د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون او عمر ځلاند روغتیايي علومو انستیتیوت تر منځ د ګډو همکاریو تفاهملیک لاسليک شو.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۰ - ۱۴:۵۸
Picture

د مسولینو په خبره، د یاد تفاهملیک له مخې به دواړه بنسټونه د یو کال لپاره د محصلینو روزنې، هغوی ته د عملي زده کړو زمینې برابرولو، د بشري سرچینو د ظرفیت لوړونې او ناروغانو ته د غوره روغتیايي چوپړتیاوو وړاندې کولو سربېره یادې ادارې د خپلو اهدافو ترلاسه کولو په موخه یو د بل له امکاناتو څخه استفاده کوي.

یاد هوکړه لیک د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مـولوي احسان الله ناصح او د عمر ځلاند روغتیايي علومو انستیتیوت د علمي او تدریسي مرستیال ډاکتر عزیز احمد حکیمي تر منځ، چې پر مهال یې د ننګرهار پوهنتون رئیس شیخ انعام الله مدني او د یاد انستیتیوت بنسټګر متخصص ډاکتر محمد اسماعیل حکیمي هم حضور درلود، لاسلیک شو.

د ننګرهار پوهنتون رئیس شــيخ انعام الله مدني د خپلو خبرو پر مهال هیله څرګنده کړه، چې د یاد تفاهملیک په پلي کېدو سره به محصلین په منل شویو روغتیايي معیارونو سمبال شي، دواړو بنسټونو کې به هر اړخیز پرمختګونه رامنځ ته او ناروغانو ته د غوره معالجوي خدمتونو زمینه برابره شي.

د عمر ځلاند روغتیايي علومو انستیتیوت بنسټګر متخصص ډاکتر محمد اسماعیل حکیمي د یاد تفاهملیک په لاسلیک کېدو خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه، چې په هوکړه لیک کې د شته مواردو پلي کېدو په برخه کې به په بشپړه توګه هلې ځلې ترسره کړي.

سرچینه : د عامه اړیکو، اطلاعاتو او نشراتو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۱:۳۶
Background image

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال د طب پوهنځي لیلیې څخه لیدنه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مولوي عبیدالله عابد د پوهنتون لیلیو عمومي مدیر مولوي عبدالحکیم حقاني په ملتیا تېره ورځ ماښام مهال د طب پوهنځي لیلیې څخه لیدنه وکړه او هلته یې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۱:۳۴
Background image

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د ماسترۍ ۲۰ تنو محصلینو د ننګرهار ولایت د ماشومانو دارالتادیب څخه لیدنه وکړه.

د ننګرهار پوهنتون محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت حقوقي کلینیک له لوري د دې پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د قضاء او څارنوالۍ ماسترۍ برنامې شل تنو محصلینو ته د علمي سیر په موخه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۲:۳۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه وکړه.

په نوموړې کاري ناسته کې، چې د روانې لیندۍ میاشتې په ۲۳ مه نېټه ترسره شوه او د پوهنتون رئیس، مرستیالانو، د بېلابېلو پوهنځيو او تدریسي روغتون رئیسانو، استادانو او یو شمېر آمرینو په کې. . .

BACK TO NEWS

User account menu