د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال د لوړو زده کړو وزارت علمي معین سره په دې پوهنتون کې د اسلامي ثقافت په اړه د جوړېدونکي ملي کنفرانس په اړه مشورتي غونډه وکړه.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۵ - ۱۳:۵۹
pic

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه سره (د هېواد په پوهنتونونو کې د اسلامي ثقافت تدریس، ارزښت او اغېزې) تر سرلیک لاندې ملي کنفرانس په اړه، چې ټاکل شوې ده نږدې راتلونکي کې د ننګرهار پوهنتون په کوربتوب ترسره شي، مشورتي غونډه وکړه.
د مجلس پر مهال ښاغلي ناصح دکنفرانس په اړه د لازم چمتوالي، ترلاسه شویو مقالو او د کنفرانس اړوند نورو موضوعاتو په اړه معلومات ورکړل.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د کنفرانس په اړه د پوهنتون پر چمتوالي خوښي وښوده او یاده برخه کې یې د پوهنتون  علمي چارو مرستیال ته اړینې لارښوونې او سپارښتنې وکړې، چې د نوموړي له خوا ورته د لازمو اجرااتو ډاډ ورکړل شو.
د یادونې وړ ده، د راتلونکې جدي میاشتې تر ۳۰ نېټې پورې یاد ملي کنفرانس ته مقالې منل کېږي او له هغې وروسته به د کنفرانس د دایرېدو نېټه او ځای معلوم شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۹:۴۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون کارکوونکو ته د مسنونو دعاګانو د فضیلت، اهمیت او ګټو په اړه دیني او معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له لوري د پوهنتون په جامع مسجد کې د سهارني درس پر مهال اداري او خدماتي کارکوونکو ته د مسنونو دعاګانو د فضیلت، اهمیت او ګټو په هکله دیني او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۱:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون د روان تحصیلي کال د پسرلني سمستر نهايي ازموينې پيل شوې.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، یادې ازموینې چې نن ورځ (د غبرګولي په ۱۱ مه) نېټه پیل شوې، درې اوونۍ دوام کوي او په ترڅ کې به یې د لیسانس دورې د ورځې، شپې او ماسترۍ پروګرامونو محصلینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۲۲
Background image

طب پوهنځي کې د تلاسیمیا ناروغۍ په هکله د عامه پوهاوي سيمینار دایر شو.

د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي استادانو، ډاکترانو، د جلال اباد ښار د لابراتوارونو مسؤلینو او متخصصینو ته د تلاسیمیا ناروغۍ د تشخیص نویو طبي پرمختګونو، مخنیوي لارو، درملنې او په اړه یې د. . .

BACK TO NEWS

User account menu