د ماسترۍ دورې د نوملیکنې خبرتیا!

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۶ - ۱۰:۷
picture

د ننګرهار پوهنتون ماسترۍ دورې د ۶ برنامو (فقهې او قانون، تفسير او حديث، قضاء او څارنوالۍ، پښتو ژبې او ادب، ادارې- تجارت او انگلیسي ژبې او ادب څانګو) ټولو جدیدالشمول محصلانو ته، چې د کانکور ازموینې له لارې دې پوهنتون ته بریالي شوي، خبر ورکول کېږي، چې سر له سبا (یکشنبې ورځې څخه تر پنجشنبې ـ د تلې د ۶ نېټې څخه تر ۱۰ نېټې پورې) د نوملیکنې لپاره د پوهنتون د فوق لیسانس برنامو امریت ته مراجعه وکړي.
د راتګ پر مهال ۵ قطعې انځورونه، د دیپلوم، ترانسکریپټ او تذکرې اصل او کاپي له ځان سره ولرئ.
ادرس: ساینس پوهنځي بلاک، دویم پوړ ـ د فوق لیسانس برنامو امریت
وخت: د سهار له ۸ بجو د ماسپښین تر ۳ بجو پورې
درنښت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۴:۱۷
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د داخلي او بهرنیو ژبو زده کړې یو کلن جوړ شوي کورس څخه ۲۶۵ تنه محصلین فارغ شول.

د لوړو زده کړو محترم وزارت په لارښوونه او مالي ملاتړ ننګرهار پوهنتون کې د ۱۴ ګونو پوهنځیو محصلینو ته د پښتو، دري، عربي او انګلیسي ژبو د زده کړې یو کلنې جوړې شوې برنامې څخه (۲۶۵) تنه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۱:۳۴
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د خزاني سمستر نهايي ازموینې پیل شوې.

د پوهنتون د مسؤلینو په وینا، په یاده ازموینه کې چې د جدي میاشتې په ۸مه نېټه پیل او درې اوونۍ به دوام وکړي، د دې پوهنتون د لیسانس، فوق لیسانس او شپې پوهنځیو محصلین په کې برخه لري.
د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د ۲۶ کادري بستونو لپاره له ۷۳ تنو کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه.

یاده ازموینه د ننګرهار پوهنتون سربېره د تابش، جهان او امیر علي شېر نوايي خصوصي پوهنتونونو طب، ستوماتولوژي، حقوقو او سیاسي علومو، ژورنالېزم او ارتباطاتو،کمپیوټر ساینس او وترنري علومو. . .

BACK TO NEWS

User account menu