابرول.
  9. تدريسي غړو ته د انګريزي او نورو بهرنیو ژبو د روزنې اسانتیا برابرول.
  10. پوهو او وړ  استادانو له پاره د علمي ، څېړنيزو او عملي پروژو د عملي کولو اسانتياوو برابرول.
  11. د سمينارونو، کنفرانسونو، ورکشاپونو،سمپوزيمونو او د کورنېو او بهرنېو ښوونيزو کورسونو دايرول

۳.۶. علمي څېړنه او پلان جوړونه

په نړیواله کچه څېړنې او د څېړنو په پار پلان جوړونه د پوهنځي د ودې او پرمختګ په برخه کې خپل ځانګړی رول لوبوي. هره ټولنه د ستونزو د حل او پرمختګونو رامنځته کولو په غرض علمي څېړني ترسره کوي. د څېړنو پواسطه علمی نهادونه په خپلو صادراتو او عوایدو کې زیاتوالی راولي، چې په نتیجه کې یې هم ټولنه له ستونزو خلاصېږي او هم له نورې نړۍ سره د سیالۍ جوګه کېږي. نو په همدی اساس د اقتصاد پوهنځی هم په راتلونکو پنځو کلونو کې ژمن دی چې د علمي څېړنو د ترسره کولو او ودې ورکولو لپاره لاندې کړنې ترسره کړي:

  1. پوهنځی د پوهنتون سره په همغږي سره د څانګو په کچه د څېړنو د یو موثر میکانېزم رامنځته کول
  2. د څېړنيزو کړنو او پروژو د ترسره کولو له پاره د بودېجې او امکاناتو برابرول
  3. د نړيوالو پوهنتونونو، علمي سازمانونو او ټولنو سره د اړيکو ټينګول او دڅېړنیزو پروګرامونو پرمخ بيولو له پاره  د مرستو جلبول
  4. د څېړنيزو پروژو د پايلو او لاسته راوړنو خپرول او د اړوند ادارو سره یې شريکول
  5. د پوهنتوني څيړنيزو مرکزونو له لوري د خصوصي سکتور دستونزو او اړتياوو د حل له پاره د څېړنيزو پروژو طرحه کول
  6. د څېړنې په برخه کې د علمي کادرونو او محصلینو روزل.
  7. د څېړنيزو پروګرامونو ترسره کولو له پاره د پوهنتون د رهبری سره په همغږي او د پوهنځی د روابطو او امکاناتو څخه په استفادي استادان بهرنيو هيوادونو ته استول چې دعلمي، څېړنيزو او نظري کارونو ترسره کولو وړتيا ترلاسه او له غوره پايلو سره هېواد ته راستانه شي.
  8. په نړيوالو څيړنيزو او علمي مجلو کې د څېړنيزو پروژو د پاېلو د خپرولو لپاره د څيړونکو هڅونه
  9. د څيړنيزو پروژو له پاېلو څخه د خبرتيا په منظور نندارتونونو دايرول
  10. د ګډو څېړنو د ترسره کولو لپاره هڅونې او مرستې

۴.۶. د ماستری پروګرام

د هېوادونو او ټولنو د پرمختګ او وروسته پاتې والي لامل د اړوند هېواد د وګړو د پوهې او علمیت د کچې سره تړاو لري. د کومو هېوادونو پوهنتونونه چې خپلو وګړو ته د علمي او مسلکي زده کړو لپاره لسانس او فوق لسانس فعاله پروګرامونو لري هېوادونو یې په هر اړخيزه توګه پرمختګ او وده کړې ده او وګړو ته یې د هوسا ژوند کولو اسانتیاوې او زمینه برابره کړې. همدا علمي پروګرامونه چې د ژوندانه بېلابېلې ستونزې حلوي او د پرمختګونو لپاره لوری ټاکي چې یاده کړنه د پوهنتونونو یو له مهمو دندو شمېرل کېږي. پر همدې اساس اقتصاد پوهنځی د ننګرهار پوهنتون سره په همغږي د هېواد پرمختګ لپاره د ماستری پرورګرام پر مخ بیایې او یو لړ نوي څانګو لپاره د ماستری برناموایجاد په منظورد راتلونکو پنځو کلونو په موده کې لاندې کړنې تر‎سره کوي:

  1. په راتلونکو پنځو کلونو کې پّ دری نورو څانګو کې د ماستری برنامی ایجاد
  2. د MBA ماستری پروګرام بیاکتنه او د ښه والي لپاره یې هڅې
  3. نویو علمي پروګرامونو د ایجاد لپاره د لازمو کادرونو، وسایلو او امکاناتو چمتوالی
  4. د څېړنو لپاره د اسانتياوو برابرول
  5. د بهرنېو مرستو جذب، ترلاسه کول او اغېزمن استعمال
  6. د پروګرام د پايښت لپاره د اغېزمنې استراتيژۍ انکشاف
  7. ټولنې ته د خدمت لپاره د غوره او لوړ کېفيت فارغانو وړاندې کول

۵.۶. د کریکولم پراختیا

دا چې نړۍ او ټولنه په دوامداره توګه د بدلون او پرمختګ په حال کې ده، علمي نهادونه او اکادمیک موسیسات اړ دي،چې د خپلو علمي پروګروامونو کریکولمونه د وخت، بازار او نورو ښکېلو خواوو د غوښتنو او اړتیاوو په پام کې نیولو سره د کریکولم د بیاکتنې په ترڅ کې د نصاب موضوعاتو کې وخت په وخت نوي او مثیت بدلونونه رامنځته کړي.  پوهنځی د خپلو اړوند علمي څانګو د مثبت بدلون او د شرکاوو  غوښتنوته د ځواب ویلو په موخه په راتلونکو پنځو کلونو کې لاندې کړنې ترسره کوي: 

  1. په پوهنځی کې د کریکولوم جوړولو کمیټی ایجاد
  2. د پوهنځی او څانکو په کچه د علمي کادر غړو لپاره د کریکولم د نوي والي او سمون په موخه د لازمو تریننګونو چمتو کول
  3. د کرېکولم په بیاکتنه او پراختیا کې  د متخصصو اشخاصو، فارغانو او کارګمارنې مراجعو سره مشورېکول.
  4. له اړتيا سره سم له نړيوالو پوهنتونونو سره د کریکولم په بيا سمون او انکشافکې ملتيا
  5. له نړيوالو معتبرو پوهنتونونو څخه د نويو چاپ شويو خپرونو او کتابونو ترلاسه کول
  6. له کریکولم څخه د مطلوبو موخو د لاسته راوړلو په غرض ارزونه
  7. له ټاکل شوي کریکولم سره سم د درسي موادو تهیه او برابرول
  8. د کریکولم د پلي کېدو څخه د ډاډ په موخه د اړوندو علمي پروګرامونو څخه راپورونه راټولول.

 

۶.۶. د کیفیت تضمین او اعتبار ورکونه

پوهنتونونه د خپلو ملي او نړیوالو تحصیلي معیارونو په رڼا کې د خپلو خدماتو د ښه باور  ترلاسه کولو په موخه تل هڅه کوي چې په خپلو علمي او څېړنیزو پروګرامونو کې بهتروالی راولي.  نوموړې چارې د ملي او یا هم د نړیوالو اعتبار ورکونکو ادارو لخوا  دبیا کتنې او ارزونې پروسو په بهیر کې ارزول کېږي چې په پایله کې یې اړوند پوهنتونونو خدمات د اعتبار بېلابېلې درجې ترلاسه کوي او د علمي او څېړنیزو چارو د نوي والي او غوره والی سبب ګرځي. نو په همدی اساس د اقتصاد پوهنځی د ننګرهار پوهنتون د یوی علمي نهاد یا څانګي په توګه به پدی هڅه کوي د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو په برخه کې لاندې کړنې تر سره کوي:

  1. د پوهنتون ملي او بین المللي تضمینونکو ادارو څخه د کیفیت تضمین او اعتبار لاسته راوړل
  2. په ملي او بین المللي کچه د پوهنتون د خدماتو کیفیت او درجې لوړول
  3. د کیفیت د تضمین او لوړولو په موخه د مسلکي کاري ټیم رامنځته کول
  4. په ټولنه کې د پوهنتون د اعتبار زیاتولو لپاره د ټولنیزو ستونزو په حل کې فعاله ونډه اخستل
  5. په په پوهنځی کې د ښو زده کړو ټولې اسانتیاوې برابرول
  6. د نظري زده کړو په څنګ کې عملي زده کړو ته اسانتیاوې برابرول
  7. د کیفیت د ښه والي په موخه د نورو پروګرامونو او تحصیلي نهادونو  سره همغږې
  8. په زده کړو کې د تدریس نویو میتودونو څخه ګټه پورته کولو لپاره اسانتیاوې برابرول
  9. د پوهنځی د ستراتېژیکو موخو د تحقق لپاره له اړوندو څانکو سره همغږي
  10. د روزنیزو پروګرامونو پیاوړتیا او عامول
  11. محصیلنو، اداري او علمي کادر غړیو ته کیفیت د ښه والي د معیارونو په هکله عامه پوهاوی ورکول

 

۷.۶. د ښوونیزو موادو چمتو والی

نن ورځ د نړۍ ټول علمي نهادونه په دې هڅه کې دي چې د باور ترلاسه کولو لپاره خپلو علمي پروګرامونو د کريکولمونو د سمون وروسته اړونده درسي مواد د نویو میتودونو په پام کې نیولو سره چمتو کړي، چې د مناسبو ښوونیزو موادو په تدریس سره وکولای شي چې له یوې خوا د وخت شرایط  او بدلونونه په پام کې ونیسي او له بلې خوا د خپلو اړوند ښکېلو خواوو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي چې پایله به يې د مربوطه پروګرام (پوهنځی) د لوړې درجې  او باور تر لاس کول وي. اقتصاد پوهنځی په راتلونکو پنځه کلونو کې د ښه باور د ترلاسه کولو په موخه د خپلو علمي پروګرامونو د ښوونيزو موادو د چمتو کولو په برخه کې لاندې کړنې تر سره کوي:

  1. د نصاب او  درسي موادو د سمون او ښه والي لپاره د کريکولم  کمېټې چارو ته  پراختيا ورکول
  2. د سيمې د اړتياوو او غوښتنو سره سم د پوهنځی درسي نصاب برابرول
  3. د کرېکولم کمېټې کړنې د نویو مېتودونو سره همغږې کول
  4. په پوهنځیو کې د نصاب او کریکولم کمېټې چارو ته ځانګړې پاملرنه او پراختيا ورکول
  5. د درسی موادو د پياوړتيا په موخه د علمي کادر غړیو د تالیفاتو چارو ته خاصه توجه کول او په دې برخه کې د هغوی هڅونه
  6. په پوهنځی کې د پي ډی سی مرکز د دفتر فعالول او په کې د چارو ښه اجرا په موخه د وړ اشخاصو ګمارل
  7. د پوهنځی د علمي کادر غړو لپاره د هېواد په داخل او له هېوادڅخه بهر د روزنیزو پروګرامونو برابرول
  8. د ټولنې او زده کړيالانو د نظرياتو ترلاسه کول او تحليل

 

۸.۶. د برېښنايي زده کړو پروګرامونه

دا چې په نړیواله کچه پوهنتونونه د حضوري زده کړو تر څنګ د غیر حضوري زده کړو پروګرامونه پر مخ وړي او د شته امکاناتو پر مټ د خپلو خدماتو پوښښ ته پراختیا ورکوي ، دې موخې ته د رسېدو په پار عپلمي نهادونه خپلو خدماتو کې د ټکنالوژۍ ونډه زیاته او موثره ګټه ترې پورته کوي. د علمي او څېړنیزو بهیرونو د پیاوړتیا او موثریت لپاره علمي پروګرامونه خپلو اړوند ښکېلو خواوو ته د برېښنایي اسانتیاوو په چمتوکولو سره هر اړخیز نوی والی او مثبت بدلون رامنځته کوي. د حضوري علمي پروګرامونو سره په څنګ کې پوهنتونونه اړ دي چې د انلاین کورسونو او ګډو زده کړو لپاره د انلاین سرچینو اسانتیاوې رامنځته او ګټه ترې پورته کړي. د نوموړې چارې د ښه مدیریت په موخه پوهنځی په راتلونکو پنځو کلونو کې لاندې کړنې ترسره کوي.

 

  1. د برېښنايي زده کړو  کمېټې ته پراختیا ورکول
  2. د برېښنايي زده کړو په اړه علمي کادر غړيو ته د ورکشاپونو برابرول
  3. په ټولو څانګو کې د برېښنايي زده کړو عامول
  4. د برېښنايي زده کړو د پروګرامونو پلي کېدا څخه بشپړه څارنه
  5. د برېښنايي زده کړو د ښه ترسراوي لپاره د یوې ځانګړې پاليسۍ(کړنلارې) رامنځته کول
  6. د ټولو څانګو، اسوسیټ پروګرام او ماستری برنامو محصیلینو ته د برېښنايي زده کړو په هکله معالومات ورکول
  7. د اسانتياوو برابرول

 

۹.۶. معالوماتي ټکنالوژۍ ته لاسرسی

دا چې په نړۍ کې معالوماتي ټکنالوژي د معالوماتو په ترلاسه کولو، خوندیتوب ، د اړیکو پهټینګولو،  ښه مدیریت او د روزنیزو پروګرامونو په برخه کې رغنده دنده ترسره کوي، اړینه ده چې پوهنتونونه هم په کافي اندازه خپلې چارې د معالوماتي ټکنالوژۍ پر مت پیاوړي کړي. پوهنځی هم معالوماتي ټکنالوژۍ څخه د خپلو چارود انسجام او چټکیا په موخه لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. اړینو امکاناتو ته پراختیا او وده ورکول
  2. د اداري، تخنیکي او مديريتي چارو سمون او پراختيا
  3. د اي ټی امنیتي وسایلو ته پاملرنه او پراختیا
  4. سوپر وای فای (WiFi) ته پراختیا ورکول
  5. د پوهنځی اړوند ټولی َعلمي څانګې او پروګرامونه د معالوماتي ټکنالوژۍ پواسطه وصلول
  6. په ټولو اداري دفترونو کې ډېجېټل ټېلیفون اسانتیاوې رامنځته کول
  7. د پوهنخی ټولو برخو ته د معالوماتي ټکنالوژۍ د لاسرسي په غرض د یو تن مسؤل ټاکل
  8. د معالوماتي ټکنالوژۍ ټولو کار کوونکو ته روزنیز ورکشاپونه برابرول

۷. لوړو زده کړو ته لاسرسی

زده کړې د وګړو یو له اساسي حقوقو څخه ګڼل کېږي، چې له نېکه مرغه د هېواد د اساسي قانون له مخې د لسانس تر کچې پورې لوړې زده کړې د دولت لخوا په وړیا توګه د قانون د حکمونو په پام کې نیولو سره د دولت لخوا وړاندې کېږي. عامه وګړي د لسانس پروګرام زده کړو څخه پورته لوړې زده کړې د یو لړ لګښتونو په ورکولو سره په هېواد او له هېواد څخه بهر ترسره کولی شي.اقتصاد پوهنځی لوړو زده کړو ته د لاسرسي په موخه ګڼ شمېر علمي پروګرامونه په بېلا بېلو برخو او وختونو ( سهار او له وخته وروسته) کې پرمخ بیايي. لوړو زده کړو ته په شفافه توګه د لاسرسي په موخه پوهنځی په راتلونکو پنځو کلونو لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. د لوړو زده کړو د اهمیت په اړه عامه وګړو ته د عامه پوهاوي په پار هر اړخیز معالومات وړاندې کول
  2. د کانکور له لارې په شفافه توګه زده کړو ته د لاسرسي زمینه برابرول
  3. د وړتیا او ظرفیت په پام کې نیولو سره بېلابېلو علمي پروګرامونه ته د محصیلینو ورپېژندل
  4. له هر ډول توپیر پرته هېوادوالو ته په مساویانه ډول د زده کړو حق ورکول او اسانتیاوې برابرول
  5. د وخت او بازار د غوښتنو او اړتیاوو په پام کې نیولو سره د نویو علمي پروګرامونو ایجادول
  6.  د ټولنې او اړونده خواوو سره د لاسته راوړنو شريکول

۱.۷. لوړو زده کړو ته پراخه د لاسرسی

 د نړی هېوادونه هڅه کوي چې خپلو وګړو ته په پراخه توګه د لوړو زده کړو ترلاسه کولو لپاره بېلابېلې اسانتیاوې برابرې کړي او هېواد یې په هر اړخیز ډول پرمختګ او وده وکړي.  د افغانستان لوړو زده کړو وزارت هم پدې هڅه کې دی چې د هېواد وګړي یې په بېلابېلو علمي برخو کې لوړو زده کړو ته پراخه لاسرسي ولري. ننګرهار پوهنتون په پراخه توګه لوړو زده کړو ته د لاسرسي په موخه ګڼ شمېر علمي پروګرامونه په بیلا بیلو برخو او وختونو کې ( سهار او له وخته وروسته) پرمخ بیايي. لوړو زده کړو ته په شفافه توګه د پراخه لاسرسي په موخه اقتصاد پوهنځی د ننګرهار پوهنتون سره په همغږی په راتلونکو پنځو کلونو لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. په پوهنځی کې د ټولو علمي پروګرامونو څخه موثره ګټه پورته کول
  2. خپلو علمي پروګرامونو د جذب ظرفیت ته پراختیا ورکول
  3. عامه وګړو ته د علمي پروګرامونو په اړه پوره او نوي معالومات ورکول
  4. د وخت له غوښتنو سره سم د نویو علمي پروګرامونو رامنځته کول

 

۲.۷. لوړو زده کړو ته د ښځینه ؤ پراخه لاسرسی

دا چې ښځې د ټولنې په بشري ځواک کې له نیمايي څخه زیاته برخه تشکیلوي او د ټولنې په هر اړخیز پرمختګ کې د نارینه و تر څنګ په پراخه کچه اړوند چارې پرمخ بیايي، اړینه ده چې ښځینه هم له نارینه سره په ټولو حقوقو او امتیازاتو کې په مساوي اندازه ونډه ولري. د لوړو زده کړو په پروګرامونو کې هم د ښځینه وو ونډه د نارینه وو په څېر په پام کې نیول شوې.اقتصاد پوهنځی  لوړو زده کړو ته د ښځینه وو د پراخه لاسرسي په موخه لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. د جنډر برابروالی په نظر کې نیول
  2. ښځینه محصیلینو ته د پوهنځی په علمي پروګرامونو کې ګډون لپاره زمینه برابرول او تشویقول
  3. ښځینه محصیلینو ته د لوړو زده کړو ته د تشویق په موخه که د معیاري ټولګي شمېره پوره کړي،

د جلا  درسي ټولګیو چمتو کول

  1. د ښځینه استادانو په علمي کادر کې شاملول
  2. ښځینه لیلیو او ټرانسپورت اسانتیاوو ته وده ورکول

۳.۷. د کریډیټ سیستم پیاوړتیا او پلي کول

د نړۍ ډېری پوهنتونونه د کریډیټ سیستم د اصولو په رڼا کې خپل روزنېز پروګرامونه پر مخ بیايي او له دې لارې محصیلینو د ښو پایلو لرونکو زده کړو او اسانتیاوو زمینه برابروي چې له یوې خوا محصلین وکولای شي له خپل توان سره سم د زده کړو بهیر پرمخ یوسي او له بل پلوه د نظري زده کړو سره په څنګ کې د اړوندو عملي زده کړو له اسانتیاوو څخه هم برخمن شي. پوهنځی د کریډیټ سیستم زده کړو د پیاوړتیا او معیاري کېدو په پار لاندې کړنې په پام کې لري:

  1. د علمي کادر ټولو غړو ته د کریډیټ سیستم د عملي کېدو په اړه روزنیز ورکشاپونه پېلول
  2. د کریډیټ سیستم د موثریت په اړه محصیلینو ته معالومات ورکول
  3. په اړوندو څانګو کې د کرېډیټ سیستم عملي کېدو څارل
  4. د کرېډیټ سیستم په ښه بڼه د پلي کېدو په هکله تدریسي او اجرایوي مدیرانو ته پوهاوی ورکول
  5. د پایلو پر بنسټ د زده کړو په نتیجه کې د کرېډیټ لایحې موخې ترلاسه کول
  6. د شاګرد محورۍ د زده کړو دودول
  7. د کرېډیټ لایحې په اساس د عملي زده کړو پیاوړي کول
  8. د ټرانسکریپټونو د ترتیب په برخه کې د نمرو درجه بندي د فیصدۍ تر څنګ د GPAپهسیستم برابرول

۴.۷. د محصیلینو لپاره د خدماتو او اسانتیاوو پیاوړتیا

علمي نهادونه هڅه کوي تل په خپلو علمي او خدماتي چارو کې محصلینو ته د پام وړ سهولتونه برابر او غوره پایلو په لرلو سره محصلین وروزي چې چی علمي نهادونه د هېواد او په نړیواله کچه د محصیلینو توجه او رضایت خپل کړي.  د خدماتو او سهولتونو په وړاندې کولو سره ټول علمي نهادونه غواړي چې له یو پلوه په علمي ټولنې کې خپل حیثیت لوړ کړي او له بل پلوه له همدې لارې مالي او مادي امکانات پراخه کړي. اقتصاد پوهنځی د غوره خدماتو او اسانتیاوو د پیاوړي کولو په موخه لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. محصیلینو ته د علمي سفرونو زمینه برابرول
  2. سپورتي اسانتیاوې برابرول
  3. محصلینو ته د زده کړو د برابرولو ترڅنګ، د لازمو مهارتونو چمتووالی
  4. د وېبسایټ له لارې محصلینو ته پوره معالومات په واک کې ورکول
  5. د محصلینو وړاندیزونو او شکایاتو ته لاسرسی
  6. د علمي او عملي زده کړو په برخه کې محصلینو لپاره اړوندو سکتورونو سره د توامیتونو رامنځته کول
  7. محصلینو ته د عملي پیاوړتیا په موخه د بېلابېلو تمثیلي پروګرامونو او سمینارونو چمتو کول
  8. د محصلینو د علمي ظرفیت لوړاوي په موخه کتابتوني اسانتياوو تهپراختیا ورکول
  9. محصلینو ته د ښې زده کړې لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کول
  10. په نړیوالو علمي سیالیو کې محصیلینو ته د برخې اخستنې زمینه برابرول
  11. د حشر او داوطلب کارونو لپاره د زده کړيالانو هڅول
  12. د زده کړيالانو لپاره د Internship د پروګرامونو ترلاسه کول او تنظيمول
  13. د ټولنې سره د مرستې لپاره د ټولنيزو خدماتي ډلو تنظيمول

 

۸. زېربناوې

علمی نهادونه او تحصیلي موسسې تل هڅه کوي چې د علمي او اکاډمیکو پرمختګونوترلاسه کولو په موخه مادي امکانات او د اړتیا وړ پراخه زیربناوې او تاسیسات ولري. همدارنګه اړینه برېښې چې د راتلونکي لپاره بنسټیزې او زیربېنايي پروژې پلي کړي چېپه پراخه کچه د لوړو زده کړو بېلابېو پروګرامونو د تطبیق وړتیا ولري. اقتصاد پوهنځی لکه څنګه مو چی یادونه کړي د ننګرهارپوهنتون د ستراتیژیک پلان په اساس تنظیم شوی د زېربناوو د پراختیا په موخه د  راتلونکو پنځو کلونو کې لاندې چارې ترسره کوي:

  1. د پوهنځی لپاره د ودانی جوړول
  2. د پوهنځی صنفونو ته د څوکیو او میزونو اماده کول
  3. د غونډو تالار په منظم ډول جوړول
  4. د غونډو تالار ته و وسایلو اخیستل
  1. د څانګ په کچه د PDC دفتر ودانۍ رغول

 

۹. SWOT تحلیل

ستراتېژیک پلانونه د علمي نهادونو ستراتېژیکې موخې ټاکي او همدغو موخو ته د رسېدو لپاره مسیر او اړوند لازمي کړنې په نښه کوي. موخې ته رسېدل تر هغې شونې ندي چې ترڅو علمي نهاد (پوهنځی) خپله پیاوړتیا، کمزورتیا، فرصتونو او تهدیدونو څخه خبر او پر لاملونو یې غور ونکړي.

د دې لپاره چې پوهنځی د پورته ذکر شویو ټکو په اړه پوره مالومات له ځانه سره ولري، لازمه ده، چې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره خپل معنوي او فزیکي انځور خپلې مخې ته کېږدي او خپلې ټولې مادي او معنوي زیرمې په هر اړخیزه توګه و ارزوي چېپه نتیجه کې د راتلونکو پرمختګونو او موخو ته د رسېدو بشپړ پلان ولري. پوهنځی یادې موخې لاسته راوړلو لپاره د SWOT لاندینۍ تحلیل ترسره کوي:

د پیاوړتیا ټکي

  1. د هیواد په کچه د محصلینو درولودل
  2. د څلورو فعالو څانګو، ماستری برنامی او اسوسيت دیګری پروګرام په لرلو سره د نورو پوهنځیو څخه په زیاته کچه محصلینو لرل.
  3. د فزیکي ودې او پراختیا لپاره د ماسټر پلان لرل
  4. د ماستری برنامی انکشاف لپاره منظم پلان لرل
  5. د ځوانو استادانو لرل
  6. درجو او علمي رتبو لرونکو علمي کادر غړیو او مجرب اداري بشري ځواک درلودل.
  7. د ښخینه محصیلینو لپاره د زده کړی خاص شرایط درولودل
  8. په راتلونکي کې د تدریسي تعمر درلودل
  9. د تدریس د نویو مېتودونو پر مټ علمي کادر غړیو لخوا تدریسي بهیر پرمخ وړل
  10. په راتلونکو پنځو کلونو کې د ګڼ شمېر نویو علمي پروګرامونو د ایجاد وړتیا درلودل
  11. د ځېنو بهرنیو مرستندویه ادارو او پوهنتونونو سره اړیکې.
  12. محصیلینو لپاره د کارموندنې په برخه کې روزنیزې اسانتیاوې درلودل
  13. د کريدت سیستم د لايحې سره سم د تدريسي بهير پر مخ بيول

 

کمزورتیا

  1. د استادانو تعداد په کافی اندازه نشتون
  2. د ښځینه استادی نشتون
  3. د تدارکاتو او اداري چارو په برخه کې اوږده پروسه او ځنډ
  4. په بهرنيو ژبو په ځانګړي ډول د انګليسي ژبی سره د يو شمېر استادانو نا اشنايي.
  5. د يو شمېر استادانو لخوا د کمپيوټر او په ځانګړې توګه د نوې ټيکنالوژۍ کارونه او د هغې په ارزښت د پوهيدنې کموالی.
  6. د ښځينه علمي کادرونو او محصیلينو د شمېر کموالی.
  7. د ظرفیت په نه پام کې نیولو سره د لوړو زده کړو وزارت لخوا د زيات شمېر محصلينو معرفي کېدل.
  8. د محصلينو خراب اقتصادي وضعيت
  9. د کافي انټر نیټ نشتون
  10. دData base  سیستم نشتوالی
  11. د سپورټ په برخه کې د مجهز جمنازیم نشتوالی
  12. د نارینه او ښځینه محصلینو د شمېر ترمنځ ناانډولتوب
  13. د څانګو په کچه د معلوماتی تکنالوژیکي وسائلو کموالی.

فرصتونه

  1. د پوهنتون رهبری سره د ښی همغږی شتون
  2. له ولایتي ادارې سره د پوهنځی ښې اړیکې  
  3. له ځینو ملي او نړیوالو ادارو سره د همغږۍ درلودل
  4. د فارغو محصلینو سره د اړیکو شتون
  5. د محصلینو لپاره په دولتي او نادولتي ادارو کې د انټرنشپ پروګرامونو شتوالی
  6. په سېمه کې د بهرنیو هېوادونو د سفارتونو او کونسلګریو او نړیوالو ادارو شتون او له پوهنځی سره د مرستو ژمنتیا
  7. فارغ التحصیل محصلینو لپاره د کارموندنې اسانتیاوې
  8. له لوړو زده کړو  سره د ځوان نسل لیوالتیا
  9. ملي سوداګرو مالي ملاتړ شتوالی
  10. په چاپیريال کې د معلوماتي تکنالوژۍ د وسايلو او اسانتياوو شتون
  11. د نړيوال کېدنې ستراتيژي
  12.  د علومو اهميت او پرې بشپړ يقين
  13. د فيلو شيپ او سکالرشيپ د اسانتیاوو شتوالی

ګواښونه

  1. د استادانو ظرفیت لوړونی ته درست پام نلرل
  2. د امنيت نشتون
  3. د پوهنځی مالی اړتیاوي د پوهنتون او لوړو زده کړو لخوا نه پوره کیدل.
  4. د پوهنځی څخه مخ پر زياتيدونکو فارغانو له پاره د کارموندنې پروسه ډېره کمزورې ده، چې په لوړ اکثريت فارغان يې بې دندې پاتې کېږي
  5. په پوهنځی کې د دندې اخستلو  او زده کړو سره د ښځينه علمي کادرونو او محصیلينو د ليوالتيا کموالی
  6. د ښځینه محصلینو پر وړاندې د تهدید په توګه د ناوړه کلتوري او ټولنیزو دودونو شتون
  7. د کانکور له لارې د يو شمېر ټيټې سوېې لرونکو زده کوونکو معرفي کيدل

 

 

۱۰. د پوهنځی موخې او اهداف

د اقتصاد پوهنځی ستراتیژیک پلان د ننګرهار پوهنتون د سترایژیک پلان مطابق تنظیم شوی چی موخه یی د لوړو زده کړو د بهیر چټکتیا او ښه والی دی تر څو په ټولنه کې د شته ناورینونو او ستونزو  پای ته رسېدو په برخه کې خپله ونډه واخلي. پوهنځی د ټاکلو ارزښتونو، لیدلوري او معیارونو په پام کې نیولو سره داسې وړ، مسلکي او معیاري کادرونه روزي چې د ټولنې په پرمختګ او د ستونزو په حل کې د خدمت وړاندې کولو جوګه شي.  پوهنځی پورته ارزښتونو او لیدلوري ته د رسېدو په موخه په راتلونکو پنځو کلونو کې لاندې اهداف تعقیبوي:

  1. د علمي او څېړنیزو چارو په برخه کې په ملي او نړیوالو معیارونو برابر پوهنخی رامنځته کول
  2. د بېلابېلو علمي او تخصصي پروګرامونو د پلي کېدو لپاره د پوهنتون د اداری سره په همغږی زمینه برابرول.
  3.  د لوړو زده کړو په برخه کې غوره خدمتونو وړاندې کولو په پار د هر اړخیزې خپلواکۍ ترلاسه کول
  4. د لوړو زده کړو په برخه کې د روڼ او شفاف بهیر رامنځته کول
  5. د څېړنو پر مټ د ټولنې ستونزو پېژندل او ورته مناسبې حل لپاره پیدا کول
  6. د ننګرهار پوهنتون، لوړو زده کړو وزارت، ولايت، ډونرانو، پراختيايي ښکېلو خواوو او نورو تمویلوونکو ادارو او اشخاصو په وړاندې د اقتصاد پوهنځی څخه اغېزمنه استازولي او له دوی سره د ښو اړيکو ټينګول
  7. د وخت او اړتیاووله غوښتنو سره سم په بېلابېلو برخو کې د مسلکي اشخاصو روزل
  8. د لوړو زده کړو له لارې د قانون حاکمیت، ټولنيزعدالت، او  اقتصادي ودې تامینولو ته زمینه برابرول
  9. د وګړو د ژوندانه د کېفيت او ورځني عايد لوړول
  10. د نوي تکنالوژي معرفي او خپرول
  11. د کلتور، فرهنګ او ادبياتو د ودې لپاره ليکنې او خپرول
  12. د حکومتولي تامينول
  13. عامه پوهاوی
  14. نړيوال کيدنې او د مارکيټ اقتصاد د اصل پياوړي کول

                                

۱۱. د کلیدي کړنو د شاخصونو په نظر کې نیولو سره د پوهنځی ستراتېژیک اهداف او موخې:

د اقتصاد پوهنځی ستراتېژیک پلان  جوړونې څخه موخه د لوړو زده کړو د بهیر چټکتیا او ښه والی دی چې په ټولنه کې د شته ناورینونو او ستونزو  پای ته رسېدو په برخه کې خپله ونډه واخلي. پوهنځی د ټاکلي ماموریت او معیارونو په پام کې نیولو سره داسې وړ، مسلکي او معیاري کادرونه روزي چې د ټولنې په پرمختګ او د ستونزو په حل کې د خدمت وړاندې کولو جوګه شي. اقتصاد پوهنځی  پورته ارزښتونو او لیدلوري ته د رسېدو په موخه لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. په راتلونکو پنځو کلونو کې د پوهنځی لپاره د یو مناسب تعمیر لرل
  2. په دوامداره توګه د وخت د شرایطو او بازار د غوښتنو په پام کې نیولو سره معیاري زده کړې وړاندې کول
  3. په دوه نورو څانګو کې د ماستری برنامو ایجاد
  4. د استادانو تشکیل کمبود په برخه کی د ستونزی کمولو په موخعه هڅی
  5. د BBA څانګې ارتقا د بزنس پوهنځی ته
  6. د ښو علمي او څېړنیزو پرمختګونو په موخه څېړنیز مرکز درلودل
  7. په راتلونکو پنځه کلونو کې له ملي او بین المللي اعتبار ورکوونکو ادارو څخه اعتبار ترلاسه کول
  8. په علمي او اکاډمیکو چارو کې د خپلواکۍ په لرلو سره د سیمې له نورو اقتصاد برنامو  سره سالمې سیالۍ ته چمتوالی
 

 

۱۲. مالي پلان

د اقتصاد پوهنځی ستراتیژیک پلان لپاره کاري او مالي پلان جدول

لومړیتوب

 

د پلي کېدو ځای

حالت

د بسپنې منبع

د پای کال

د پیل کال

په افغانیو اټکل شوی لګښت

د پروژی نوم

ګڼه

لمړی

 

د اقتصاد پوهنخې

منل شوی

 

د وزارت پراختيايي بوديجه

1397

1396

93,600,000.00

 داقتصاد پوهنځي ودانۍ جوړول

 

۱

لمړی

 

د اقتصاد پوهنخې

منل شوی

 

د وزارت پراختيايي بوديجه

1397

1396

11,000,000.00

د پوهنخی لپاره د تجهیزاتو اخیستل

 

۲

لمړی

 

د اقتصاد پوهنخې

د بسپنی ورکونکو په لټون کی

د وزارت پراختيايي بوديجه

1399

1397

13,000,000.00

د غونډو تالار جوړول

 

۳

لمړی

د اقتصاد پوهنخې

د بسپنی ورکونکو په لټون کی

د وزارت پراختيايي بودېجه یا نور ډونران

1399

1397

1,000,000

 د تحقیقا تي مصارفو لپاره فنډ

۴

دوهم

د اقتصاد پوهځی

د بسپنی ورکونکو په لټون کی

د وزارت پراختیایی بودیجه او نور ډونران

1400

1398

2,000,000.00

د کتابتون معاری کول

 

 

16,930,000.00

مجموعه

 

 

 

                                                                                                                                             

۱۳. پایله

دغه ستراتېژیک پلان چې د ( ۱۳۹۶ – ۱۴۰۰ ) کال پورې چمتو شوی دی، اقتصاد پوهنځی  اداره هڅه کوي چې ياد فعاليتونه د ټاکلو موخو د ترلاسه کولو لپاره  په خپله ټاکلې نېټه عملي کړي. د اقتصاد پوهنځی اداره به کوښښ وکړي چې د ننګرهار پوهنتون، لوړو زده کړو وزارت او نور مرستندویان وهڅوي چې د اقتصاد پوهنځی د فزیکي رغونې او معنوي پیاوړتیا لپاره امکانات چمتو کړي. د دې چارې د ترسره کېدو لپاره د اقتصاد پوهنځی د ځوانو استادانو کوښښونه د پوهنځی ادارې ته د خوښۍ زېری او هیله بخښوونکي دي.