د ننګرهار پوهنتون علمي شورا ددې پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په مشرۍ غونډه وکړه

nu_admin
شنبه ۱۳۹۹/۷/۵ - ۹:۵
image

 

په نوموړي مجلس کې، چې د پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهندوى دوکتور محمد حامد کډوال، د محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيد اکرم هاشمي، د بېلابېلو پوهنځيو او تدريسي روغتون رئيسانو او استادانو په کې برخه لرله، د پوهنتون د علمي، تدریسي، تقرر او ترفیعاتو، د محصلینو د عرایضو او يو شمېر نورو مسايلو په اړه بحث او خبرې اترې وشوې.

د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال د مجلس د پرانیستې پر مهال د تېر سمستر په علمي او تدریسي بهیر رڼا واچوله او د نوي سمستر د پیل په اړه یې مسؤلینو ته اړینې لارښوونې وکړې.

د شورا اجنډا د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال د مجلس له غړو سره شريکه کړه، چې د علمي ترفیعاتو ۲ کیسونه، د انجنیري پوهنځي د ۵ تنو قراردادي استادانو تقرر، ننګرهار پوهنتون کې د نړیوالې علمي مجلې رامنځته کول، د نوي سمستر د پیل لپاره چمتووالی او يو شمېر نور متفرقه مسايل هغه موضوعات وو، چې په اړه یې بحث او پرېکړې وشوې.

د مجلس په پای کې د تېرو ازموینو راپور د ازموینو کمېټې د غړي پوهنیار شاپور کوشککي له خوا وړاندې شو، چې په کې د ازموینو د مثبتو او منفي اړخونو، ستونزو او ننګونو او د هغې د حل لارو چارو ته اشاره شوې وه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۱:۳۶
Background image

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال د طب پوهنځي لیلیې څخه لیدنه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مولوي عبیدالله عابد د پوهنتون لیلیو عمومي مدیر مولوي عبدالحکیم حقاني په ملتیا تېره ورځ ماښام مهال د طب پوهنځي لیلیې څخه لیدنه وکړه او هلته یې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۱:۳۴
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د ماسترۍ ۲۰ تنو محصلینو د ننګرهار ولایت د ماشومانو دارالتادیب څخه لیدنه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت حقوقي کلینیک له لوري د دې پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د قضاء او څارنوالۍ ماسترۍ برنامې شل تنو محصلینو ته د علمي سیر په موخه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۲:۳۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه وکړه.

په نوموړې کاري ناسته کې، چې د روانې لیندۍ میاشتې په ۲۳ مه نېټه ترسره شوه او د پوهنتون رئیس، مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځيو او تدریسي روغتون رئیسانو، استادانو او یو شمېر آمرینو په کې. . .

BACK TO NEWS

User account menu