ننګرهار پوهنتون کې د الکترونیکي تذکرو مرکزونو بستونو لپاره د کانکور ازموینه واخیستل شوه

nu_admin
شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۹ - ۸:۱۳
image

 

د مسؤلینو په وینا، په نوموړې ازموینه کې (۳۰۰۰) تنو داوطلبانو ګډون درلود، چې له دې ډلې به (۲۰۰) تنه یادو بستونو ته استخدام شي.

په هغه پرانيستونکې غونډه کې، چې له همدې امله د پوهنتون د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د پوهنتون د مشرتابه او استاذانو سربېره په کې د ننګرهار د احصایې او معلوماتو ریاست مسؤلینو او د ازموينو ملي ادارې د راغلي پلاوي غړو برخه لرله.

غونډه د ننګرهار پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال په پرانيستونکې وينا پيل شوه؛ نوموړي وويل، چې د کانکور په نننۍ ازموينه کې ۳۰۰۰ تنه ګډونوال برخه لري، چې له دې ډلې به ۲۰۰ تنه د وړتیا او شایسته ګۍ د اصل له مخې یادو بستونو ته لار پیدا کړي.

پوهاند بهسودوال راغلي پلاوي او دغه راز د پوهنتون استادانو ته سپارښتنه وکړه، چې د کانکور ګډونوالو ځوانانو ته دې د ازموينې په اړه په ښه توګه لارښوونه وکړي او ازموينه دې د علمي نورمونو او اصولو سره سمه په شفافه توګه واخيستل شي.

د ازموينې ملي ادارې د پوښتنو بانک رئیس او د کانکور د راغلي پلاوي مشر پوهنیار سيد روضت الله مجيد د ازموینې د تخنیکي مسایلو د تشریح تر څنګ د غونډې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې د ننګرهار پوهنتون د استاذانو سره په ګډه به د ازموينې په شفافې اخيستنه کې هلې ځلې وکړي.

د غونډې په پاى کې د ټولو ګډونوالو په حضور کې د پوښتنپاڼو د بکسونو قلفونه خلاص او رسماً ازموينه پيل شوه، چې د ننګرهار پوهنتون رئيس د خپلو مرستیالانو په ملتيا د ازموينې له صحنې څخه لیدنه هم وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۴۲ کادري بستونو لپاره له ۸۲ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د خراسان، الفلاح، التقوا، سپين غر، بايزيد، اميرعلي شېر نوايي، بايزيد روښان، تنوير او شفاء پوهنتونونو طب، ستوماتولوژي، ټکنالوژي، حقوقو، اقتصاد، ښوونې او روزنې او کمپيوټر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د صرف او نحوې تمهیدي درسونه پیل شول.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون د شرعیاتو او ژبو او ادبیاتو پوهنځي د عربي ژبې او ادب څانګې لومړي کال لسګونو تنو محصلینو ته د صرف او نحوې تمهیدي درسونو د زده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۲:۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون له خوا هلمند پوهنتون سره د ۱۵۰ جلده کتابونو مرسته وشوه.

د ننګرهار پوهنتون کتابتون امریت د هلمند پوهنتون کرنې پوهنځي سره د کرنیزو علومو په برخه کې د ۱۵۰ جلده کتابونو مرسته وکړه.
د کتابونو یاده مرسته د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو. . .

BACK TO NEWS

User account menu