د ننګرهار پوهنتون رئیس ددې پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو د ازموینو له صحنو لیدنه وکړه.

nu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۰ - ۱۰:۳۰
picture

د ننګرهار پوهنتون رئیس شـــ/یخ انعام الله مدني بېلابېلو پوهنځیو کې د روان تحصیلي کال د سمستر نهايي ازموینو له صحنو لیدنه وکړه او مسؤلینو ته یې د صحنو د غوره تنظیم، پوښتنپاڼو سم تشریح کولو او پر ټاکلي وخت د ازموینو اخیستلو په برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.
نوموړي د ننګرهار پوهنتون شرعیاتو، حقوق او سیاسي علومو، انجنیري او ساینس پوهنځیو څخه د لیدنې پر مهال محصلینو ته د نظم او دسپلین د رعایت او استادانو ته د اصولو سره سم د ازموینو اخیستلو او په خپل وخت د پایلو د اعلان سپارښتنه وکړه. 
سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو امریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۲:۲۴
Background image

د ننګرهار او کونړ سید جمال الدین افغاني پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلينو په وينا، د یاد تفاهملیک له مخې به دواړه پوهنتونونه په تحقیقاتي، علمي، استادانو ـ محصلینو ظرفیت لوړونې، چارو کیفیت ښه والي، علمي سرچینو او تسهیلاتو قانوني استفادې او فرهنګي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۳۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون ممتاز محصلین د یوې سترې غونډې په ترڅ کې وستایل شول.

ننګرهار پوهنتون د خپلو اړوندو پوهنځیو (۴۲) تنه هغه محصلین، چې د تېر سمستر په نهايي ازموینو کې یې د لوړو نمرو په اخیستلو سره د پوهنتون او خپلو پوهنځیو په کچه لوړ مقامونه ترلاسه کړي وو، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته په (مدني قضیه کې حکمیت) تر عنوان لاندې معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

دغه سیمینار د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو او د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو د درېیمو ټولګیو محصلینو لپاره جوړ شوی و، چې په کې د حکمیت اړوند مهم موضوعات تشریح شول.

همدارنګه د سیمینار په. . .

BACK TO NEWS

User account menu