COVID-19 coronavirus ویروس پېژندنه

ننګرهار پوهنتون

طب پوهنځی

داخله څانګه

 

 

 

د( novel Coronavirus  2019 COVID-19 coronavirus ویروس پېژندنه

1399/2/12

ليکونکی : پوهاند دوکتور سيف الله هادی

 

image

 

ليکلړ

 

د( novel Coronavirus  2019 COVID-19 coronavirus ویروس پېژندنه. 3

سريزه: 3

دوايرس جوړښت: 3

د COVID-19(coronavirus) انتشار: 4

د COVID-19(coronavirus) لپاره خطری فکتورونه: 5

کلينيکی لوحه  7

د cold، FLU(influenza)او COVID-19(coronavirus) ترمينځ فرقونه  او مشابهتونه  8

لپاره تستونه:COVID-19  9

وايرس اختلاطات Covid-19د  9

مخنيوی او وړانديزونه: 13

د  WHO’s وړانديزونه: 13

دمسافرينو لپاره وړانديزونه: 15

درملنه: 15

ماخذونه: 16

د( novel Coronavirus  2019 COVID-19 coronavirus ویروس پېژندنه

سريزه:

کوئيد ۱۹ وايروس  يو نړيوال پانديميک وژونکی  ناروغی دی (دنړی ټول هيوادونه په دی ناروغی اخته دی۲۱۰ هيوادونه اخته دی ) چی دناروغانو شمير يي په ټوله نړی کی ۳.۱۳۶.۲۳۲تثبيت شوی پيښي دی او دمړينی اندازه په ټوله نړی کی د ۲۱۷.۷۹۹ څخه زيات دی.  په ټوله نړی کی دپيښو اومړينو شمير په امريکا کی زيات دی.د افغانستان  په ټولو ولاياتو خپور دی چی دمصابو شمير يي ورځ په ورځ مخ په زياتيدو دی .worldometers.ifo/coronavirus/countries-corona April 29-2020

د نوموړی ویروس ابتدایي ډولونه په 1960 کال کې کشف شوی دي کوم چې په چرګانو او انسانانو کې د زکام سبب شوی وه. په ۲۰۰۳ کال کې د SARS په نوم ټایپ یې په چین کې شدید سینه بغل ناروغي رامنځ ته کړه چې بیا ټولې نړۍ ته خپور شو. په ۲۰۱۲ کې په سعودي عربستان او قطر کې د MERS په نوم ټایپ یې شدید سینه بغل ناروغي رامنځ ته کړه. اوس په ۲۰۱۹ کال دسمبر میاشت  په ۳۰ مه کې اووم نوي ټایپ یې د چین په ووهان ولايت دهوبی په  ښار کې  دلومړی ځل لپاره وپيژندل شو .د شدید سینه بغل ناروغي رامنځ ته کړه. دا نوي ویروس چې د novel Corona virus 2019 نوم ورکړل شویده داسې فکر کېږي چې له خفاش یا شپرک څخه به انسان ته انتقال شوی وي. دتفريخ دوره يي ( دانتان داخيستو څخه تر اعراضو څرګنديدو موده) ۵-۶ ورځی دی. ممکن تر ۱۴ ورځو پوری هم وی. ناروغي د اخته شخص څخه نورو روغو کسانو ته د ټوخي او پرنجي له کبله د تنفسي قطیراتو په وسیله  انتقالیږي. وايرس زياتره پزه ، ساينسونه او ستونی منتنوی

دوايرس جوړښت:

د الکتران مایکروسکوپ پواسطه لیدل کیږي چې ویروس له لایپو پروتیني پوښ څخه راوتلي ساختمانونه د شپول (د رڼا حلقې په شان) منظره ورکوي. په بل عبارت  Crown تاج ته ویل کیږي نو ځکه د Corona نوم ورکړل شوی دی.

 

1960s

Human corona virus 229E

1

 

1960s

Human corona virus OC 43

2

Sever disease

2003

SARS Corona virus 

3

 

2004

Human corona virus NL63

4

 

2005

Human corona –v HKU1

5

Sever disease

2012

MERS co-v

6

Sever disease

2019

2019 novel Co-v

7

 

د COVID-19(coronavirus) انتشار:

  1. د COVID-19(coronavirus) زياتره ډولونه  يي حيونات مصابوی نادراً انسانان هم مصابوی. MERS يوازی اوښان مصابوی خو دانسانانو دمصابيدو توان هم لری.

په همدی ډول د اوهان کرونا وايرس انسانان هم په سر خلاص غذايي مارکيټ کی چيری چی ماهيان او حيوانات خرڅيده انسانان مصاب شو. خو طبی محقيقين تر او سه پوری نه پوهيږی چی  حيوانات منتن و که نه  ،لاکن وحشی حيوانات دانتان مشوکو ک منبع دی.خو دانسان څخه انسان ته دتماس له کبله  دانتان دانتشار شيوع  مهم مسول دی. دانتان انتشار دمنتن کس څخه سالم کس ته دنژدی تماس له کبله وی اويا دمنتن  شخص  دافرازاتو سره دتماس په نتيجه کی(دټوخی قطيراتو سره ) يا  دمنتنن شخص دغايطه موادو سره په تماس کيدل دی. نوموړي ویروس د منتن شخص د ټوخي او پرنجي وروسته د تنفسي قطیراتو پواسطه سالمو اشخاصو ته 3-6 فټو په مسافه کې انتقالیږي.

Corona virus 19 د منتن شخص له غایطه موادو څخه تجرید شویده مګر معلومه نده چې Fecal oral  انتقال لري که نه.

  1. که څه هم وايرس چټک سرايت کونکی دی خو دسرايت وخت يي تر اوسه معلوم نه دی خو اوسنی معلومات ښيئي چی دانتان سرايت په تفريخ دوره کی پرته داعراضو دظاهريدو څخه هم سرايت مومی.

د اوهان  COVID-19(coronavirus): دا يو نوی پيژندل شوی ناروغی دی د single-stranded  positive –sense RNA coronavirus SARS-COVID-2 په نوم ياديږی چی حيوانات او بيا په نوبت سره انسانان منتنوی او دانسان څخه انسان ته دتنفسی ستونزو دلاری انتشار مومی . 2019 novel coronavirus د SARS and MERS coronavirus   له ډلی څخه دی.خو معلومات او تحقيقات وخت په وخت تغير مومی. دانتشار سرعت يي ورځ په ورځ تغير مومی . يو نفر ۲-۲.۵ نفره منتنوی.يو څيړنه کی ښودل شوی چی انتشار يي چټک دی  يو نفر ۴.۷-تر ۶.۶ نفره منتنوی.

Corona virus 2019 د ارثي خواصو له نظره د شپرک له کرونا ویروس سره 96% شباهت لري نو فکر کیږي چې د اوسني ویروس اصلي منبع خفاش ده. د خفاش د غوښې خوراک له کبله انسان ته انتقال شویده.  ځنې محقيقين د ویروس اوسنۍ منبع د مار غوښه ښیي مګر نور ورسره موافق نه دي ځکه چې کره شواهد نه دي موندل شوي.نوموړی ویروس د تي لرونکو او مرغانو تنفسي او هضمي جهاز منتنوي.

 

د COVID-19(coronavirus) لپاره خطری فکتورونه:

  1. دمنتن ځای څخه سفر(په هغه هيواد کی چی دناروغی شيوع وی)
  2. دتشخيص شوی منتن ناروغ  سره نژدی تماس نيول.
  3. دهغه کسانو سره چی د شيو ع په ساحه کی ويزيت کوی نژدی تماس  نيول
  4. دمنتن شخص د افرازاتو يا غايطه موادو سره تماس ( په هغه هيواد کی چی دناروغی شيوع وی)
  5. دمنتن حيواناتو سره نژدی تماس يا دهغه غوښه خوړل ( په هغه هيواد کی چی دناروغی شيوع) څخه ډه ډه وشی.
  6. نوی مطالعات ښودلی چی وايرس دڅو ساعتو څخه ترڅو ورځو پوری په سطحه يا دبدن څخه دباندی پاتی  کيږی او دڅو ساعتو پور ی په هوا کی او ځمکه کی  پاتی کيږی.مطالعاتو ښودلی چی په کوپر باندی تر ۴ ساعتو پوری، په کارد بورد باندی  ۲۴ ساعتو پوری او په پلاستيک او بي رنګه اوسپنی باندی ۲-۳ ورځو پوری  پاتی کيږی ، نو که چيری منتن شخص ددی اشيا وو سره په تماس را شی او وروسته سالم شخص ددی منتن اشياوو سره په تماس شی روغ شخص هم منتن کيږی.نو بايد نوموړی اشيا بايد ضد عفونی شی او دتماس څخه يي ډه ډه وشی.
  7. تر اوسه پوری داسی شواهد نه شته چی کوئيد ۱۹ دواريداتی توکو(package) په واسطه انتقال شی.خو خبره داده چی ددی اشياوو سره دتماس څخه ورو سته لاسونه په صابون يا مايع ضد عفونی باندی ووينځل شی او مخکی دوينځلو څخه لاسونه دسترګو ،پزه او خولی سره په تماس نه شی.
  8. زاړه خلک ډير مساعد دی.
  9. خطر لاندی کسان عبارت دی له شکری ناروغی،دزړه ناروغی ، دوينی لوړ فشار،سرطان،معافيت ضعيف خلک برانکيل استما، دځيګر ،پښتورګی ناروغی.خو په دی ټولو کی لومړی درجه دزړه ناروغ دويمه درجه دشکری ناروغان ،دريمه درجه مزمن تنفسی او هايپرتنش ناروغان او سرطانی ناروغان دی .
  10. په نارينوو کی نظر ښځو ته دناروغی پيښي او مړينی فيصدی نژدی دوه چنده دی.
  11. تر اوسه پوری کره شواهد نشته چی وايرس دبانک نوټونو او سکو په واسطه انتقال شی.بيا هم ښه خبره داده چی ددی اشياوو سره دتماس څخه وروسته لاسونه  په صابون يا مايع ضد عفونی باندی ووينځل شی او مخکی دوينځلو څخه لاسونه په خوله ،پزه او سترګه کي ونه وهل شی.
  12. دخوراکی توکو  دوکان څخه ديومتر په اندازه فاصله واخيستل شی ددوکان تريلی او خلطه په ضد عفونی موادو پاک شی او په کور کی بيا لاسونه په صابون يا نور مايع ضد عفونی باندی پاک شی.
  13. يوازينی انتقالی لاره يي تنفسی قطيرات دی چی په هوا کی او په ځمکه باندی ولويږی
  14. قرنتين : هغه حالت ته وايي چی يو سالم شخص دمنتن شخص سره تماس نیولی وی ،په کور کی پاتی شی او دکور دنورو غړو څخه ځان لری وساتی.(تر څو معلوم شی چی په ناروغی اخته دی يا نه) مشکوک کسان.
  15. ازوليشن: هغه حالت ته وايي چی ناروغ شخص دسالم کسانو څخه بيل شی .

په مختلفو سطحی باندی دوايرس دپاتی کيدو موده:

سطحه

مثالونه

ورځی يا ساعتونه

فلز

ددروازی قلف ، سره او سپين زر

۵ ورځی

ښيښه

ائينه،داڅکلو ګلاسونه او اشعه داره

تر ۵ ورځو

کاشی

ديشونه،خټي لوښی

۵ ورځی

کاغذ

اخباراو نور

تر ۵ورځو

لرګی

هر جنس چی وی

۴ ورځی

پلاستيک

دشيدو بوتلونه، دموټر سيټونه او لفټ تڼي

۲-۳ ورځی

بي رنګه فلز

يخچال،ترموز،داوبو بوتلونه

۲-۳ ورځی

المونيوم سطحه

 

۲-۸ ساعته

مس

۴ ساعته

 

ډوډی او اوبه

 

تر اوسه کوم ثبوت نه شته

کلک کاغذی تخته

کارتن او داسی نور

يو ورځ

دوايرس  انتشار دنرم سطحی څخه دکلک سطحی( لرګی او داسی نور) په نسبت کم دی.

 

کلينيکی لوحه

معمول(کليدی)  اعراض يي عبارت دی له تبه،ټوخی او ساه لنډی.

تبه

۹۸.۶٪

کسالت/ ستومانتيا

۶۹.۶٪

وچ ټوخی

۵۹.۴٪

عضلی دردونه

۴۴٪

نفس تنګی

۴۳٪

غيرمعمول  اعراض

بلغم لرونکی ټوخی

۲۸٪

سردردی

۸٪

وينه لرونکی بلغم

۵٪

اسهالات

۳٪

 

 

  1. دلومړی اعرض دپيل څخه تر ساه لنډی پوری ۵ ورځی
  2. دلومړی اعرض دپيل څخه تر شفخانی بستر پوری ۷ ورځی
  3. دلومړی اعرض دپيل څخه تر پرمختللی شديد تنفسی عدم کفايي پوری ARDS( acute respiratory distress syndrome)  ۸ ورځی

 اعراض او علايم يي دانفلوانزا اعراضو  او علايمو په شان دی  خو د کوئيد ۱۹ کروناوايرس سره

نور هم تشديديږی چی په لاندی ډول دی

  1. تبه
  2. سړه لره
  3. ټوخی
  4. کسالت
  5. سردردی
  6. نور اعراض يي عبارت دی له
    1. دبدن درد
    2. ټوخی
    3. اسهالات
    4. ستومانتيا
    5. عضلی دردونه
    6. زړه بدوالی
    7. پرنجی
    8. ستونی درد
    9. کانګی
    10. خستګی
    11. ذايقه او شامعه حسيت خرابيږی.

خو تبه ،ټوخی او ساه لنډی نور هم تشديديږی.

د cold، FLU(influenza)او COVID-19(coronavirus) ترمينځ فرقونه  او مشابهتونه

اعراض او علايم

Cold

FLU(influenza)

COVID-19(coronavirus)

تبه

خفيف وی

غالباً وی

غالباً وی

ستومانتيا او کسالت

کله کله خفيف وی

معمول وی

کله کله

پرنجی

معمول وی

غير معمول وی

غيرمعمول

دبدن درد

معمول وی

معمول وی

کله کله

سردرد

ډير غيرمعمول وی

معمول وی

کله کله

ستونی درد

معمول وی

کله کله وی

کله کله

دپزی بنديدل يا جاری کيدل

معمول وی

کله کله وی

غيرمعمول

اسهالات

نه وی

کله کله وی

غيرمعمول

دسترګو اوبلينيدل

معمول وی

معمول وی

غيرمعمول

ټوخی

خفيف وی

وچ ټوخی وی

وچ  ټوخی غالباً شديد وی 

ساه لنډی

نه وی

نادراً

دخفيف او متوسط انتانی حالت سره وی

نفس تنګی(اکسيجن يا وينتيلاتور ته اړتيا پيدا کيدل

نه وی

په شديد انتانی حالت وی کی وی

په شديد انتانی حالت کی معمول وی

 لپاره تستونه:COVID-19

Coronavirus Resource Center

انتی باديکانی دکرونا ويرس لپاره تر سره کيږی چی immunoglobulinIgM  او immunoglobulinIgG

دوه ډوله تست تر سره کيږی  يو يي PCR (antigen test or viral test) چی دويرس دموجوديت لپاره اجرا کيږی   چی دستونی يا پزی څخه سواب (نمونه) اخيستل کيږی . په دی تست کی کله غلطی او تغيرات پيدا کيږی.

دوهم تست antibody test: دانتی بادی اندازه او ارزيابی کول دی. ددی لپاره دوريد څخه د۱۰ ملیليتره وينه يا سيرووم يا دګوتی څخه اخيستل کيږی او انتی بادی په کی اندازه کيږی. Viral test and antibody test دواړه يي مختلف نتايج ورکوی . antigen test دامعلومات ورکوی چی شخص منتن و يا منتن شوی . antibody test داښئي چی دانتان په مقابل کی دانتی رسپانس زيات شوی دی.

وايرس اختلاطات Covid-19د

  1. دتنفسی سیستم حاده عدم کفايه(Acute Respiratory Failure)

په تنفسی عدم کفایه کی سږی نه شی کولای چی (O2) وینی ته پمپ کړی یا (CO2) خارجولی نه شی، کله کله دواړه ستونزی يوځای پیښیږی.په یو مطالعه کی ښودل شوی چی (68) چینایی ناروغان چی د (Covid-19) له کبله مړ شوی سبب يي  تنفسی حاده  عدم کفايه  و.

  1. سينه بغل (Pneumonia)

په چین کی د (Covid-19) لومړنی نښه (Pneumonia) و.د (Pneumonia) په حالت کی هوائی خالیګاوو التهابی کیږی او ناروغ ته نفس تنګی پیدا کیږی.دنمونيا واکسين کول دکرونا وايرس نمونيا څخه مخنيوی کوی.چینائی ساینس دانان د (Covid-19) ناروغانوسږی تر مالعی لاندی نیولی دی سږی یی د مایعاتو او حجروی بقایاوو څخه ډک و.

 

  1. دتنفسی سیستم پرمختللی عدم کفايه(Acute Respiration Distress Syndrome (ARDS))

په چین کی د (Covid-19) لومړنی شیوع کی (ARDS) د مقدم او مهمو اختلاطاتو څخه و.

دا د تنفسی سیستم پیشرفته عدم کفایه ده چی سږی (O2 ) وینه ته انتقالولی نشی او ناروغ دومره شدید نفس تنګی لری چی مصنوعی تنفس (Ventilator) ته د تنفس لپاره ضرورت پیدا کیږی.په ARDS کی ۳۰-۴۰٪ مړينه وی او که دsepsis  سره يوځاي شی ۹۰٪ مړينه لری. متوسط عمر ددی ناروغانو ۲ اونی دی. دمړيني غوره سبب ،sepsis او multiple organ system failure دي.

 تنفسی سيستم او روماتولوژی کتاب مولف: پو هاند دوکتور سيف الله هادی۲۰۲۰ کال

  1. دځيګر حاده عدم کفايه(Acute Liver Injury)

یو ژوند تهدیدونکی اختلاط  دی محقیقینو ښودلی چی د (Covid-19) له کبله ځیګر هم تخرییږی، ساینس دانان تر اوسه پوری پدی باوری نه دی چی ځیګر عدم کفایه د ویروس د تخریباتو له کبله پیدا کیږی یا بل علت له کبله.

  1. دزړه حاده عدم کفايه(Acute Cardiac Injury)

په چین کی د (Covid-19) باندی مطالعاتو ښودلی چی په دوی کی د (Heart Arrhythmia) پیدا کیږی.

  1. دوهمی انتانات(Secondary Infection)

هغه حالت ته وایی چی د (Covid-19) څخه علاوه نورو انتانات په ناروغ کی د اختلاطاتو لامل کیږی، چی زیاتره (Streptococcus) او (Staphylococcus) چي د مړيني مهم لامل دي.

  1. دپښتورګو حاده عدم کفايه(Acute Kidney Injury)

دا په (Covid-19) ناروغان معمول نه دی خو که چیری پښتورګی دندی  له مينځه لاړ شی د (Dialysis) پواسطه تداوی کیږی.

 

  1. دشديد انتانی حالت  له کبله دوينی فشار سقوط کيدل(Septic Shock)

هغه وخت پیدا کیږی چی په بدن کی انتانات مداخله وکړی او بدن د انتان په مقابل کی عکس العمل ونه ښئی، کله چی فشار ښکته شو د ناروغ حالت وژونکی کیږی.

  1. دوينی درګونو په  دننه  کی منتشر پرمختللی دوينی دعلقی تشوشات(Disseminated Intravascular CoagulationDIC)

کله چی (DIC) پیدا شو د بدن تحثری فکتورونو عکس العمل خرابیږی چی په نتیجه کی داخلی وينه بهيدنه  یا د ټولو عضو عدم کفایه پیدا کیږی.

  1. دعضلاتو  حادتخريب(Rhabdomylosis)

دا ډیر نادر اختلاط دی پدی حالت کی عضلات تخربیږی او انساج مری، کله چی حجرات مړه شو پروتین ئی بیلیږی چی (Myoglobin) په نوم یادیږی دوران ته داخلیږی.او  د همدی له کبله د (AKI) هم پیداکیږی چی دا ډیر خطرناک اختلاط دی

  1. السراتيف کولايتس او کوئيد ۱۹ وايرس: څرنګه چی ناروغان معافيت ضعيفونکی درمل اخلی نو دوايرس خطر په کی زياتيږی.ستروئيد بايد تدريجی قطع کړی.
  2. زړښت  او کوئيد ۱۹ وايرس(Covid-19 and the elderly)

(Covid-19) په زړو(عمر د۶۵ کالوڅخه زيات وی) او هغوی چی معافیتی سیستم ئی ضعیف دی وژونکی دی .د زړه او سږی د وژونکی اختلاطاتو لامل کیږی همدارنګه په دوی کی خفګانونو،روحی اختلاط،دماغی ضعیفوالی او زړه ناروغیو لامل کیږی.

  1. ماشومانو او ځوانانو کی  خطر يي کم دی.
  2. دوينی لوړ فشار او کوئيد ۱۹ وايرس: دکوئيد ۱۹ وايرس خطر په لوړ فشار لرونکی خلکو کی ډير زيات دی(۶۰٪)  . په چين او ايټاليا کی کوم ناروغان چی روغتون ته مراجعه کړی ۲۵-۵۰٪ يي لوړ فشار درلود او دمړينی خطر هم په همدی خلکو کی زيات دی. په ايټا ليا کی ۹۰٪ خلک چی مړ شوی زياتره دوينی لوړ فشار ، شکری ناروغی ، سرطان او دزړه ناروغی درلوده. داسی فکر کيږی چی ضعيف معافيتی سيستم په کی رول لری.همدارنګه نه يوازی دوينی لوړ فشار لوړوالی بلکه دوينی لوړ فشار درملونه هم (ACE-I and ARB ) کارول هم د مړينی خطرزياتوی.البته دايوتيوری دی تر اوسه پوری ښکاره دليل نه شته.خو داسی فکر کيږی چی دواړه درمل د  ACE2  انزايم دلوړيدو لامل کيږی او کوئيد ۱۹ وايرس ددی انزايم سره نښلی.
  3. کوئيد ۱۹ په شکری ناروغانو کی داعراضو دشدت لامل کيږی او که DKA وی دمعاياتو په درملنه چلينج سره مخامخ کوی.
  4. مايوکاردايتس هم دکرونا وايرس اختلاط دی.
  5. ملټيپل سکليروزس  او کوئيد ۱۹: ملټيپل سکليروزس   پخپله دوايرس چانس نه زياتوی خو په دی ناروغی کی تنفسی  عضلات ضعيف کيږی.
  6. کوئيد ۱۹ وايرس او حاملګی :تر اوسه پوری داسی شواهد نشته چی کوئيد ۱۹ وايرس دحملګی سره SARS په شان تشديد شی.
  7. که يوه ښځه په کوئيد ۱۹ وايرس  اخته وی او ماشوم ولری : په دی صورت کی مور محافظوی درملنه لکه اسيتو امينو فين استعمال کړی ،مايعات زيات استعمال کړی او استرحت دی وکړی او په روغتون کی نه بستريږی داعراضو دتشديدو په صورت کی روغتون ته مراجعه وکړی.
  8. ايا کوئيد ۱۹ وايرس دولادت څخه مخکی ماشوم ته متضرر دی؟ تر او سه پوری کره شواهد په لاس کی نه شته چی په جنين کی د سوی اشکالو سبب شی.ځينی ميندوکی مخکی دوخت څخه ولادت سبب شوی بيا هم کره معلومات نه شته.
  9. که چيری مور په کوئيد ۱۹ وايرس باندی اخته وی دغيږی ماشوم دمور دټوخی او پرنجی په وخت کی دماشوم دمصابيدو چانس زيات دی.
  10. تحقيقاتو ښودلی چی ډير لږو ميندو شيدو کی کوئيد ۱۹ وايرس وی. که مور دخپل ماشوم ته شيدی ورکوی مور بايد خپل لاسونه ووينځی ، ماسک واغوندی او يا دبوتل دلاری ماشوم ته شیدی ورکړی .
  11. که يوه ښځه حمل ولری لکه دنورو په شان ځان دکوئيد ۱۹ داخته وقايوی شرايط پر ځای کړی تر څو په کرونا وايرس اخته نه شی.
  12. ايا حمله ښځه مخکی دولادت څخه خپل داکتر سره دخپل ځان په اړه ويزيت کولای شی؟ښه خبره داده چی دانلين(واتسپ ، فيس ټيم،سکيپ، ګوګل زوم) دلاری دخپل داکتر سره مشوره وکړی او دماشوم دحرکاتو په باره خپل داکتر ته معلومات ورکړی او خپله يي دخپل دوينی فشار چک کړی او خپل داکتر ته معلومات ورکړی.
  13.  ولادت او کوئيد ۱۹: تر اوسه پوری داسی شواهد نه شته چی کوئيد ۱۹ اخته حامله مور مهبلی ولادت ونه کړی . ممکن ولادت مختلف وی . خو که vernix( يو سپين غوړ محافظوی پوښ دی چی دماشوم دپوستکی لپاسه وی  تر ۲۴ ساعتو پوری وروسته دولادت څخه پاتی شی او امريکايي  نسايي ولادی متخصیصين داسی وړانديز کوی چی مور تراعراضو ظاهريدو پوری د زيږدل شوی ماشوم  څخه تجريد شی.
  14. دکوئيد ۱۹ اخته شخص دسفر شرايط: دخپل اړوند داکتر ، کوم هيواد ته چی سفر کوی دهغو سره ارتباط او دخپل هيواد داړوند ديپارتمنت سره مشوره وکړی.
  15. لامبو کول او کوئيد ۱۹: تر اوسه پوری شواهد نه شته چی وایرس داوبو په سطحه ژوند کوی يا نه:
  16. دشکری ناروغ او کوئيد ۱۹: داختلاطاتو دزياتوالی لامل کيږی. دوينی شکره بايد کنترول شی. لوړ دوزاسپرين او بروفين دوينی شکره کموی خو اسيتو امينو فين په کاذب ډول دوينی شکر لوړی.
  17. ستريس او کوئيد ۱۹ : ممکن يوازی والی او ازوليشن دستريس لامل شی.

مخنيوی او وړانديزونه:

دبدن حفظ الصحه وساتل شی،دمنتن کس څخه دنژدی  تماس څخه ډه ډه و شی

، دشيوع زون ته تلل  منع شی، دشيوع زون څخه خارج شی.

  1. تر اوسه پوری پوهيدل شوی نه دی چی کوئيد ۱۹ لکه فلو په شان موسمی دی که نه .

د  WHO’s وړانديزونه:

  1. لاسونه بايد متکرر ډول دالکولو ، صابون يا سنيتيزر( ضد عفونی )  سره  ووينځل شی.
  2. دپرنجی او ټوخی په وخت کی خوله ، پزه  ددستمال ، ماسک ، تيشو کاغذ اويا ليچی په واسطه وپوښل شی. او سمدلاسه لاسونه ووينځل شی. تيشو کاغذ بايد په فضله دانی کی واچول شی.
  3. ښه ماسک N95  ماسک دی.داستعمال څخه وروسته په کثافت دانی کی واچول شی.
  4. که چيری دمنتن شخص سره نژدی تماس لری ماسک واچوی ترڅو دناروغ دټوخی او پرنجی دقطيراتو دخطر څخه په امن پاتی شی.
  5. دمنتن شخص څخه د  ۶ فټو په اندازه فاصله واخيستل شی.
  6. وايرس په ۱۳۳ درجی فارنهايټ حرارت کی له مينځه ځی.
  7. دکالی وينځلو ماشين د خاموشولو څخه وروسته لاسونه بايد د سنيتيزر يا صابون سره ووينځل شی.
  8. که چيری تاسو پخپل ځان باندی د کوئيد ۱۹ داخته کيدو باور کوی دخپل داکتر ته لومړی تيليفون وکړی او هغه ته دخپل ناروغی په اړوند معلومات ورکړی تر څو داکتر ستا دراتګ لپاره اهتمامات ونيسی . پرته دخبرولو څخه لومړی عاجل يا ايمرجنسی وارد ته مه ځي ، که چيری داکتر په دی پوه شو چی تاسو په کوئيد ۱۹ باندی اخته يا ست  داکتر ستا د ولايت او محلی صحی ديپارتمنت سره تماس نيسی  بيا به CDC  کی تست کيټونه وی چی ددی تستونو په واسطه ستاسو ناروغی تشخيصيږی.
  9. ناروغ شخص په کور کی پاتی شی .
  10. دهر هغه کس سره چی تبه او ټوخی لری دنژدی تماس څخه  ډډه وشی.
  11. که چيری تبه ، ټوخی او نفس تنګی لری طبی درملنی ته مراجعه وکړی.
  12. دژوندی حيواناتو سره او دهغه سطحی سره چی حيوانات ورسره په تماس وی دنژدی تماس څخه مخنيوی وشی.
  13. دخام يا نيمه پخ شوی شوی حيوانی محصولاتو مصرف څخه ډه ډه وشی.
  14. خطری ګروپ( صحی کارکونکی ،مسلخ کارکونکی ،حيوانی داکتران،مارکيټ کارکونکی، حيواناتو او حيوانی محصولاتو سره تماس لرونکی) خلکو ته وړانديزونه
    1. محافظوی کالی،دستکشی او ماسک  واغوستل شی .
    2. سامان الات او دکار ځای ضد عفونی شی.
    3. محافظوی کالی وروسته دکار خلاصون څخه  وويستل شی(کثافت دانی کی واچول شی) او لاسونه ووينځل شی.
    4. کارکونکی دخپل کورنی غړی دکاليو ، بوټانو او نورو شيانو څخه وساتی .
    5. منتن حيوانات هيڅکله دمصرف لپاره حلال نه شی او محفوظ ډول ښځ کړل شی.
    6. لاسونه دصابون يا الکول سره وروسته دټوخی او پزی پاکولو ، پرنجی ،ناروغ شخص ته دموادو انتقال ،مخکی اووروسته د ډوډی خوړلو څخه ، وروسته دتشناب تلو څخه او وروسته دحيواناتو سره دتماس او حيوانی بقاياو و  سره دتماس څخه وروسته ووينځل شی.
    7. لاړی په عامه ځايونوکی وانه اچول شی.
    8. دټوخی او تبه لرونکی شخص سره دنژدی تماس څخه وژغورل شی.
    9. دغوښی ،ترکاری او ميوی دټوټی کولو لپاره تخته او چاقو بدل شی.
    10. دخام او پاخه خواړو دکارولو په وخت کی لاسونه ووينځل شی.
    11. دمنتن شی سره دتماس څخه وروسته لاسونه مخکی دوينځلو څخه په سترګو ، پزه او خوله کی ونه وهل شی.
    12. منتن کالی ونه څنډل شی چی وايرس  هوا ته انتقاليږی.
    13. هر شی ښه وچ شی.

دمسافرينو لپاره وړانديزونه:

    1. که چيری دسفر په وخت يا وروسته دسفر څخه تنفسی اعراض پيدا شو داکتر ته بايد مراجعه وشی او دخپل دسفر تاريخچه بيان کړی.
    2. په بين المللی هوايي ميدانونوکی هر کس سکرين شی ترڅو ناروغی دمنتن ځای څخه بل ځای ته انتقال څخه مخنيوی و شی.
    3. دسکرينينګ په وخت کی دمسافر څخه دتبی او تنفسی اعراضو په باره پوښتنی وشی.
    4. وارداتی توکی (package) دوايرس دانتقال لامل نه کيږی خو بيا هم وروسته داخيستلو څخه  لاسونه په صابون يا ضد عفونی مايعاتو سره ووينځل شی.
    5. همدارنګه کورنی هوايي پروازونو کی ، ريل موترو او نور سفری موترونو کی مسافرين سکرين شی.
    6. لوړ خطر لرونکی کسان د تفريخ په دوره کی (تر ۱۴ ورځوپوری) دسفر څخه منع شی.
    7. همدارنګه کله چی مسافرين کوم هيواد ته داخليږی په Point of Entry کی سکرين شی.

درملنه:

    1. تر اوسه پوری کوم خاص درملنه او واکسين نه لری.درملنه يي يوازی حمايوی دی. دناروغی دشدت په حالت کی ناروغ په روغتون کی بستر شی .۸۰٪ ناروغان پرته دتداوی څخه ښه کيږی.۱-۶٪ ناروغان شديد کيږی چی زياتره خطر لاندی ناروغان دی.
    2. د ARDS دتداوي لپاره لومړني ناروغي تداوي شي .
    3. داختلاطاتو مخنيوي
    4. دهايپو کسيا د درملني لپاره tracheal intubation او positive-pressure mechanical ventilation تر سره شي ، دشرياني ويني د اکسيجن قسمي فشار د55 ملي متر سيمابو څخه لوړ وساتل شي (Sa O2 ( دشرياني ويني مشبوع اکسيجن د 80% څخه لوړ وساتل شي .
    5. Fio2  د60%څخه ښکته وسا تل شي تر څو چي داکسيجن تسمم پيدا نه شي.
    6. د ملاستي وضعيت په ځينو ناروغانو کي oxygenation ښه کوي .
    7. هيمو ډايناميک او دمايعاتو مانيتورينګ په ډير پاملرني سره شي .
    8. مخنيوي: کوم مخنيوي کونکي اهتما مات نشته

Prognosis

  1. په ARDS کي 30-40%مړينه وي اوکه د sepsis سره يو ځاي وي 90%مړينه لري ، متوسط عمر 2هفتي دي
  2. دمړيني غوره سبب لومړني ناروغي ،sepsis او multiple organ system failure دي.

ماخذونه:

  1. Medici Net Medical Author:Charless Patrick Davis,MD,phD

Home/coronavirus (COVID-19) health center

  1. Update on the situation regarding the new coronavirus WHO 2020

Worldmeters.info/coronavirus/

  1. Medscape’s Coronavirus Recourse Center /COVID-19 new’s and guidance
  2. تنفسی سيستم او دزړه روماتيزمل ناروغی : پوهاند دوکتور سيف الله هادی ۲۰۲۰