د ننګرهار پوهنتون د ټولو امریتونو خودي ارزونه ترسره شوه.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۹:۳۹
picture

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، له دې ارزونې څخه یې موخه د لوړو زده کړو وزارت له لوري هغې ارزونې ته بشپړ چمتووالی نیول وو، چې د روان کال په وروستیو کې به ترسره شي.
یاده داخلي ارزونه چې د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو معاونیت تر چتر لاندې د ټاکلو چیک لېستونو له مخې ترسره شوه، د دې پوهنتون د علمي چارو مرستیال، د تضمین کیفیت داخلي واحد مسؤل او اړونده برخه کې د مسؤلې کمېټې ټولو استادانو په کې برخه لرله.
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنوال مولوي احسان الله ناصح وویل، له ارزونې پرته د نیمګړتیاوو تشخیص، د پرمختګ لپاره پلان جوړونه او د کیفیت لوړول ستونزمنه ده نو ځکه یې پوهنتون کې د شته ستونزو پېژندنې او حل لپاره یاده ارزونه ترسره کړه.
نوموړي زیاته کړه، چې د ترسره شوې ارزونې په پایله کې موندل شوې ستونزې د حل په موخو مسؤلینو سره شریکې شوي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۵۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي کادر غړو ته د تدریس مېتودولوژي ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون علمي معاونیت له خوا د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز (PDC) کې د دې پوهنتون د څوارلس ګونو پوهنځیو نویو ګمارل شويو علمي کادر غړو ته د تدریسي مهارتونو د پیاوړتیا او ښوونې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۵۰
Background image

ننګرهار پوهنتون کې محصلینو ته شپږ ورځنی دیني، فکري او اصلاحي سيمینار پیل شو.

د لوړو زده کړو محترم وزارت دعوت او ارشاد ریاست په لارښوونه د ننګرهار پوهنتون دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون او ننګرهار مېشتو خصوصي پوهنتونونو محصلینو ته په دې پیل شوي دیني،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۲:۱۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس د دې پوهنتون منسوبینو سره مشورتي غونډه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس دوکتور مفتي عبدالوارث بسام د پوهنتون له مرستیالانو، پوهنځیو او تدریسي روغتون رئیسانو، څانګو آمرینو، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو سره په غونډه کې هغوی. . .

BACK TO NEWS

User account menu