د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د ننګرهار پوهنتون کرنې پوهنځي د ماسترۍ دورې محصلینو له روانو څېړنیزو پروژو لیدنه وکړه.

nu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۵ - ۱۴:۱
picture

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه ننګرهار پوهنتون ته په خپل کاري سفر کې د پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهندوی مولوي احسان الله ناصح په ملتیا د کرنې پوهنځي د ماسترۍ برنامو د لسګونه تنو محصلینو د څېړنیزو پروژو څخه، چې د ننګرهار ولایت په مختلفو سيمو کې روانې دي، لیدنه وکړه.
ښاغلي خیرخواه د ننګرهار پوهنتون د یادو محصلینو له لوري په ترسره کېدونکو څېړنو خوښي وښوده او زیاته یې کړه، چې یادې څېړنې به د کرنیز سکتور په میکانیزه کېدو کې اغېزمنې تمامې شي.
نوموړي څېړونکو محصلینو څخه د مننې تر څنګ د پوهنتون مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې د یادو څېړنو پایلې د بشپړېدو په صورت کې له اړوندو سکتوري ادارو سره شریکې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۱۳
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د کرکټ سیالۍ پیل شوې.

د کرکټ سياليو یاد لس اوریزه ټورنمنټ، چې نږدې یوه میاشت به دوام وکړي، د ننګرهار پوهنتون د سپورت او بدني روزنې امريت له خوا د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځيو او پوهنتون فامیلیو ۱۵ لوبډلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۹
Background image

ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې د عربي ژبې او ادب څانګې دوکتورا برنامه پیل شوه.

ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي عربي ژبې او ادب څانګه کې د دوکتورا برنامه رسماً پرانیستل شوه، چې په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون رئیس، مرستیالانو، د پوهنځي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته (د ږیرې پرېښودلو ګټې او خریلو وعیدات) تر عنوان لاندې دیني او معلوماتي سيمینار وړاندې شو.

د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له خوا د لیلیې په جامع مسجد کې تېره ورځ د ماښام لمانځه څخه وروسته سلګونو تنو محصلینو ته د ږیرې پرېښودلو حکم، اهمیت، فضایلو او ګټو تر څنګ  د خریلو. . .

BACK TO NEWS

User account menu