د ننګرهار پوهنتون او تابش پوهنتون تر منځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسليک شو.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۴ - ۱۱:۵۰
picture

د مسؤلينو په وينا، د ياد تفاهملیک له مخې به دواړه بنسټونه د یو کال لپاره په علمي، تدریسي، څېړنو او نورو برخو کې له یو بل سره همکاري کوي.

یاد هوکړه لیک د ننګرهار پوهنتون د رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال او د تابش پوهنتون رئیس دوکتور خیرمحمد مومند له خوا د زمري په ۳مه نېټه د پوهنتون په ریاست مقام کې لاسلیک شو.

د تابش پوهنتون رئیس دوکتور خیرمحمد مومند ننګرهار پوهنتون په تاریخي او علمي لحاظ د هېواد دویم ستر پوهنتون یاد کړ او په تېر کې یې له خپلې تحصیلي موسسې سره ددې پوهنتون د مرستو او همکاریو یادونه وکړه.

نوموړي د مننې تر څنګ وویل: خوښ دی، چې له ننګرهار پوهنتون سره د همکارۍ او همغږۍ یو بل پړاو ته داخلېږي او په راتلونکې کې یې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د پوهنتونونو او تحصیلي بنسټونو تر منځ د متقابلو اړیکو او همکاریو پر ارزښت خبرې وکړې او د تابش پوهنتون مسؤلینو ته یې په اړوندو برخو کې د مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ.

د یادونې وړ ده، چې په نوموړي مجلس کې د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی احسان الله ناصح، د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت او د تابش پوهنتون د علمي چارو مرستیال محب الله الله یار هم برخه لرله.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۱:۳۶
Background image

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال د طب پوهنځي لیلیې څخه لیدنه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مولوي عبیدالله عابد د پوهنتون لیلیو عمومي مدیر مولوي عبدالحکیم حقاني په ملتیا تېره ورځ ماښام مهال د طب پوهنځي لیلیې څخه لیدنه وکړه او هلته یې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۱:۳۴
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د ماسترۍ ۲۰ تنو محصلینو د ننګرهار ولایت د ماشومانو دارالتادیب څخه لیدنه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت حقوقي کلینیک له لوري د دې پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د قضاء او څارنوالۍ ماسترۍ برنامې شل تنو محصلینو ته د علمي سیر په موخه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۲:۳۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه وکړه.

په نوموړې کاري ناسته کې، چې د روانې لیندۍ میاشتې په ۲۳ مه نېټه ترسره شوه او د پوهنتون رئیس، مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځيو او تدریسي روغتون رئیسانو، استادانو او یو شمېر آمرینو په کې. . .

BACK TO NEWS

User account menu