د ننګرهار پوهنتون علمي شورا ددې پوهنتون د رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال په مشرۍ غونډه وکړه.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۶ - ۱۲:۷
image

 

په نوموړي کاري ناسته کې، چې د سلواغې په ۱۰ مه نېټه په ریاست مقام کې ترسره شوه او د پوهنتون مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځيو او تدریسي روغتون رئيسانو او استادانو په کې برخه لرله، د پوهنتون د علمي او تدریسي چارو، علمي ترفیعاتو، تقرر او انفکاک کیسونو او يو شمېر نورو مسايلو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.

د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال د مجلس د پرانیستې پر مهال په تېره یوه میاشت کې د پوهنتون ادارې د کړنو او لاسته راوړنو په اړه د شورا غړو ته معلومات ورکړل.

نوموړي دغه راز د پوهنځیو او تدریسي روغتون له رئیسانو مننه وکړه، چې د تضمین کیفیت پروسې د تطبیق په برخه کې یې هلې ځلې کړي، چې له برکته یې د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت ریاست د پلاوي له خوا کلنۍ بیاکتنه او ارزونه په مثبته توګه ترسره شوه.

د پوهنتون رئیس زیاته کړه، چې تضمین کیفیت یوه دوامداره پروسه ده او د پوهنتون درانه استادان او مسؤلین باید د کیفیت ښه والي لپاره لا زیات کار او هڅې وکړي.

د ننګرهار پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستیال پوهنیار قاضي خالد صداقت، د علمي چارو مرستیال پوهندوی احسان الله ناصح او د محصلانو چارو مرستیال حافظ سید محمدقاسم هاشمي په خپلو خبرو کې د خالي بستونو ډکولو او د استخدام پروسې چټکوالي، د فراغت جدولونو ترتیبولو او لېږلو، د دیپارتمنتونو ټاکنو ترسره کولو، نیالګیو کېنولو او د HEMIS سیستم د ښه تطبیق په اړه د مجلس ګډونوالو ته لازمې لارښوونې وکړې، چې د هغوی له خوا د اجرااتو ډاډ ورکړل شو.

د مجلس په دویمه برخه کې د ازموینو کمېټې د غړي پوهنمل عباد الله ناصري له خوا د ۱۴۰۱ تحصیلي کال د وروستي سمستر ازموینو ګزارش او د چاپېریال ساتنې کمېټې د مشر پوهنوال سید اکرم هاشمي له خوا د یادې کمېټې د کړنو او لاسته راوړنو ګزارشونه وړاندې شول، چې د شورا د غړو د تائید وړ وګرځېدل.

د مجلس په وروستۍ برخه کې د ننګرهار او د کونړ سید جمال الدین افغاني پوهنتونونو د علمي ترفیعاتو، تقرر او انفکاک ۳۲ کیسونو، د استادانو او محصلینو پر عرایضو او د ځینو نورو متفرقه مسايلو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۲:۲۴
Background image

د ننګرهار او کونړ سید جمال الدین افغاني پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلينو په وينا، د یاد تفاهملیک له مخې به دواړه پوهنتونونه په تحقیقاتي، علمي، استادانو ـ محصلینو ظرفیت لوړونې، چارو کیفیت ښه والي، علمي سرچینو او تسهیلاتو قانوني استفادې او فرهنګي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۳۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون ممتاز محصلین د یوې سترې غونډې په ترڅ کې وستایل شول.

ننګرهار پوهنتون د خپلو اړوندو پوهنځیو (۴۲) تنه هغه محصلین، چې د تېر سمستر په نهايي ازموینو کې یې د لوړو نمرو په اخیستلو سره د پوهنتون او خپلو پوهنځیو په کچه لوړ مقامونه ترلاسه کړي وو، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته په (مدني قضیه کې حکمیت) تر عنوان لاندې معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

دغه سیمینار د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو او د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو د درېیمو ټولګیو محصلینو لپاره جوړ شوی و، چې په کې د حکمیت اړوند مهم موضوعات تشریح شول.

همدارنګه د سیمینار په. . .

BACK TO NEWS

User account menu