د ننګرهار پوهنتون د علمي ترفیعاتو کمېټې نوبتي غونډه وکړه.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۹:۱۴
Picture

د ننګرهار پوهنتون د علمي ترفیعاتو کمېټې غړو ددې پوهنتون د رئيس شــ/يخ انعام الله مدني په مشرۍ چې پر مهال يې د علمي چارو مرستیال پوهندوی احسان الله ناصح هم موجود و، غونډه وکړه.
د ننګرهار پوهنتون رئيس شيخ انعام الله مدني د یاد مجلس د پرانیستې پر مهال د لوړو زده کړو وزارت د اصولو او مقرراتو سره سم د استادانو د علمي ترفیعاتو کیسونو پر چټکوالي تاکید وکړ او د کمېټې غړو استادانو ته يې د ترفيعاتو کيسونو کتنه کې د اصولو په پام کې نيولو سپارښتنه وکړه.
نوموړي د کمېټې د غړو وړانديزونه او غوښتنې هم واورېدې او ورته د رسيدو ډاډ يې ورکړ.
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهندوی احسان الله ناصح د خپلې وينا پر مهال د کمېټې د پلان ګذارۍ او راپورونو پر وخت چمتو کولو څخه مننه وکړه او په چارو کې د معيار په پام کې نيولو تر څنګ يې سپارښتنه وکړه، چې د ترفيع کيسونو له بشپړوالي څخه د اطمنان حاصلولو وروسته دې کره کيسونه علمي شورا ته محول شي.
د مجلس په وروستۍ برخه کې د ننګرهار، کنړ، نورستان او لغمان پوهنتونونو د ۸ تنو استادانو د علمي ترفیعاتو پر کیسونو بحث وشو او د وروستیو کړنو په موخه د پوهنتون علمي شورا ته محول شول. 
سرچینه: د عامه اړيکو، اطلاعاتو او نشراتو امريت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۲:۲۴
Background image

د ننګرهار او کونړ سید جمال الدین افغاني پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلينو په وينا، د یاد تفاهملیک له مخې به دواړه پوهنتونونه په تحقیقاتي، علمي، استادانو ـ محصلینو ظرفیت لوړونې، چارو کیفیت ښه والي، علمي سرچینو او تسهیلاتو قانوني استفادې او فرهنګي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۳۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون ممتاز محصلین د یوې سترې غونډې په ترڅ کې وستایل شول.

ننګرهار پوهنتون د خپلو اړوندو پوهنځیو (۴۲) تنه هغه محصلین، چې د تېر سمستر په نهايي ازموینو کې یې د لوړو نمرو په اخیستلو سره د پوهنتون او خپلو پوهنځیو په کچه لوړ مقامونه ترلاسه کړي وو، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته په (مدني قضیه کې حکمیت) تر عنوان لاندې معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

دغه سیمینار د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو او د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو د درېیمو ټولګیو محصلینو لپاره جوړ شوی و، چې په کې د حکمیت اړوند مهم موضوعات تشریح شول.

همدارنګه د سیمینار په. . .

BACK TO NEWS

User account menu