د ننګرهار پوهنتون ساینس پوهنځي له خپلو محصلینو څخه (د کامل لمونځ اسانه لارښود) کتاب کې رقابتي ازموینه واخیسته.

nu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۳:۳۶
picture

د پوهنځي د مسؤلینو په وینا، له دې رقابتي ازموینې څخه یې هدف د لمانځه اړوند د محصلینو د معلوماتو زیاتوالی او د هغوی تر منځ سالم رقابت و، چې د پوهنځي د اړوندو پنځه ګونو څانګو څخه ۳۰۰ تنو محصلینو په کې ګډون کړی و.
د ازموینې ګډونوالو محصلینو د پوهنځي رهبرۍ د یاد ابتکار ستاینه وکړه او د لمانځه اړوند یې، چې یو مهم او اساسي عبادت دی، د خپلو معلومات زیاتوالي او خپلو نیمګړتیاوو اصلاح کولو باندې خوښي وښوده.
د کامل لمونځ اسانه لارښود په نوم کتاب کې د لمانځه اړوند ټول اړین او مهم مسایل بیان شوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۲:۲۴
Background image

د ننګرهار او کونړ سید جمال الدین افغاني پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسلیک شو.

د مسؤلينو په وينا، د یاد تفاهملیک له مخې به دواړه پوهنتونونه په تحقیقاتي، علمي، استادانو ـ محصلینو ظرفیت لوړونې، چارو کیفیت ښه والي، علمي سرچینو او تسهیلاتو قانوني استفادې او فرهنګي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۳۵
Background image

د ننګرهار پوهنتون ممتاز محصلین د یوې سترې غونډې په ترڅ کې وستایل شول.

ننګرهار پوهنتون د خپلو اړوندو پوهنځیو (۴۲) تنه هغه محصلین، چې د تېر سمستر په نهايي ازموینو کې یې د لوړو نمرو په اخیستلو سره د پوهنتون او خپلو پوهنځیو په کچه لوړ مقامونه ترلاسه کړي وو، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته په (مدني قضیه کې حکمیت) تر عنوان لاندې معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

دغه سیمینار د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو او د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو د درېیمو ټولګیو محصلینو لپاره جوړ شوی و، چې په کې د حکمیت اړوند مهم موضوعات تشریح شول.

همدارنګه د سیمینار په. . .

BACK TO NEWS

User account menu