د ننګرهار پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه وکړه.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۳ - ۱۰:۴۸
image

 

په نوموړې کاري ناسته کې، چې د مرغومې په ۳۰ مه نېټه ددې پوهنتون د رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال په مشرۍ ترسره شوه، د استادانو د علمي ترفیعاتو، تقرر او انفکاک کیسونو او يو شمېر نورو مسايلو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.

د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال د مجلس د پرانیستې پر مهال د څلورمو ټولګیو د پیل طرحې په اړه، چې د لوړو زده کړو وزارت له خوا پرې کار روان دی او ډېر ژر به تطبیق شي، د پوهنځیو مسؤلینو ته د اړین چمتووالي سپارښتنه وکړه.

نوموړي دغه راز د لوړو زده کړو وزارت د هدایت سره سم د پاکستان هېواد د معتبرو پوهنتونونو او روغتونونو سره د ننګرهار پوهنتون د تفاهملیکونو د لاسلیکولو او ځینو نورو پرمختګونو په اړه د شورا غړو ته معلومات ورکړل.

د ننګرهار ولایت د دولتي او خصوصي پوهنتونونو لپاره د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازی او د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال قاضي خالد صداقت، د علمي چارو مرستیال پوهنمل احسان الله ناصح او د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي د مجلس نور ویناوال وو، چې د تضمین کیفیت داخلي واحد ته د پوهنځیو د کلنیو راپورونو لېږلو، د علمي تحقیقاتو مرکزي کمېټې ته په ملي او نړیوالو علمي ژورنالونو کې د پوهنتون د استاذانو د چاپ شویو مقالو او څېړنو سپارلو، فارغېدونکو محصلانو ته د مونوګرافونو او دفاع ګانو زمینې برابرولو، د دیپلومونو د څارنې کمېټې سره د لازمې همکارۍ، د متقاعدو استادانو له خوا د پوهنتون د کورونو تخلیې، د نیالګیو کېنولو کمپاین لپاره چمتووالي او ځینو نورو موضوعاتو په اړه یې د مجلس ګډونوالو ته اړینې سپارښتنې وکړې.

د مجلس په وروستۍ برخه کې د ننګرهار او لغمان پوهنتونونو د علمي ترفیعاتو د ۹، تقرر ۴ او انفکاک ۱۱ کیسونو او د ځینو نورو متفرقه مسايلو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۱:۳۶
Background image

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال د طب پوهنځي لیلیې څخه لیدنه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مولوي عبیدالله عابد د پوهنتون لیلیو عمومي مدیر مولوي عبدالحکیم حقاني په ملتیا تېره ورځ ماښام مهال د طب پوهنځي لیلیې څخه لیدنه وکړه او هلته یې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۱:۳۴
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د ماسترۍ ۲۰ تنو محصلینو د ننګرهار ولایت د ماشومانو دارالتادیب څخه لیدنه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت حقوقي کلینیک له لوري د دې پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د قضاء او څارنوالۍ ماسترۍ برنامې شل تنو محصلینو ته د علمي سیر په موخه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۲:۳۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه وکړه.

په نوموړې کاري ناسته کې، چې د روانې لیندۍ میاشتې په ۲۳ مه نېټه ترسره شوه او د پوهنتون رئیس، مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځيو او تدریسي روغتون رئیسانو، استادانو او یو شمېر آمرینو په کې. . .

BACK TO NEWS

User account menu