د ننګرهار پوهنتون څلور تنه علمي او اداري کارکوونکي وستایل شول.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۳۰ - ۸:۴۲
image

 

د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه له خوا د لوړو زده کړو وزارت د فوق العاده استازي او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت، د وترنري علومو پوهنځي استاد پوهنوال ډاکتر محمد ناظر فیصل، د کرنې پوهنځي د فارم آمر ګل آغا مبشر او د محصلانو خدمتونو انسجام امریت د روزنې مدیر عزیزالرحمن نیازي د اداري، علمي او رغنیزو خدمتونو قدردانی وشو.

یاد شخصیتونه د ننګرهار پوهنتون د اداري مجلس په نوبتي غونډه کې، چې د پوهنتون د رهبرۍ سربېره په کې د پوهنځیو او تدریسي روغتون رئیسانو او د ځینو اداري څانګو مسؤلینو برخه لرله، د ستاینلیکونو په ورکړې سره وستایل شول.

غونډې ته د وينا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال په اداره کې د مکافاتو او مجازاتو د اصل په ارزښت خبرې وکړې او په اداري او تدریسي برخو کې یې د یادو مسؤلینو د ترسره کړیو خدمتونو یادونه او ستاینه وکړه.

نوموړي وويل: د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت په تېر یوه کال کې د ننګرهار پوهنتون د علمي او تدریسي چارو د همغږۍ، اداري او مالي چارو د اصلاح، بیارغونې، چاپېریال ساتنې، ښکلا او سمسورتیا او نورو بېلابېلو برخو کې نه ستړي کېدونکې هلې ځلې او خدمتونه ترسره کړي، چې مونږ یې تقدیروو.

پوهاند بهسودوال زياته کړه: د وترنري علومو پوهنځي استاد پوهنوال ډاکتر محمد ناظر فیصل او د محصلانو خدمتونو انسجام امریت د روزنې مدیر عزیزالرحمن نیازي د څارونکي هیئت په توګه د مرکزي لیلیې د اعاشې او اباتې پورې د اړوندو چارو د اصلاح او سمونې او د کرنې پوهنځي د فارم آمر ګل آغا مبشر د یاد پوهنځي د تحقیقاتي فارمونو د معیاري کېدو او د پوهنتون د نورو برخو د سمسورتیا لپاره هلې ځلې کړي، چې مونږ یې قدردانی کوو او د الله تعالی له درباره ورته د اجر او بریاوو غوښتنه کوو.

د ستایل شویو په استازیتوب د اداري او مالي چارو مرستیال ښاغلي صداقت خبرې وکړې او د پوهنتون له مشرتابه یې مننه وکړه، چې د دوی کړنې يې وستايلې.

نوموړي د هېواد او ولس خدمت لویه نېکمرغي او سعادت وباله او ژمنه يې وکړه، چې په راتلونکې کې به هم د پوهنتون له مشرتابه او اړوندو څانګو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۴۲ کادري بستونو لپاره له ۸۲ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د خراسان، الفلاح، التقوا، سپين غر، بايزيد، اميرعلي شېر نوايي، بايزيد روښان، تنوير او شفاء پوهنتونونو طب، ستوماتولوژي، ټکنالوژي، حقوقو، اقتصاد، ښوونې او روزنې او کمپيوټر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د صرف او نحوې تمهیدي درسونه پیل شول.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون د شرعیاتو او ژبو او ادبیاتو پوهنځي د عربي ژبې او ادب څانګې لومړي کال لسګونو تنو محصلینو ته د صرف او نحوې تمهیدي درسونو د زده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۲:۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون له خوا هلمند پوهنتون سره د ۱۵۰ جلده کتابونو مرسته وشوه.

د ننګرهار پوهنتون کتابتون امریت د هلمند پوهنتون کرنې پوهنځي سره د کرنیزو علومو په برخه کې د ۱۵۰ جلده کتابونو مرسته وکړه.
د کتابونو یاده مرسته د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو. . .

BACK TO NEWS

User account menu