د ننګرهار پوهنتون شپې برنامې ۷ پوهنځيو ته د لسګونه تنو کانديدانو څخه د کانکور ازموينه واخيستل شوه.

nu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳۱ - ۱۱:۲۰
picture

یاده ازموینه د ننګرهار پوهنتون او د ازموینو ملي ادارې له خوا ددې پوهنتون په شرعیاتو پوهنځي کې واخیستل شوه. 
په همدې مناسبت د شرعیاتو پوهنځي د امام ابوحنیفه (رح) د غونډو په تالار کې پرانیستغونډه جوړه شوې وه، چې د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه او استادانو سربېره په کې د ازموینو ملي ادارې څخه د راغلي پلاوي غړو او مسؤلینو برخه لرله.
غونډه د ننګرهار پوهنتون د رئیس شیخ انعام الله مدني په پرانيستونکې وينا پيل شوه؛ نوموړي وويل: د پوهنتون ادارې د ازموینو ملي ادارې د راغلي پلاوي سره په ګډه د ازموینې د روڼتیا لپاره ټول اړین تدابیر نیولي او ممتحنو استادانو ته یې په شفافه توګه د ازموینې اخیستلو سپارښتنه کړې ده.

picture


د ازموينو ملي ادارې څخه د راغلي پلاوي مشر ښاغلي مدير جان کوټوال د کانکور ازموینې په اړه د لنډو معلوماتو ورکولو سربېره د غونډې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې د ننګرهار پوهنتون له استادانو سره په ګډه به د ازموينې په شفافې اخيستنه کې هلې ځلې وکړي.
د غونډې په پاى کې د ازموينې د ټولو ګډونوالو په حضور کې د پوښتنپاڼو د بکسونو قلفونه خلاص او رسماً ازموينه پيل شوه.
د ننګرهار پوهنتون رئیس، د علمي چارو، اداري او مالي چارو او محصلانو چارو مرستیالانو د ازموینو ملي ادارې څخه د راغلي پلاوي د غړو په ملتیا د ازموینې له بهیر څخه لیدنه وکړه او ممتحنو استادانو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د اصولو سره سمه ازموینه واخلي او ګډونوالو ته په ښه توګه لارښوونه وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۴۲ کادري بستونو لپاره له ۸۲ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د خراسان، الفلاح، التقوا، سپين غر، بايزيد، اميرعلي شېر نوايي، بايزيد روښان، تنوير او شفاء پوهنتونونو طب، ستوماتولوژي، ټکنالوژي، حقوقو، اقتصاد، ښوونې او روزنې او کمپيوټر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۳۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته د صرف او نحوې تمهیدي درسونه پیل شول.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له خوا د دې پوهنتون د شرعیاتو او ژبو او ادبیاتو پوهنځي د عربي ژبې او ادب څانګې لومړي کال لسګونو تنو محصلینو ته د صرف او نحوې تمهیدي درسونو د زده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۲:۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون له خوا هلمند پوهنتون سره د ۱۵۰ جلده کتابونو مرسته وشوه.

د ننګرهار پوهنتون کتابتون امریت د هلمند پوهنتون کرنې پوهنځي سره د کرنیزو علومو په برخه کې د ۱۵۰ جلده کتابونو مرسته وکړه.
د کتابونو یاده مرسته د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو. . .

BACK TO NEWS

User account menu