د ننګرهار پوهنتون او التقوی لوړو زده کړو موسسې تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسليک شو.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۸ - ۷:۴۴
image

 

د مسؤلينو په وينا، د ياد تفاهملیک له مخې به دواړه بنسټونه په علمي، تدریسي، څېړنو، عملي زده کړو، استادانو تقرر او نورو برخو کې له یو بل سره همکاري کوي.

نوموړى هوکړه لیک د ننګرهار پوهنتون د رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال په حضور کې د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال او د التقوی لوړو زده کړو موسسې د علمي چارو مرستیال محمد اسماعیل مومند له خوا لاسلیک شو.

د التقوی لوړو زده کړو موسسې د علمي چارو مرستیال محمد اسماعیل مومند په تېر کې له خپلې تحصیلي موسسې سره د ننګرهار پوهنتون د اکاډمیکې مرستې او همکارۍ یادونه وکړه او د مننې تر څنګ يې په راتلونکې کې د هغې پر دوام ټینګار وکړ.

د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د پوهنتونونو او تحصیلي بنسټونو تر منځ د متقابلو اړیکو او همکاریو پر ارزښت خبرې وکړې او نوموړي ته یې په اړونده برخه کې د مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ.

د یادونې وړ ده، چې په نوموړي مجلس کې د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي، د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر پوهنمل دوکتور محمد دوست صافي، د التقوی لوړو زده کړو موسسې اداري مرستیال زبیر حسرت، د تضمین کیفیت آمر نقیب الله مطمین او د نشراتو آمر حبیب الله لوراند هم برخه لرله.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۱:۲۰
Background image

قراردادي خبرتیا!

ننګرهار پوهنتون غواړي چې د ښوونې او روزنې پوهنځي کانتین د میاشتنۍکرایې په بدل کې په قرارداد ورکړي. ټول هغه حکمي او انفرادي اشخاص، چې د نیولو اراده یې لري، خپلې عرض پاڼې دې د دې اعلان له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۱:۲۶
Background image

د کادري ازموینې خبرتیا!

ټاکل شوې ده، ننګرهار پوهنتون راتلونکې سه شنبه چې د (۱۴۰۵/ سنبلې/ ۳) نېټې سره برابره ده، د ننګرهار پوهنتون طب، کونړ سیدجمال الدین افغاني پوهنتون اقتصاد، غزني پوهنتون طب او عامه اداره،. . .

BACK TO NEWS

User account menu