د ننګرهار پوهنتون تقرر او انفکاک مجلس ترسره شو

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۰ - ۱۴:۵۱
Picture

.یاد مجلس، چې د چنګاښ په ۲۰ مه نېټه د ننګرهار پوهنتون ریاست مقام کې ترسره شو، په کې د استادانو د تقرر او انفکاک پر يو شمېر کیسونو او متفرقه مسايلو بحث او پرېکړې وشوې.
د ننګرهار پوهنتون رئيس شیخ انعام الله مدني مجلس ته د خپلې وینا پر مهال د استادانو د تقرر او استخدام پروسې په چټکوالي تاکید وکړ او دغه برخه کې یې د شفافیت او وړتیا په پام نیولو سپارښتنه وکړه.
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مــولوي احسان الله ناصح مجلس ته د وینا پر مهال وویل: هغه پوهنځي چې د استادانو کمښت سره مخ دي او له کبله یې په چارو کې خنډ رامنځ ته کیږي، له دقیق سنجش وروسته دې خپل وړاندیزونه د پوهنتون ریاست مقام سره شریک کړي، چې یاده ستونزه حل شي.
د مجلس په پای کې د ننګرهار، کونړ او لغمان پوهنتونونو د تقرر۶ او انفکاک۳ کیسونو په اړه بحث او لازمې پرېکړې وشوې. 
سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو آمریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۲:۴
Background image

ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي سره د مختلفو وسایلو او اجناسو مرسته وشوه.

ختیځ کې د یونیسف مرستندویه ادارې د ننګرهار طب پوهنځي سره د نږدې دوه سوه زره افغانيو په ارزښت د اداري او خدماتي اجناسو مرسته وکړه.
یاده مرسته چې په کې المارۍ، د څښاک اوبو یخولو او ګرمولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۲:۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا د دې پوهنتون د رئیس په مشرۍ غونډه وکړه.

په ياده کاري ناسته کې، چې د روانې حوت/کب میاشتې په ۱۱ مه نېټه ترسره شوه او د پوهنتون د علمي چارو، محصلانو چارو، څېړنو او علمي مجلو، اداري او مالي چارو مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځيو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۴۲ کادري بستونو لپاره له ۸۲ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د خراسان، الفلاح، التقوا، سپين غر، بايزيد، اميرعلي شېر نوايي، بايزيد روښان، تنوير او شفاء پوهنتونونو طب، ستوماتولوژي، ټکنالوژي، حقوقو، اقتصاد، ښوونې او روزنې او کمپيوټر. . .

BACK TO NEWS

User account menu