ننګرهار پوهنتون او هیلې بنسټ تر منځ د دوه اړخيزو همکاريو تفاهمليک لاسليک شو

sakhizada_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۳ - ۱۲:۲۱
image

ننګرهار پوهنتون او هیلې بنسټ تر منځ د دوه اړخيزو همکاريو تفاهمليک لاسليک شو

د مسؤلينو په وينا، د ياد تفاهمليک له مخې به دواړه لوري د یوه کال لپاره د رهبرۍ، ډيالوګ، انتقادي تفکر او مناظرې فن په برخه کې د محصلینو د روزنې لپاره په ګډه کار کوي.

یاد تفاهملیک د ننګرهار پوهنتون د رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال او د HELA (Hope for Education & Leadership in Afghanistan) بنسټ د ننګرهار څانګې د مشر وحید زهیر له خوا په داسې حال کې لاسلیک شو، چې د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال هم حضور درلود.

د تفاهملیک د موادو له مخې د هیلې بنسټ د یوه کال لپاره د ننګرهار پوهنتون ۳۵ تنه محصلین د رهبرۍ، ډيالوګ، انتقادي تفکر او مناظرې فن په برخه کې روزي او پوهنتون به ورته د یادې چارې د ترسراوي په موخه اړین امکانات برابروي، چې له روزنې وروسته به منتخب محصلین د هیلې بنسټ له خوا د هېواد په کچه د ملګرو ملتونو د تمثیل په دایریدونکو سیالیو کې ګډون کوي.

د یادونې وړ ده، چې تېر کال د ننګرهار پوهنتون محصلینو د پوهنتونونو تر منځ د ملګرو ملتونو د تمثیل سیالیو اتلولي خپله کړې وه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۴۲ کادري بستونو لپاره له ۸۲ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د خراسان، الفلاح، التقوا، سپين غر، بايزيد، اميرعلي شېر نوايي، بايزيد روښان، تنوير او شفاء پوهنتونونو طب، ستوماتولوژي، ټکنالوژي، حقوقو، اقتصاد، ښوونې او روزنې او کمپيوټر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د صرف او نحوې تمهیدي درسونه پیل شول.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون د شرعیاتو او ژبو او ادبیاتو پوهنځي د عربي ژبې او ادب څانګې لومړي کال لسګونو تنو محصلینو ته د صرف او نحوې تمهیدي درسونو د زده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۲:۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون له خوا هلمند پوهنتون سره د ۱۵۰ جلده کتابونو مرسته وشوه.

د ننګرهار پوهنتون کتابتون امریت د هلمند پوهنتون کرنې پوهنځي سره د کرنیزو علومو په برخه کې د ۱۵۰ جلده کتابونو مرسته وکړه.
د کتابونو یاده مرسته د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو. . .

BACK TO NEWS

User account menu