د ننګرهار پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي څخه۱۷۲ تنه علمي کادرونه فارغ شول.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۰ - ۱۶:۰
Picture

د ننګرهار پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي له سافټویر انجنیرينګ، ډیټابیس او معلوماتي سیستم او نیټورک او کمېونیکېشن څانګو څخه په ۱۹ مه دوره کې۱۷۲ تنه علمي کادرونه فارغ  شول، چې ټولنې ته به په بېلابېلو برخو کې خدمتونه  ترسره کړي.
په همدې پار د کمپیوټر ساینس پوهنځي له لوري په ستاره شرق هوټل کې مراسم جوړ شوي وو، چې په کې د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو او محصلانو چارو  مرستیالانو، د کمپیوټر ساینس پوهنځي رئیس، د بېلابېلو پوهنځیو استادانو، فارغانواو د هغوی د کورنیو غړو برخه اخیستې وه.
د ننګرهار پوهنتون کمپيوټر ساینس پوهنځي رئیس پوهندوی بادام نیازي د خپلو خبرو پر مهال د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه، تحصیلي دوره کې یې د فارغېدونکو محصلینوکوښښونه وستایل او په تخنیکي برخه کې یې د یادو محصلینو په مهارتونو، وړتیاوو او لاسته راوړنو خبرې  وکړې.
فراغت غونډې ته د وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مــــ/ــــولوي احسان الله ناصح د خپلو خبرو پر مهال فارغو محصلینو ته مبارکي وویله او په معاصره نړۍ کې یې د ساینس او ټکنالوژۍ پر اهمیت او ارزښت خبرې وکړې.
نوموړي زیاته کړه، د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې پرمختګ کولی شي، د یو هېواد هر اړخیز پرمختګ تامین کړي او په خبره یې د لوړو زده کړو وزارت د تېرو کلونو په پرتله سږ د ساینس او ټکنالوژۍ په برخو کې د څېړنو ترسره کولو لپاره زیاته اندازه بودیجه په پام کې نیولې ده.
د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمد قاسم هاشمي غونډې ته د وینا پر مهال فارغو محصلینو ته د مبارکۍ تر څنګ هغوی ته سپارښتنه وکړه، چې د وخت د غوښتنو سره سم په خپل مسلک کې مخ ته لاړ شي او د نظام د اداري او خدماتي چارو په موثریت کې برخه واخلي.
نوموړي دغه راز محصلین وهڅول، چې راتلونکي کې د خپل پوهنتون سره په اړیکه کې پاتې شي او د پرمختګ لپاره یې هلې ځلې ترسره کړي.
غونډه د پوهنتون رهبرۍ غړو او استادانو له لوري فارغو محصلینو ته د سندونواو ایوارډونو په ورکړې سره پای ته ورسېده.
سرچینه: د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو آمریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۱:۳۶
Background image

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال د طب پوهنځي لیلیې څخه لیدنه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مولوي عبیدالله عابد د پوهنتون لیلیو عمومي مدیر مولوي عبدالحکیم حقاني په ملتیا تېره ورځ ماښام مهال د طب پوهنځي لیلیې څخه لیدنه وکړه او هلته یې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۱:۳۴
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د ماسترۍ ۲۰ تنو محصلینو د ننګرهار ولایت د ماشومانو دارالتادیب څخه لیدنه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت حقوقي کلینیک له لوري د دې پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د قضاء او څارنوالۍ ماسترۍ برنامې شل تنو محصلینو ته د علمي سیر په موخه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۲:۳۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه وکړه.

په نوموړې کاري ناسته کې، چې د روانې لیندۍ میاشتې په ۲۳ مه نېټه ترسره شوه او د پوهنتون رئیس، مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځيو او تدریسي روغتون رئیسانو، استادانو او یو شمېر آمرینو په کې. . .

BACK TO NEWS

User account menu