ننګرهار پوهنتون کې د فوټبال سیالۍ د ژورنالېزم او ارتباطاتو پوهنځي په بریا پای ته ورسېدې.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۹:۱۸
Picture

د فوټبال سياليو یاد ټورنمنټ دوه اوونۍ وړاندې د ننګرهار پوهنتون د سپورت او بدني روزنې آمريت له خوا ددې پوهنتون د اړوندو پوهنځيو د ۱۱ لوبډلو ترمنځ پیل شوی ؤ.
د پوهنتون د سپورت او بدني روزنې آمر محمد نسیم کاکړ وویل: له یادو سیالیو یې موخه محصلینو او ځوانانو ته د سالمې بوختیا رامنځته کول و.
د ښاغلي کاکړ په وینا، د سیالیو پایلوبې ته د انجنيري او ژورنالېزم پوهنځیو لوبډلو لار پیدا کړه، چې د ژورنالېزم او ارتباطاتو پوهنځي لوبډلې وکولای شو، چې ۵ د ۴ پر وړاندې ګولونو وهلو سره د یادو سیالیو اتلولي په خپل نوم کړي او په دې توګه د ژورنالېزم پوهنځي لوبډلې لومړی او د انجنيرۍ پوهنځي لوبډلې دویم مقام خپل کړ.
د ټورنمنټ د پای په مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي رئیس پوهندوی سید سمیع الله سعیدي او د ياد پوهنځي يو شمېر استادانو، د ننګرهار پوهنتون د محصلانو خدمتونو انسجام آمر قاري بشير احمد احمدي، د پوهنتون يو شمېر مامورينو او فوټبال لوبې ګڼو مينوالو برخه لرله، چې د سیالیو ګټونکې لوبډلې او غوره لوبغاړو ته د مسؤلينو له خوا ستاینلیکونه، کپونه، او مډالونه ورکړل شول.
سرچينه: د عامه اړيکو، اطلاعاتو او نشراتو امريت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته په (مدني قضیه کې حکمیت) تر عنوان لاندې معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

دغه سیمینار د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو او د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو د درېیمو ټولګیو محصلینو لپاره جوړ شوی و، چې په کې د حکمیت اړوند مهم موضوعات تشریح شول.

همدارنګه د سیمینار په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۴:۲۶
Background image

د ننګرهار پوهنتون اداري کارکوونکو ته د پلان جوړونې او کړنو راپور لیکنې یو ورځنی ورکشاپ دایر شو.

یاد ورکشاپ د کارکوونکو چارو امریت په هڅو د ننګرهار ولایت اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو دوه تنو کارپوهانو له خوا د پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کې وړاندې شو، چې د ټولو اداري څانګو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د سي وي لیکنې او کار موندنې په هکله معلوماتي سيمینار دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون ۱۴ ګونو پوهنځیو د ورستیو کلونو لسګونو تنو محصلینو ته د دې پوهنتون د محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت له خوا د معیاري سي وي لیکنې او له فراغت وروسته د کار موندلو په هکله. . .

BACK TO NEWS

User account menu