د ننګرهار پوهنتون چاپېریال ساتنې مرکزي کمېټې غونډه وکړه.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۱۱ - ۸:۴۶
image

 

په یاده کاري ناسته کې، چې ددې پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په مشرۍ ترسره شوه، د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال، د علمي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو، د پوهنځیو معاونینو او د یادې کمېټې غړو برخه لرله.

د مجلس د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال د پوهنتون پر پاکۍ، فزیکي ښکلا، سمسورتیا او چاپېریال ساتنې تاکید وکړ.

نوموړي د کمېټې غړو ته سپارښتنه وکړه، چې د یوه مناسب تحصیلي چاپېریال د رامنځته کېدو په خاطر د پوهنتون د بېلابېلو برخو د لارو او سرکونو رغولو، تنویر، پاکۍ او سمسورتیا ته ځانګړې پاملرنه وکړي او په دې برخه کې د اړوندو څانګو سره په ګډه کار وکړي.

د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت چاپېریال ساتنه د هر فرد ایماني او انساني مسؤلیت یاد کړ او د پوهنتون له ټولو منسوبینو یې غوښتنه وکړه، چې په یاده برخه کې خپل مسؤلیت او رسالت په ښه توګه ادا کړي.

د پوهنتون مشرتابه د اداري مجلس د پرېکړې سره سم د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد پوهنوال سید اکرم هاشمي د چاپېریال ساتنې مرکزي کمېټې د نوي مشر په توګه د کمېټې غړو ته معرفي کړ او هغوی یې له نوموړي سره ګډ کار او همکارۍ ته راوبلل.

پوهنوال هاشمي د پوهنتون د رهبرۍ مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې پوهنتون خپل کور ګڼي او په هره برخه کې ددې علمي کور خدمت د ځان لپاره ویاړ او افتخار بولي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د کمېټې لپاره د کاري پلان او طرزالعمل جوړولو، د چاپېریال د تقویمي ورځو نمانځلو، د پوهنځیو په کچه د یادو کمېټو فعالولو، د پوهنتون د بېلابېلو برخو سمسورتیا، پاکۍ او رغولو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۵ - ۸:۵۴
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د یوه مجهز څېړنیز مرکز د جوړېدو چارې پیل شوې.

د یاد مرکز وداني د ننګرهار پوهنتون رهبرۍ په هلو ځلو او د شهید افسر خان ستانکزي خيريه بنسټ له لوري د ۱۵ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د اړینو عصري تجهیزاتو په لرلو سره په ۳ پوړونو کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۳ - ۲۲:۸
Background image

د ننګرهار پوهنتون په نوښت جوړ شوی اقليم بدلون نړيوال کنفرانس پای ته ورسېد.

ياد کنفرانس چې د سلواغې په ۲۱ نېټه پيل او درې ورځې يې دوام وکړ، د وروستۍ ورځې په مناسبت يې د ښېوې ولسوالۍ اړوند ناکامورا پارک کېيي مراسم جوړ شوي وو، چې په کې د ننګرهار پوهنتون رئيس او. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۲ - ۲۰:۴۹
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د داير شوي اقليم بدلون نړيوال کنفرانس دويمه ورځ هم په بريا سره پای ته ورسېده.

د ننګرهار پوهنتون په کوربتوب او د لوړو زده کړو وزارت په همکارۍ د جوړ شوي اقليم بدلون نړيوال کنفرانس دويمه ورځ، چې د کنفرانس د محتوا اړوند د ګډونوالو علمي او تحقيقي مقالو ته ځانګړې شوې. . .

BACK TO NEWS