د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د ( کاري فرصتونو، کار بازار او استخدام پروسې ) په هکله معلوماتي او روزنیز سيمینار وړاندې شو.

nu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۲:۴
picture

د ننګرهار پوهنتون د څوارلس ګونو پوهنځيو د وروستیو کلونو سلګونو تنو محصلینو ته د پوهنتون د غونډو په عمومي تالار کې د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي دوو تنو استادانو پوهندوی دوکتور ریحان الله رحیمي او پوهنمل منصور فقیرزي له خوا د کاري فرصتونو، کار بازار او استخدام پروسې په اړه معلوماتي او روزنیز سيمینار دایر شو.
په دې سیمینار کې، چې د ننګرهار پوهنتون محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت په نوښت جوړ شوی و، هغه مهم مسایل تشریح شول، چې د محصلینو د کار موندنې لپاره اړین وو او د هغوی پوهه ورسره لوړه شوه.
د موضوعاتو وړاندې کوونکو استادانو محصلینو ته د کار بازار پېژندنې، کار ډولونو، د کاري فرصت موندنې مهارت د زده کړې اغېزو، د کار ورکوونکو اساسي شرایطو، کارکوونکي وړتیاوو او خصوصیاتو په هکله په ساده او روښانه توګه معلومات ورکړل.
استادانو همدارنګه د استخدام د پروسې عملي مرحلې تشریح کړې، چې په کې د دندې موندلو لارې، د غوښتنلیک (اپلای) طریقه، د شاټ‌ لېسټ شرایطو، د تحریري ازموینې بهیرڅرنګوالي، د مرکې مهمو ټکو او نورو اړینو مسایلو اړوند معلومات او جزیات محصلینو سره شریک کړل او د هغوی پوښتنې یې ځواب کړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۰:۲
Background image

د لوړو زده کړو محترم وزیر صاحب د ننګرهار پوهنتون له منسوبینو سره غونډه وکړه.

د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده کړو محترم وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم حفظه الله د یو پلاوي په ملتیا ننګرهار پوهنتون ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دې پوهنتون له رهبرۍ،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۴:۱۷
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د داخلي او بهرنیو ژبو زده کړې یو کلن جوړ شوي کورس څخه ۲۶۵ تنه محصلین فارغ شول.

د لوړو زده کړو محترم وزارت په لارښوونه او مالي ملاتړ ننګرهار پوهنتون کې د ۱۴ ګونو پوهنځیو محصلینو ته د پښتو، دري، عربي او انګلیسي ژبو د زده کړې یو کلنې جوړې شوې برنامې څخه (۲۶۵) تنه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۱:۳۴
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د خزاني سمستر نهايي ازموینې پیل شوې.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، په یاده ازموینه کې چې د جدي میاشتې په ۸مه نېټه پیل او درې اوونۍ به دوام وکړي، د دې پوهنتون د لیسانس، فوق لیسانس او شپې پوهنځیو محصلین په کې برخه لري.
د. . .

BACK TO NEWS

User account menu