د ننګرهار پوهنتون له خوا هلمند پوهنتون سره د ۱۵۰ جلده کتابونو مرسته وشوه.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۲:۳
picture

د ننګرهار پوهنتون کتابتون امریت د هلمند پوهنتون کرنې پوهنځي سره د کرنیزو علومو په برخه کې د ۱۵۰ جلده کتابونو مرسته وکړه.
د کتابونو یاده مرسته د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو مرستیال له خوا د هلمند پوهنتون د کرنې پوهنځي رئیس ته په ننګرهار پوهنتون کې وسپارل شوه.
د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو مرستیال پوهندوی دوکتور سعید محمد وقار خوښي وښوده چې د علمي همکاریو په چوکاټ کې یې د هلمند پوهنتون کرنې پوهنځي سره د مسلکي کتابونو مرسته وکړه او یاد علمي اثار یې د استادانو او محصلینو لپاره مهمې او ګټورې علمي سرچینې وبللې.
د هلمند پوهنتون د کرنې پوهنځي رئیس پوهنمل دوکتور شمس الدین وفا د کتابونو یادې مرستې له کبله د ننګرهار پوهنتون له مسؤلینو مننه وکړه او یاده مرسته یې د خپل پوهنځي او پوهنتون لپاره خورا ارزښتناکه یاده کړه او هیله یې څرګنده کړه، د دواړو پوهنتونونو تر منځ علمي اړیکې او همکارۍ دوامداره پاتې شي. 
په ورته مهال د پښتو ژبې او ادب برخه کې د هېواد پیاوړي لیکوال او نوموتي څېړونکي او د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د ماسترۍ برنامې پخواني استاد زلمي هېوادمل له لوري ننګرهار پوهنتون سره د ۱۶۰ جلده کتابونو مرسته وشوه، چې د دیني، فکري او اخلاقي کمېټې د ارزونې وروسته به مرکزي کتابتون کې ځای پر ځای شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۲:۲۴
Background image

د ننګرهار او کونړ سید جمال الدین افغاني پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلينو په وينا، د یاد تفاهملیک له مخې به دواړه پوهنتونونه په تحقیقاتي، علمي، استادانو ـ محصلینو ظرفیت لوړونې، چارو کیفیت ښه والي، علمي سرچینو او تسهیلاتو قانوني استفادې او فرهنګي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۳۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون ممتاز محصلین د یوې سترې غونډې په ترڅ کې وستایل شول.

ننګرهار پوهنتون د خپلو اړوندو پوهنځیو (۴۲) تنه هغه محصلین، چې د تېر سمستر په نهايي ازموینو کې یې د لوړو نمرو په اخیستلو سره د پوهنتون او خپلو پوهنځیو په کچه لوړ مقامونه ترلاسه کړي وو، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته په (مدني قضیه کې حکمیت) تر عنوان لاندې معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

دغه سیمینار د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو او د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو د درېیمو ټولګیو محصلینو لپاره جوړ شوی و، چې په کې د حکمیت اړوند مهم موضوعات تشریح شول.

همدارنګه د سیمینار په. . .

BACK TO NEWS

User account menu