د ننګرهار پوهنتون ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي څخه ۱۰۴ تنه فارغ شول

nu_admin
شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۹ - ۱۲:۳
image

 

د پوهنتون د مسؤلينو په وينا، ياد فارغان يې د رادیو تلوېزیون او مطبوعاتو څانګو کې روزلي دي.

په همدې مناسبت د ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځي د غونډو په تالار کې ستره غونډه جوړه شوې وه، چې د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي د مسؤلینو، استادانو او فارغانو سربېره په کې د ننګرهار پوهنتون رئیس، د اداري او مالي چارو مرستیال، د شرعیاتو پوهنځي رئیس، ژورنالېستانو او د فارغانو د کورنیو غړو برخه لرله.

فراغت غونډې ته د وينا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال وويل: د خوښۍ ځاى دى، چې نن ورځ د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي په پنځمه دوره کې ۱۰۴ تنه مسلکي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړل.

نوموړي فارغو محصلانو او د هغوى کورنيو ته مبارکي وويله او زياته يې کړه، چې د شته صلاحيت او استعداد نه په ګټې اخيستنې د خپل هېواد او ټولنې په سمون او رغښت کې کار واخلي.

د پوهنتون رئيس فارغان خپلو مسؤليتونو ته ځير کړل او غوښتنه يې ترې وکړه، چې په راتلونکې هم د خپل پوهنتون سره په اړيکه کې واوسي او په ابادۍ او ښيرازۍ کې يې برخه واخلي.

د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي رئیس پوهندوی سید سمیع الله سعیدي د غونډې بل ویناوال ؤ، چې فارغانو او د هغوی د کورنیو غړو ته د مبارکۍ تر څنګ یې وویل: ((له تاسو څخه مو هیله داده، لکه څرنګه چې د ژورنالیزم مسلک سپېڅلي او ځانګړي اخلاقي او کاري کوډونه لري، هغې ته په پام سره په ټولنه کې د ژمن او مسلکي ژورنالېست په توګه پل کېږدئ او دا ثابته کړئ، چې مسلکي ژورنالېستان د ټولنې د اذهانو تنویر، پرمختګ او سمون لپاره ډېر څه کولی شي.))

د فارغانو په استازۍ محمد سلیم جهان او د فارغانو د والدینو په استازیتوب قاضي مېرویس خبرې وکړې او د ننګرهار پوهنتون او ژورنالېزم پوهنځي له مشرتابه او استادانو یې مننه وکړه، چې د یادو فارغانو په روزنه کې یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي دي.

د غونډې په پای کې پر فارغانو د فراغت تصدیقونه وویشل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۴۲ کادري بستونو لپاره له ۸۲ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د خراسان، الفلاح، التقوا، سپين غر، بايزيد، اميرعلي شېر نوايي، بايزيد روښان، تنوير او شفاء پوهنتونونو طب، ستوماتولوژي، ټکنالوژي، حقوقو، اقتصاد، ښوونې او روزنې او کمپيوټر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د صرف او نحوې تمهیدي درسونه پیل شول.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون د شرعیاتو او ژبو او ادبیاتو پوهنځي د عربي ژبې او ادب څانګې لومړي کال لسګونو تنو محصلینو ته د صرف او نحوې تمهیدي درسونو د زده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۲:۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون له خوا هلمند پوهنتون سره د ۱۵۰ جلده کتابونو مرسته وشوه.

د ننګرهار پوهنتون کتابتون امریت د هلمند پوهنتون کرنې پوهنځي سره د کرنیزو علومو په برخه کې د ۱۵۰ جلده کتابونو مرسته وکړه.
د کتابونو یاده مرسته د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو. . .

BACK TO NEWS

User account menu