ننګرهار پوهنتون کې د پکتیکا او خوست ولایتونو زلزله ځپلو لپاره د مرستې راټولولو کمپاین پیل شو.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۴/۷ - ۸:۲۰
image

 

یاد کمپاین د ننګرهار پوهنتون د رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال، د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت او د محصلانو چارو مرستيال پوهنوال سيد اکرم هاشمي له خوا د دې پوهنتون د ژبو او ادبیاتو په پوهنځي کې رسماً پیل شو.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د کمپاین د پرانیستې پر مهال د پکتیکا او خوست ولایتونو په وروستۍ زلزله خپله ژوره خواشیني څرګنده کړه او د الله تعالی له درباره یې شهیدانو ته د فردوس جنت، ټپیانو ته د عاجلې روغتیا او د غم ځپلو کورنیو پاتې غړو ته د جمیل صبر غوښتنه وکړه.

نوموړي وویل: ننګرهار پوهنتون په دې ستر غم او ماتم کې ځان شریک ګڼي او د شهیدانو او ټپیانو له کورنیو سره د مرستې په موخه یې دغه کمپاین پیل کړی، چې ددې پوهنتون په ټولو پوهنځیو او اړوندو شعباتو کې به ترسره شي.

پوهاند بهسودوال زیاته کړه، چې د مرستې راټولولو کمپاین چارو د تنظیم په خاطر یې د حقوقو پوهنځي استاد پوهاند احمدګل واثق په مشرۍ یوه کمېټه ټاکلې، چې یاده مرسته به په شفافه توګه راټوله او تر زلزله ځپلو کورنیو ورسوي.

د پوهنتون رئیس د استادانو، محصلانو او ټولو منسوبینو غوښتنه وکړه، چې د خیر په دغه چاره کې یې ملاتړ وکړي او په خپلو مرستو د زلزله ځپلو هېوادوالو لاسنیوی وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۷ - ۱۰:۹
Background image

په ختیځ کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو او استادانو د ملګرو ملتونو له خوا د لوړو زده کړو پر سرپرست وزیر د لګېدلو بندیزونو په غبرګون کې اعتراضیه غونډه وکړه.

 

یاد کنفرانس، چې د محرم په ۹مه نېټه د ننګرهار پوهنتون په کوربتوب ترسره شو، ویناوالو یې د غندنې تر څنګ د هېواد په تحصیلي نظام د یادو بندیزونو د ناوړه اغېزو او بدو پایلو په اړه مقالې او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۱۱ - ۸:۴۶
Background image

د ننګرهار پوهنتون چاپېریال ساتنې مرکزي کمېټې غونډه وکړه.

 

په یاده کاري ناسته کې، چې ددې پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په مشرۍ ترسره شوه، د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۱۱ - ۸:۳۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون چاپېریال ساتنې مرکزي کمېټې غونډه وکړه.

 

په یاده کاري ناسته کې، چې ددې پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په مشرۍ ترسره شوه، د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو. . .

BACK TO NEWS