د ننګرهار پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه وکړه.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۲:۵۵
picture

په نوموړې کاري ناسته کې، چې د عقرب میاشتې په ۶ مه نېټه ترسره شوه او د پوهنتون رئیس، مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځيو او تدریسي روغتون رئیسانو او استادانو په کې برخه لرله، د علمي او تدریسي چارو، استادانو علمي ترفیعاتو او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.
د ننګرهار پوهنتون رئيس شیخ انعام الله مدني د مجلس د پرانیستې وینا پر مهال د علمي شورا نویو غړو ته ښه راغلاست ووایه، د مجلس غړو سره یې د لوړو زده کړو محترم وزارت سپارښتنې شریکې کړې او د هغې په تطبیق یې ټینګار وکړ.
محترم شیخ صاحب دغه راز د پوهنځیو مسؤلینو او استادانو ته په ټاکلي وخت او اصولو سره سم د سمستر د شل فیصده ازموینو اخیستو سپارښتنه وکړه.
د ختیځ زون امارتي او خصوصي پوهنتونونو لپاره د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد مسؤل او د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال شیخ شاکرالله وحدت په خپلو خبرو کې د محصلانو اړوند مسایلو، ستونزو، امکاناتو او یو شمېر نورو مواردو په هکله د شورا له غړو سره بحثونه وکړل او په اړه یې د هغوی نظریات واورېدل.
د غونډې په لړ کې دغه راز د پوهنتون بېلابېلو پوهنځیو او مرکزي کمېټو د دویمې ربعې راپورونه تائید شول. 
د غونډې په پای کې د ننګرهار، کونړ سید جمال الدین افغاني، لغمان، نورستان او پکتیکا پوهنتونونو د استادانو د علمي ترفیعاتو ۱۵ کیسونو، د ننګرهار پوهنتون یو شمېر پوهنځیو لیسانس او فوق لیسانس برنامو لپاره د قراردادي استادانو استخدام او یو شمېر متفرقه مسایلو په اړه لازمې پرېکړې وشوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۲:۵۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه وکړه.

په نوموړې کاري ناسته کې، چې د عقرب میاشتې په ۶ مه نېټه ترسره شوه او د پوهنتون رئیس، مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځيو او تدریسي روغتون رئیسانو او استادانو په کې برخه لرله، د علمي او تدریسي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۵:۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون اداري مجلس د دې پوهنتون د رئیس په مشرۍ ترسره شو.

ه یاده کاري ناسته کې، چې د پوهنتون په ریاست مقام کې ترسره شوه او د دې پوهنتون د اداري او مالي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو، د اړوندو پوهنځیو رئیسانو او یو شمېر آمرینو په کې برخه لرله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۲:۵۷
Background image

د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکولو د نوي چوکاټ د ۱۱ ګونو معیارونو د تفسیر او توضیح درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.

یاد ورکشاپ د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو معاونیت په نوښت د کیفیت لوړاوي او اعتبار ساتنې مرکزي کمېټې غړو ته د کیفیت لوړاوي او اعتبار ورکولو د نوي چوکاټ د ۱۱ اصلي او ۴۱ فرعي معیارونو د. . .

BACK TO NEWS

User account menu