تاریخچه

دشرعياتو پوهنځي لنډه پېژندنه:​

اسلامي دوره زمونږ د ویاړلی هېواد د تاریخ یو روڼ او ځلانده باب دی ، کله چې د دریم خلیفه حضرت عثمان رضي الله عنه د خلافت په مهال د اسلام مبارک دین د صحابه ؤ په وسیله دلته خپور شو او د هیواد په افق یې د رڼا او ځلا پلوشې را خپرې شوي، افغانانو د خپل عادت خلاف له ډېر لږ مقاومت وروسته اسلام ژر ومانه ، ځکه چې اسلام د دوې د مزاج او فطرت سره برابر ؤ ، ډېر ژر د هېواد ګوډ ګوډ ته ورسید ،  د هرات ، بلخ ، نیمروز ، غزني ، کابل ، هلمند ...او نورو ښارونو خلکو یې تود هر کلی وکړ .

 ستر ستر جوماتونه ، مدرسې او داسلامي زده کړو مرکزونه جوړ او ایجاد شول ،.او داسې علمي شخصيتونه يې ټولنې ته وړاندې کړل چې علمي آثار او خدمتونه يې د نړیوالو ارزښتونو په کتار کې لوړ مقام لري ، سياسي مشرانو يې هم په دې هکله خپل رسالت سرته رسولی؛ تر دې چې د اسلام د مقدس دین رڼا یې د هند تر نېمي وچې ورسوله ، چې په دې هکله د غوریانو ، غزنویانو او احمد شاه بابا د واکمنیو نومونه د بیلګې په توګه اخستلای شو .

د همدې اسلامي او ملي احساس له مخې افغانانو د انګریزي او روسی ښکیلاک په وړاندي د مقاومت او جهاد په لیار کې سرښندنې کړي او د هیواد آزادي او خپلواکې یې ژغورلې ده .

په هيواد کې دشوروي يرغل پر خلاف د اسلامي انقلاب تر کاميابۍ وروسته په اسلامي علومو کې د علمي کادرونو د روزنې، د يو باثباته آزاد او اسلامي قضائي سيستم د پياوړي کېدو ، د هېواد د بچو او علماؤ دمعنوي روزنې په موخه د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې د ننګرهار پوهنتون د رئيس ښاغلي ډاکټر فضل محمد ابراهيمي په مبتکرانه خوځښت ، په ( ١٣٧١) لمريزکال کې د شرعياتو پوهنځي ډبره کېښودل شوه او د علمي فعاليتونو د سرته رسولو په موخه يې محترم قاضي فضل الرحمن د شرعياتو پوهنځي د لومړي رئيس په توګه وټاکل شو. د تدريس د پړاو د عملي شروع کېدو په موخه د محصلينو د جذب لپاره د پوهنتون د ادارې له خوا د کانکور آزموينه اعلان او په نتيجه کې يې تکړه ،بااستعداده علماء او محصلين پوهنځي ته د زده کړې لپاره وروپېژندل شو.چې تردې مهاله يې دلسانس او ماستری له ټولو برنامو څخه(۲۸۳۸)تنه ټولنې ته دخدمت په موخه وړاندي کړی دي.

دیادونی وړده چی، د ننګرهار پوهنتون شرعياتو پوهنځى اوس مهال (۴۳) تنه دعلمي کادر غړي لري، چې له دې جملې څخه: (۵) تنه يې  پوهاند، (۹) پوهنوال، (۹) پوهندوى ، (۹) پوهنمل ،(۱۱) پوهنياراو (۱) پوهيالې دي. په همدې توګه له دوی څخه (۱۳) تنه دکتورا(  P hd) ، اوپاتې(۳۰) تنه دماسټری تر کچې لوړې زده کړی لري. 

د شرعياتو پوهنځي لرليد

دشرعي علومو په زده کړه ،څېړنو او ټولنیزو خدمتونو کې په نړيواله کچه ځانګړې حيثيت تر لاسه کول.

د شرعياتو پوهنځي رسالت

په شرعي او ديني علومو کې دمتخصصو کادرونو روزل،په څېړنيز ميدان کې دمهارتونورامنځ ته کول،د ښوونې ،قضاء، افتاءاو نورو اړونده څانګو لپاره د وړ شخصيتونو وړاندې کول.

د شرعياتو پوهنځي اهداف

  • په قرآني ، حديثي، اوفقهي علومو کې دمحصلينو روزل.
  • په ديني موضوعاتو کې څېړنو ته لار هوارول.
  • د ښوونې ،قضاء، افتاء او ديني دعوت په چاروکې دټولنې ضرورتونه پوره کول.