رئیس لنډه پیژندنه

د ننګرهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي د رئيس پوهنوال محمد زبیر نورمل لنډه پېژندنه

image

پوهنوال محمد زبیر نورمل د محمد ناصر زوی په ١٣۵۳ لمريز کال د قوس په ۱۰مه د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ د نظر آباد کلي په يوه دينداره کورنۍ کې زيږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې يې د هجرت په دیار پېښور کې پیل او ثانوي زده کړې يې د سره رود ولسوالۍ اړوند د امرخېلو په عالي لېسه کې په ۱۳۷۲ لمریز کال کې بشپړې کړي دي.

د کانکور ازموينې له لارې د ننګرهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي ته بريالى شو او د ليسانس سند يې د ياد پوهنځي د ملي اقتصاد څانګې څخه په ۱۳۷۶ کال کې ترلاسه کړ.

د ۱۳۷۷ لمریز کال د حمل په لومړۍ نېټه د ازادې سيالۍ له لارې د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي په علمي کادر کې شامل شو.

ښاغلی نورمل د ماسترۍ زده کړو لپاره د المان هېواد بوخم پوهنتون ته لاړ او له نوموړي پوهنتون څخه يې په ۲۰۱۰ زیږدیز کال په فبرورۍ کې د اقتصاد منجمنټ ساینس په برخه کې د ماسترۍ سند ترلاسه کړ.

پوهنوال نورمل د ننګرهار پوهنتون او لوړو زده کړو وزارت د لزومدید او د ولسمشر د حکم په اساس د ۱۳۹۶ لمریز کال په اسد کې د اقتصاد پوهنځي د رئيس په توګه وټاکل شو، چې له يادې نېټې راهيسې نوموړې دنده پر مخ وړي.

پوهنوال محمد زبیر نورمل د اقتصاد په برخه کې له لسو زیات علمي اثار ليکلي او ګڼې علمي مقالې او څېړنې يې په ملي او نړيوالو ژورنالونو کې خپرې شوې دي.

اړيکې:  

0093(0)700608443    

zubairnoormel@gmail.com