د ننګرهار پوهنتون د روان تحصیلي کال د نهايي سمستر ازموينې پيل شوې.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۱ - ۱۲:۲۸
Picture

په یادو ازموینو کې، چې د غبرګولي په لومړۍ نېټه پیل او درې اوونۍ به دوام وکړي، ددې پوهنتون د لیسانس، ماسترۍ او شپې پوهنځیو نږدې دیارلس زره تنه محصلين ګډون لري.
د ننګرهار پوهنتون رئیس شـــــ/يخ انعام الله مدني، د علمي چارو مرستیال پوهندوی احسان الله ناصح او د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي د بېلابېلو پوهنځيو د ازموینو له صحنو څخه لیدنه وکړه.
نوموړو د لیدنې پر مهال د پوهنځیو مسؤلینو او استادانو ته سپارښتنه وکړه، چې ازموینې دې د اصولو او مقرراتو سره سمې په پوره روڼتیا او شفافیت واخلي او پایلې دې په خپل وخت د محصلینو سره شريکې کړي.
د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، د ازموینو د څار او نظارت په موخه يې د پوهنتون په کچه ۱۵ کسيزه کمېټه ټاکلې، چې د ازموینو پورې اړوندې چارې تنظيموي او ستونزو ته رسيده ګي کوي.
سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۵۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي کادر غړو ته د تدریس مېتودولوژي ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون علمي معاونیت له خوا د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز (PDC) کې د دې پوهنتون د څوارلس ګونو پوهنځیو نویو ګمارل شويو علمي کادر غړو ته د تدریسي مهارتونو د پیاوړتیا او ښوونې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۵۰
Background image

ننګرهار پوهنتون کې محصلینو ته شپږ ورځنی دیني، فکري او اصلاحي سيمینار پیل شو.

د لوړو زده کړو محترم وزارت دعوت او ارشاد ریاست په لارښوونه د ننګرهار پوهنتون دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون او ننګرهار مېشتو خصوصي پوهنتونونو محصلینو ته په دې پیل شوي دیني،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۲:۱۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس د دې پوهنتون منسوبینو سره مشورتي غونډه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس دوکتور مفتي عبدالوارث بسام د پوهنتون له مرستیالانو، پوهنځیو او تدریسي روغتون رئیسانو، څانګو آمرینو، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو سره په غونډه کې هغوی. . .

BACK TO NEWS

User account menu