د ننګرهار پوهنتون مشرتابه ددې پوهنتون د ژورنالېزم او ارتباطاتو پوهنځي د چارو ارزونه وکړه.

nu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۵ - ۱۶:۱۳
picture

ددې ارزونې پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئیس سره د علمي چارو، اداري او مالي چارو او محصلانو چارو مرستیالان هم ملګري وو او د یاد پوهنځي په علمي، تدریسي او اداري برخو کې لاسته راوړنو، پرمختګونو، ستونزو، غوښتنو او اړتیاوو په اړه یې معلومات ترلاسه کړل.

د ژورنالېزم او ارتباطاتو پوهنځي رئیس پوهندوی سید سمیع الله سعیدي د پوهنتون رهبرۍ ته د خپل پوهنځي د ترسره کړیو او جاري فعالیتونو، اوسني وضعیت، ستونزو، وړاندیزونو او راتلونکو پلانونو په اړه چمتو کړی پرېزنټېشن وړاندې کړ، چې د یاد پوهنځي هر اړخیز مسایل په کې را اخیستل شوي وو.

picture

ښاغلي سعیدي د خپلو خبرو پر مهال د پوهنځي په علمي لاسته راوړنو، څانګو او کمېټو فعالیتونو، استادانو او محصلینو ته د ظرفیت لوړونې برنامو، محصلینو عملي زده کړو، HEMIS سیستم څخه ګټې اخیستنې، ملي، سیمه ییزو او نړیوالو پوهنتونونو سره پر اړیکو، د محصلینو عملي زده کړو په موخه رسنیو سره پر لاسلیک کړیو توامیتونو، نړیوالو معتبرو ژورنالونو کې د استادانو پر نشر شویو مقالو، ذیربطه ادارو سره پر ګډو څېړنیزو پروژو، نصاب بهبود او ترسره شویو ټولنیزو، فرهنګي او رغنیزو چارو باندې رڼا واچوله.

نوموړي د استادانو کموالی، د محصلینو عملي زده کړو لپاره د مناسبو او کافي وسایلو، سټوډیو او راډیو نشتوالی، د ودانۍ، دفتري وسایلو، درسي موادو کمښت او د مجهز کتابتون نه موجودیت د پوهنځي اساسي ستونزې او دکتورا برنامو ته د استادانو لېږل، شپې برنامې ایجاد، استادانو او محصلینو ته د ظرفیت لوړونې لنډمهاله پروګرامونو چمتو کول، د معیار ورځپانې تر څنګ د یوې مجلې نشر او ماسترۍ برنامې ایجادول خپل راتلونکي پلانونه یاد کړل. 

د ننګرهار پوهنتون رئیس شـ/یخ انعام الله مدني، د علمي چارو مرستیال پوهندوی م/ولوي احسان الله ناصح، د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت او محصلانو چارو مرستیال پوهنیار حافظ سید محمدقاسم هاشمي د خپلو ویناوو پر مهال د ژورنالېزم او ارتباطاتو پوهنځي په لاسته راوړنو او پرمختګونو خوښي وښوده او د یاد پوهنځي له مسؤلینو او استادانو یې مننه وکړه.

نوموړو د مسلکي ژورنالیستانو او عامه اړیکو برخه کې د مسلکي کادرونو په روزلو ټینګار وکړ، د چارو لا ښه والي په پار یې د پوهنځي مسؤلینو ته اړینې لارښوونې وکړې او ژمنه یې وکړه، چې د یاد پوهنځي په چارو کې پرتو خنډونو، اړتیاوو او وړاندیزونو ته به پر وخت او لازمه رسیده ګي وکړي.

د مجلس په پای کې د پوهنتون رهبرۍ د ژورنالېزم او ارتباطاتو پوهنځي  د مختلفو څانګو او مدیریتونو د چارو ارزونه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۳۶
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۶۸ کادري بستونو لپاره له ۸۹ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د ننګرهار، جهان، مهین، رڼا، اریانا کابل، اریانا ننګرهار، سپین غر کابل، سپین غر ننګرهار او فانوس امارتي او خصوصي پوهنتونونو د مختلفو پوهنځیو بېلابېلو څانګو کادري بستونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۱۷
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته (پر رواني روغتیا د ټولنیزو رسنیو اغېزې) تر عنوان لاندې معلوماتي سيمینار وړاندې شو.

یاد سيمینار چې د دې پوهنتون د ارتباطاتو او ژورنالېزم پوهنځي استاد پوهنمل احمدګل احمدي له خوا د مختلفو پوهنځیو محصلینو ته وړاندې شو، پر مهال یې د ټولنیزو رسنیو د ګټو، احتمالي زیانونو،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۳:۱
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د مشاورې مهارتونو او رواني روغتیا په اړه معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

یاد سيمینار چې د دې پوهنتون د محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت په هڅو د ښوونې او روزنې پوهنځي د ارواپوهنې او پیداګوژي څانګې دوو تنو استادانو له خوا ترسره شو، پر مهال یې سلګونو تنو محصلینو. . .

BACK TO NEWS

User account menu