د ننګرهار پوهنتون علمي چارو معاونیت له لوري د کرنې پوهنځي مسؤلینو، څانګو آمرینو، کمېټو مشرانو او غړو ته د تضمین کیفیت پروسې معیارونو او چیک لیستونو تشریح په موخه یو ورځنی سیمینار دایر شو.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳ - ۱۱:۳۷
PICTURE

ددې سيمینار د پرانیستې وینا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح د تضمین کیفیت پروسې په اهمیت او اړتیا د خبرو کولو تر څنګ یاد سيمینار د استادانو، څانګو آمرینو او اداري کارکوونکو په ظرفیت لوړونه او د پوهنتون په اعتبار سند ساتلو کې ګټور وباله.
نوموړي وویل: دا پروسه پوهنتونونو ته د ملي او نړیوالو معیارونو سره سم اعتبار ورکوي او په اکاډمیک ډګر کې یې دریځ پیاوړی کوي.
ښاغلي ناصح زیاته کړه، ددغې پروسې په لړ کې به  د ټولو پوهنځیو مسؤلین او نور پرسونل خپلو اساسي مکلفیتونو ته متوجه او د معیارونو په پلي کېدو سره به په علمي، تدریسي او اداري برخو کې پرتې ستونزې حل شي.
د یاد سیمینار ارایه کوونکي استاد او د ننګرهار پوهنتون د تضمین کیفیت آمر پوهنوال علي جان عادل په وینا، ددې پروسې پر مهال به د پوهنتون اداري او تدریسي پرسونل ته د تضمین کیفیت اهمیت، ملي او نړیوالو معیارونو، د پروسې مختلف مراحل ، د تطبیق لارې چارې، ښکېلو اړخونو رول، د ارزونې، څارنې او پرمختګ میکانیزمونو او مطلوبو پایلو په اړه معلومات وړاندې کړي.
نوموړي وویل: ددې پروسې په نتیجه کې به پرسونل وکولی شي، چې په بشپړه توګه د تضمین کیفیت پروسې مراحل او خپل مسؤلیتونه وپېژني او د پوهنتون د ترقۍ په برخه کې به فعاله ونډه واخلي.
سرچینه: د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۴۲ کادري بستونو لپاره له ۸۲ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د خراسان، الفلاح، التقوا، سپين غر، بايزيد، اميرعلي شېر نوايي، بايزيد روښان، تنوير او شفاء پوهنتونونو طب، ستوماتولوژي، ټکنالوژي، حقوقو، اقتصاد، ښوونې او روزنې او کمپيوټر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د صرف او نحوې تمهیدي درسونه پیل شول.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون د شرعیاتو او ژبو او ادبیاتو پوهنځي د عربي ژبې او ادب څانګې لومړي کال لسګونو تنو محصلینو ته د صرف او نحوې تمهیدي درسونو د زده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۲:۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون له خوا هلمند پوهنتون سره د ۱۵۰ جلده کتابونو مرسته وشوه.

د ننګرهار پوهنتون کتابتون امریت د هلمند پوهنتون کرنې پوهنځي سره د کرنیزو علومو په برخه کې د ۱۵۰ جلده کتابونو مرسته وکړه.
د کتابونو یاده مرسته د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو. . .

BACK TO NEWS

User account menu