د ننګرهار پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه وکړه.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۲:۵۵
picture

په نوموړې کاري ناسته کې، چې د عقرب میاشتې په ۶ مه نېټه ترسره شوه او د پوهنتون رئیس، مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځيو او تدریسي روغتون رئیسانو او استادانو په کې برخه لرله، د علمي او تدریسي چارو، استادانو علمي ترفیعاتو او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.
د ننګرهار پوهنتون رئيس شیخ انعام الله مدني د مجلس د پرانیستې وینا پر مهال د علمي شورا نویو غړو ته ښه راغلاست ووایه، د مجلس غړو سره یې د لوړو زده کړو محترم وزارت سپارښتنې شریکې کړې او د هغې په تطبیق یې ټینګار وکړ.
محترم شیخ صاحب دغه راز د پوهنځیو مسؤلینو او استادانو ته په ټاکلي وخت او اصولو سره سم د سمستر د شل فیصده ازموینو اخیستو سپارښتنه وکړه.
د ختیځ زون امارتي او خصوصي پوهنتونونو لپاره د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد مسؤل او د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال شیخ شاکرالله وحدت په خپلو خبرو کې د محصلانو اړوند مسایلو، ستونزو، امکاناتو او یو شمېر نورو مواردو په هکله د شورا له غړو سره بحثونه وکړل او په اړه یې د هغوی نظریات واورېدل.
د غونډې په لړ کې دغه راز د پوهنتون بېلابېلو پوهنځیو او مرکزي کمېټو د دویمې ربعې راپورونه تائید شول. 
د غونډې په پای کې د ننګرهار، کونړ سید جمال الدین افغاني، لغمان، نورستان او پکتیکا پوهنتونونو د استادانو د علمي ترفیعاتو ۱۵ کیسونو، د ننګرهار پوهنتون یو شمېر پوهنځیو لیسانس او فوق لیسانس برنامو لپاره د قراردادي استادانو استخدام او یو شمېر متفرقه مسایلو په اړه لازمې پرېکړې وشوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۲:۵۶
Background image

کمپیوټر ساینس پوهنځي کې (په مالي راکړه ورکړه کې د مصنوعي ځیرکتیا رول) تر سرلیک لاندې ورکشاپ دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي د سافټویر انجنیري څانګې استاد پوهنمل دوکتور محمد داود حیدرزي، چې په سلواکیا هېواد کې یې تازه خپله دوکتورا بشپړه کړې د خپلو نړیوالو څېړونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۳۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون او ننګرهار ولایت عامې روغتیا ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلینو په وینا، د دې درې کلن تفاهملیک له مخې به د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون او  ننګرهار حوزوي روغتون د یو بل له شته امکاناتو، تخنیکي اسانتیاوو او تخصصي وړتیاوو استفاده کوي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۴
Background image

قراردادي خبرتیاوې

د ننګرهار پوهنتون ریاست له ټولو هغو امارتي او خصوصي شرکتونو څخه، چې د ګډون شرایط پوره کوي، غوښتنه کوي چې د لاندې تدارکاتي پروژو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي:

۱- د ننګرهار پوهنتون. . .

BACK TO NEWS

User account menu