ننګرهار پوهنتون سره د کتابونو او علمي ژورنالونو مرسته وشوه

sakhizada_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲ - ۱۰:۲۰
iamge

 

د افغانستان د علومو اکاډمۍ او سیمه ییزو مطالعاتو مرکز له خوا چاپ شوي ۷۱ سرلیکه دیني، علمي، سیاسي او ادبي کتابونه او یو شمېر علمي ژورنالونه د یاد بنسټ د غړي څېړندوی عمران زکریا له خوا د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال ته وسپارل شول.

پوهاند بهسودوال په یاد شمېر کې د کتابونو او علمي ژورنالونو چاپ لویه علمي لاسته راوړنه وبلله او د ښاغلي څېړندوی زکریا څخه یې مننه وکړه، چې یاد کتابونه یې ننګرهار پوهنتون ته ډالۍ کړل.

د پوهنتون رئیس اړوندو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې یاد کتابونه د پوهنتون په عمومي کتابتون کې ځای پر ځای کړي، چې استادان او محصلین ترې ګټه واخلي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۴۲ کادري بستونو لپاره له ۸۲ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د خراسان، الفلاح، التقوا، سپين غر، بايزيد، اميرعلي شېر نوايي، بايزيد روښان، تنوير او شفاء پوهنتونونو طب، ستوماتولوژي، ټکنالوژي، حقوقو، اقتصاد، ښوونې او روزنې او کمپيوټر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د صرف او نحوې تمهیدي درسونه پیل شول.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون د شرعیاتو او ژبو او ادبیاتو پوهنځي د عربي ژبې او ادب څانګې لومړي کال لسګونو تنو محصلینو ته د صرف او نحوې تمهیدي درسونو د زده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۲:۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون له خوا هلمند پوهنتون سره د ۱۵۰ جلده کتابونو مرسته وشوه.

د ننګرهار پوهنتون کتابتون امریت د هلمند پوهنتون کرنې پوهنځي سره د کرنیزو علومو په برخه کې د ۱۵۰ جلده کتابونو مرسته وکړه.
د کتابونو یاده مرسته د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو. . .

BACK TO NEWS

User account menu