د ننګرهار پوهنتون د علمي ترفیعاتو کمېټې نوبتي غونډه وکړه.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳۱ - ۱۱:۷
picture

د ننګرهار پوهنتون د علمي ترفیعاتو کمېټې غړو ددې پوهنتون د رئیس او علمي چارو مرستیال په حضور کې غونډه وکړه، چې پر مهال یې د بېلابېلو پوهنتونونو د استادانو د علمي ترفیعاتو یو شمېر کیسونو ته کتنه وشوه او د ترفیعاتو پروسې د ښه والي او شفافیت په اړه لازم بحثونه او نظریات وړاندې شول.
د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني د علمي ترفیعاتو په پروسه کې شفافیت او دقت بنسټیز اصل وباله او د هغې په اهمیت یې د خبرو کولو تر څنګ د کمېټې غړو ته سپارښتنه وکړه، چې د علمي ترفیعاتو کیسونو په اړه پرېکړو کې عدالت په پام کې ونیسي.
نوموړي وویل: په یاده پروسه کې د معیارونو تطبیق کولی شي د پوهنتون په علمي هڅو او پرېکړو د خلکو باور زیات کړي او د یادې کمېټې د چارو د کیفیت لوړاوي په موخه یې د کیسونو په دقیقې او کره کتنې ټینګار وکړ. 
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح د لوړو زده کړو وزارت د اصولو او مقرراتو سره سم د استادانو د علمي ترفیعاتو کیسونو پر چټکوالي تاکید وکړ او له غړو استادانو څخه یې غوښتنه وکړه، چې د پوهنځیو او کمېټو په کچه د یاد بهیر سره مرسته او همکاري وکړي.
د مجلس په پای کې د ننګرهار، کونړ، لغمان او غور پوهنتونونو د ۱۰ تنو استادانو د علمي ترفیعاتو پر کیسونو بحث وشو او د وروستیو کړنو په موخه د پوهنتون علمي شورا ته محول شول. 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۵۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي کادر غړو ته د تدریس مېتودولوژي ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون علمي معاونیت له خوا د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز (PDC) کې د دې پوهنتون د څوارلس ګونو پوهنځیو نویو ګمارل شويو علمي کادر غړو ته د تدریسي مهارتونو د پیاوړتیا او ښوونې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۵۰
Background image

ننګرهار پوهنتون کې محصلینو ته شپږ ورځنی دیني، فکري او اصلاحي سيمینار پیل شو.

د لوړو زده کړو محترم وزارت دعوت او ارشاد ریاست په لارښوونه د ننګرهار پوهنتون دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون او ننګرهار مېشتو خصوصي پوهنتونونو محصلینو ته په دې پیل شوي دیني،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۲:۱۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس د دې پوهنتون منسوبینو سره مشورتي غونډه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس دوکتور مفتي عبدالوارث بسام د پوهنتون له مرستیالانو، پوهنځیو او تدریسي روغتون رئیسانو، څانګو آمرینو، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو سره په غونډه کې هغوی. . .

BACK TO NEWS

User account menu