د لوړو زده کړو وزارت د اداري او زیربنا ریاست څخه راغلي پلاوي د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره ولیدل.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۵ - ۸:۴۷
Picture

یاد پلاوي، چې په تشکیل کې یې د لوړو زده کړو وزارت څلور تنه انجنیران شامل دي، د ننګرهار پوهنتون رئیس، مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو او د تدارکاتو آمر سره د پوهنتون د شرعیاتو او حقوقو پوهنځیو د نیمه کاره تدریسي ودانیو د بررسۍ په موخه ولیدل.
د ننګرهار پوهنتون رئیس شيخ انعام الله مدني راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو وروسته زیاته کړه، چې د حقوقو او شرعیاتو پوهنځیو نیمه کاره ودانیو د یادو پوهنځیو د تدریسي بهیر، علمي برنامو او اکاډمیک پرمختګ مخه نیولې او د چارو په بشپړاوي سره به یې د استادانو او محصلینو ستونزې تر ډېره بریده حل شي.
نوموړي د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلي تخنیکي پلاوي ته د ننګرهار پوهنتون د نیمه کاره رغنیزو پروژو په اړه معلومات ورکړل او اړونده برخه کې د شته ستونزو د تشخیص او حل لپاره یې هغوی څخه د بشپړې همکارۍ غوښتنه وکړه.
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی احسان الله ناصح، د مالي او اداري چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت او محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي د خپلو خبرو پر مهال یاد پلاوي ته د هر راز همکارۍ او مرستې ډاډ ورکړ.
د راغلي تخنیکي پلاوي غړي انجنیر حفیظ الله د دوی له لوري اړونده برخه کې د ترسره کړیو هڅو او فعالیتونو په اړه د پوهنتون رهبرۍ ته معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې دوی به د ننګرهار پوهنتون د یادو پوهنځیو تدریسي ودانیو د پاتې کارونو دقیق سنجش څخه وروسته خپل راپور چمتو او د بعدي اجرأتو لپاره به یې لوړو مقاماتو سره شریک کړي.
له یاد مجلس وروسته راغلي تخنیکي پلاوي په خپله برخه کې عملاً  په کار پيل وکړ.
 سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو امریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۴۲ کادري بستونو لپاره له ۸۲ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د خراسان، الفلاح، التقوا، سپين غر، بايزيد، اميرعلي شېر نوايي، بايزيد روښان، تنوير او شفاء پوهنتونونو طب، ستوماتولوژي، ټکنالوژي، حقوقو، اقتصاد، ښوونې او روزنې او کمپيوټر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د صرف او نحوې تمهیدي درسونه پیل شول.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون د شرعیاتو او ژبو او ادبیاتو پوهنځي د عربي ژبې او ادب څانګې لومړي کال لسګونو تنو محصلینو ته د صرف او نحوې تمهیدي درسونو د زده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۲:۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون له خوا هلمند پوهنتون سره د ۱۵۰ جلده کتابونو مرسته وشوه.

د ننګرهار پوهنتون کتابتون امریت د هلمند پوهنتون کرنې پوهنځي سره د کرنیزو علومو په برخه کې د ۱۵۰ جلده کتابونو مرسته وکړه.
د کتابونو یاده مرسته د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو. . .

BACK TO NEWS

User account menu