د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلینو ته د (څېړنیزې لیکنې کړنلارې) تر سرلیک لاندې سيمینار ارایه شو.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱ - ۱۱:۴۳
picture

یاد سيمینار ددې پوهنځي د ارواپوهنې او پیداګوژي څانګې استاد پوهنمل دوکتور حکیم خان حقیار له لوري د یادې څانګې د څلورم ټولګي محصلینو ته وړاندې شو.

د سيمینار د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس پوهنمل محمد اسحق شهیدزوی یاد سيمينار د محصلینو په ظرفیت لوړونه، څېړنیزو فعالیتونو پراختیا او معیاري کېدا کې اړین وباله او محصلینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې ددې فرصت څخه په استفادې خپل څېړنیز مهارتونه او پوهه پیاوړې کړي.

نوموړي د استاد حقیار څخه مننه وکړه او د خپل پوهنځي محصلینو ته یې د ورته نورو علمي اقدامات د ترسراوي ژمنه وکړه.

د سيمینار وړاندې کوونکي استاد پوهنمل دوکتور حکیم خان حقیار د موضوع د ارایې پر مهال د څېړنې مفهوم، تعریف، اهمیت، د څېړنې کولو او لیکلو اصولو، مېتودولوژۍ او عملي کړنلارو په اړه معلومات وړاندې کړل او د محصلینو پوښتنې یې ځواب کړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۵۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي کادر غړو ته د تدریس مېتودولوژي ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون علمي معاونیت له خوا د مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز (PDC) کې د دې پوهنتون د څوارلس ګونو پوهنځیو نویو ګمارل شويو علمي کادر غړو ته د تدریسي مهارتونو د پیاوړتیا او ښوونې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۵۰
Background image

ننګرهار پوهنتون کې محصلینو ته شپږ ورځنی دیني، فکري او اصلاحي سيمینار پیل شو.

د لوړو زده کړو محترم وزارت دعوت او ارشاد ریاست په لارښوونه د ننګرهار پوهنتون دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون او ننګرهار مېشتو خصوصي پوهنتونونو محصلینو ته په دې پیل شوي دیني،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۲:۱۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس د دې پوهنتون منسوبینو سره مشورتي غونډه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون عمومي رئیس دوکتور مفتي عبدالوارث بسام د پوهنتون له مرستیالانو، پوهنځیو او تدریسي روغتون رئیسانو، څانګو آمرینو، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو سره په غونډه کې هغوی. . .

BACK TO NEWS

User account menu