ننګرهار پوهنتون کې د څېړنې میتودولوژۍ ورکشاپ پیل شو

sakhizada_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۳ - ۹:۱۱
image

 

یاد ورکشاپ، چې د ننګرهار پوهنتون سولې مرکز په نوښت د مسلکي زده کړو پرمختیایي مرکز (PDC) کې جوړ شوی او پنځه ورځې به دوام وکړي، د ننګرهار او الفلاح پوهنتونونو ۲۶ تنه استادان په کې برخه لري.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د ورکشاپ د پرانیستې وینا پر مهال د څېړنې پر ارزښت او د ټولنې د ستونزو په حل کې د هغې د رول په اړه خبرې وکړې.

نوموړي وویل: دا د پوهنتون د استادانو او څېړونکو دنده ده، چې په ټولنه کې د شته ستونزو په اړه څېړنې وکړي او پایلې او حل لارې یې له مسؤلو ارګانونو سره شریکې کړي.

پوهاند بهسودوال د پوهنتون د سولې مرکز ددې نوښت مننه وکړه، چې د ټولنیزې سولې او کړکېچ حلولو په اړه د روزونکو پروګرامونو او عامه پوهاوي سربېره د څېړنې په برخه کې هم ورکشاپونه دایروي.

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال، د سولې مرکز مشر پوهندوی نعیم جان سروري او د ورکشاپ روزونکی پوهنیار نقیب الله اتل نور ویناوال وو، چې په ورکشاپ کې د تدریسېدونکو موادو او میتودونو په اړه یې ګډونوالو استادانو ته معلومات ورکړل او له هغوی یې غوښتنه وکړه، چې په ورکشاپ د فعال ګډون سربېره ترلاسه شوي مواد او معلومات د خپلو اړوندو څانګو له نورو استادانو سره هم شریک کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۲:۲۴
Background image

د ننګرهار او کونړ سید جمال الدین افغاني پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلينو په وينا، د یاد تفاهملیک له مخې به دواړه پوهنتونونه په تحقیقاتي، علمي، استادانو ـ محصلینو ظرفیت لوړونې، چارو کیفیت ښه والي، علمي سرچینو او تسهیلاتو قانوني استفادې او فرهنګي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۳۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون ممتاز محصلین د یوې سترې غونډې په ترڅ کې وستایل شول.

ننګرهار پوهنتون د خپلو اړوندو پوهنځیو (۴۲) تنه هغه محصلین، چې د تېر سمستر په نهايي ازموینو کې یې د لوړو نمرو په اخیستلو سره د پوهنتون او خپلو پوهنځیو په کچه لوړ مقامونه ترلاسه کړي وو، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته په (مدني قضیه کې حکمیت) تر عنوان لاندې معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

دغه سیمینار د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو او د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو د درېیمو ټولګیو محصلینو لپاره جوړ شوی و، چې په کې د حکمیت اړوند مهم موضوعات تشریح شول.

همدارنګه د سیمینار په. . .

BACK TO NEWS

User account menu