د ننګرهار پوهنتون ۵ بستونو لپاره له ۴۰ تنو کاندیدانو څخه ازموینه واخیستل شوه.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۵ - ۹:۴۳
picture

یاده ازموینه د تدریسي روغتون نويو زېږېدلو کوچنیانو او نسایي ولادي څانګو او د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي تحویلدارۍ بستونو لپاره واخیستل شوه. 
ددې بستونو ازموینه د ننګرهار پوهنتون او ننګرهار ولایت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ګډ پلاوي په حضور کې د ټاکل شوي ممتحنه هیئت له خوا واخیستل شوه.
د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني، د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح، د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت، د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي، د ننګرهار د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئیس مولوي مطیع الله طلحه او ددې ریاست کارپوه عبدالله قاري بابا د ازموینې اخیستلو له بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه.
نوموړو په خپلو خبرو کې ګډونوالو کاندیدانو ته ډاډ ورکړ، چې د ازموينې د روڼتیا او شفافیت په برخه کې یې تر ممکنه حده هلې ځلې کړي او د عدالت له مخې به حق حقدار ته وسپاري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۱:۳۱
Background image

ننګرهار پوهنتون د فلیال پوهنتونونو لپاره د (ایس پي ایس ایس ) شپږ ورځنی ورکشاپ دایروي.

یاد ورکشاپ د څېړنو او علمي مجلو معاونیت له خوا دایرېږي، چې د کریکولم په اړه یې د ننګرهار پوهنتون څېړنو او علمي مجلو مرستیال، څېړنو آمر او روزونکو استادانو تر منځ غونډه وشوه.

د مجلس. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۵:۰
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۱۵ کادري بستونو لپاره له ۲۸ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د ننګرهار، خراسان، الفلاح، متانت او جهان پوهنتونونو بېلابېلو څانګو ته د اړوندو برخو مسلکي اشخاصو څخه واخيستل شوه.
دغه کادري ازموينه د لوړو زده کړو وزارت د استادانو د تقرر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۹:۳۹
Background image

د ننګرهار پوهنتون د ټولو امریتونو خودي ارزونه ترسره شوه.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، له دې ارزونې څخه یې موخه د لوړو زده کړو وزارت له لوري هغې ارزونې ته بشپړ چمتووالی نیول وو، چې د روان کال په وروستیو کې به ترسره شي.
یاده داخلي ارزونه چې د. . .

BACK TO NEWS

User account menu