د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته (د وحې مختلفو ډولونو پېژندنه) تر سرلیک لاندې ديني او معلوماتي سيمینار دایر شو.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۹ - ۸:۵۷
picture

یاد سيمینار د محصلانو خدمتونو انسجام امریت په نوښت د ښوونې او روزنې پوهنځي شاوخوا ۳۰۰ تنو محصلینو ته د یاد پوهنځي د غونډو په تالار کې دایر شو، چې د پوهنځي رهبرۍ سربېره په کې یو شمېر استادانو، آمرینو او محصلینو ګډون کړی و. د سيمینار د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس پوهندوی محمد اسحق شهیدزوی یاد سيمینار د محصلینو دیني پوهې زیاتوالي، اسلامي عقیدې پیاوړتیا او د ټاکلې موضوع اړوند د غلطو نظریاتو او شبهاتو په مخنیوي کې ګټور او اغېزناک وباله. نوموړي د سيمینار ارایه کوونکي استاد او تنظیموونکو څخه مننه وکړه، چې په یاده اړینه موضوع یې محصلینو لپاره علمي برنامه جوړه کړې ده. د سيمینار وړاندې کوونکي او د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د اسلامي ثقافت څانګې استاد پوهنیار مولوي محمودالحسن دیوبندي د موضوع د تشریح پر مهال د وحې تعریف، ډولونو، قرانکریم او نبوي احادیثو څخه د هغې اثبات او نورو برخو په اړه معلومات ارایه کړل او د وحې د منکرینو اعتراضاتو ته یې د رد دلایل وړاندې کړل. نوموړي په پای کې د محصلینو او سيمینار د ګډونوالو پوښتنې هم ځواب کړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۳۶
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۶۸ کادري بستونو لپاره له ۸۹ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د ننګرهار، جهان، مهین، رڼا، اریانا کابل، اریانا ننګرهار، سپین غر کابل، سپین غر ننګرهار او فانوس امارتي او خصوصي پوهنتونونو د مختلفو پوهنځیو بېلابېلو څانګو کادري بستونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۱۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته (پر رواني روغتیا د ټولنیزو رسنیو اغېزې) تر عنوان لاندې معلوماتي سيمینار وړاندې شو.

یاد سيمینار چې د دې پوهنتون د ارتباطاتو او ژورنالېزم پوهنځي استاد پوهنمل احمدګل احمدي له خوا د مختلفو پوهنځیو محصلینو ته وړاندې شو، پر مهال یې د ټولنیزو رسنیو د ګټو، احتمالي زیانونو،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۳:۱
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د مشاورې مهارتونو او رواني روغتیا په اړه معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

یاد سيمینار چې د دې پوهنتون د محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت په هڅو د ښوونې او روزنې پوهنځي د ارواپوهنې او پیداګوژي څانګې دوو تنو استادانو له خوا ترسره شو، پر مهال یې سلګونو تنو محصلینو. . .

BACK TO NEWS

User account menu