ستراتیژیک پلان

دپوهنتون  د ستراتيژيک پلان خلاصه

ستراتېژیک پلان

picture

د ننګرهار پوهنتون لنډه پېژندنه

د ننګرهار پوهنتون په (۱۳۴۶) هـ ش کال کې تأسيس چې اوس مهال ديارلس بېلا بېلو ساينسي او اجتماعي علومو دپوهنځيو اودهغوی په تشکيل کې (۷۷) څانګو لرونکي دی، چې تر کال ۱۴۰۱ هـ شم پورې (۴۳۴) تنه دعلمي کادر غړي او (۴۰۲) تنه اداري او خدماتي پرسونل لري. د دغه پوهنتون په ټولو (۷۷) څانګو کې ټول (۱۵۰۰۰) محصلین په زده کړو بوخت چې په ډله کې (۳۰۰۰) تنو نجونو لپاره تدريسي او اداري چارې پرمخ وړي.

د ننګرهار پوهنتون په يو څلورو پوهنځيو (شرعيات، اقتصاد، ژبو او ادبياتو ،حقوقو او سياسي علومو) کې د ماسترۍ ترکچې او د شرعياتو پوهنځي کې تر دوکتورا کچې پورې زده کړيالان روزل کېږي او پوهنتون غواړي د اړونده پرګروامونو لړۍ نورو پوهنځيو ته هم وغځوي.

تردې مهاله ننګرهار پوهنتون دخپل بېلابېلو پوهنځيو له لارې (۲۵۰۰۰) تنه فارغان ټولنې ته د چوپړ لپاره وړاندې کړي چې په دولتي ،غيردولتي ، ملګرو ملتونو او نورو ادارو کې دندې ترسره کوي.

د ستراتېژیک پلان جوړونې اړتیا او توجیهات

سټراټېژیک پلان د یوې ادارې او سازمان په موخو ماموریت او د هغوی د ترلاسه کولو او ورته د رسېدو پورې تړاو لري. یا هم سټراټېژیک پلان هغه سند دی چې د یوې ادارې یا سازمان موخې، سیاستونه او پالیسۍ، او سره تړلي عملیاتي کړنې په یوې کُلي کالب کې سره یو ځای کوي او په دې ډول واحد ترکیب ورکوي. سټراټېژکه پلان جوړونه یوه ټولیزه او عملي برنامه ده چې د یوې ادارې او سازمان لوری مشخص کوي  او اوږود مهالو موخو ته د رسېدو په برخه کې د منابعو د تداراک لارښوونې په لاس ورکوي.

په اکاډمیک چآپیریال کې، پوهنتونونه هم یو شمېر زیات فرصتونه، بهرنۍ ننګوونې، او د ځواک او کمزورۍ له داخلي فکتورونو سره مخ دي او مختلفو عواملو لکه (سیاسي، اقتصادي، فرهنګي، تکنولوژیکي) سره لاس و ګریوان دي. له بله پلوه ګڼ شمېر داخلي عوامل لکه د پوهنتون علمي شورا، د محصلانو او فارغانو ټولنه یا شبکه، کارکونکي، استادان او د علمي کادر غړي، اداري سیستمونه، تحصیلي نصابونه، محصلانو د خدماتو وړاندې کول، برېښنایي زده کړې او حکومتولي هم د ځانګړي پاملرنې وړ دي.

پورتنو چارو ته په پام سره، اړینه ده ترڅو ننګرهار پوهنتون د خپلو علمي موخو د تحقق او لاسته راوړلو په منظور له داخلي او بهرني چاپیریال سره اوږدمهاله اړیکه ولري او د پوهنتون د لوړې کچې موخو ته د رسېدو په خاطر د عملیاتي پلانونو په تدوین لاس پورې کړي.

د سټراټېژیک پلان د تدوین تګلاره او موډل

د ننګرهار پوهنتون د سټژاټېژیک پلان جوړوونې په برخه کې چې کوم مډل او تګلاره غوره شوې، خورا جامع او د نن ورځې مروجه بڼه ده. د سټراټېژیک پلان جوړوونې دا موډل په دوو ټولیزو پړاوونو ویشل کېږي. لومړۍ پړاو یې د ننګرهار پوهنتون د سټراټېژۍ تدوین ده چې په دوو مرحلو کې ترسره شوې ده، لومړی د پوهنتون پېژندنه او د دې کار د ترسره کولو لپاره ځینې ځانګړي معلوماتي فورمې ترتیب او له مخې یې معلومات راټول شوي دي، التبه دا کړنه د ننګرهار پوهنتون د فعلي وضعیت ارزوونې لپاره ترسره شوې. په دویم ګام کې د SWOT له تګلارې څخه په ګټې اخیستنې د ننګرهار پوهنتون د فعلي وضعیت تحلیل او ارزوونه شوې چې له مخې یې د ننګرهار پوهنتون د ځواک، کمزورۍ، ننګوونو او فرصتونو موارد لسټ شوي دي او بیا یې هر مورد ته رتبه او ضریب په پام کې نیول شوی دی. د یادونې وړ ده چې به دې تحلیل کې د ننګرهار پوهنتون استادانو/علمي کادر غړو، او همدا راز له یو شمېر په کار پوه محصلانو او فارغانو څخه معلومات اخیستل شوي دي چې په نهایت کې د SWOT  په پایله کې د ننګرهار پوهنتون فعلي وضعیت  تهاجمي وګڼل شو. له دې څخه موخه دا ده چې د پوهنتون ځواکمنې سټراټېژۍ باید په داسې ډول واوسي چې له چاپېریالی فرصتونو څخه په استفادې د کمزورۍ په داخلي نقطو لاس بري شي او کمزوریانې راکمې کړي. له دې وروسته د ننګرهار پوهنتون لرلید، ماموریت او ارزښتونه تدوین شوي دي چې دې چارې ته د سټراټېژیک مسیر د استقرار او ثبات پړاو وایي. د پورته کړنو په تعقیب د پوهنتون عمومي موخې او سټراټېژیانې ټاکل شوي. په دویم پړاو کې د ننګرهار پوهنتون موخو او موخو ته په پام سره کاري پلانونه تدوین شوي او د ترسراوي لپاره یې ځانګړي عملیاتي پلانونه په پام کې نیول شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د ننګرهار پوهنتون دا سټراټېژیک پلان د پنځو (۱۴۴۴۵-۱۴۵۰) کلونو لپاره د ننګرهار پوهنتون د مخکینې ستراټېژیک پلان په تعقیب تدوین شوی دی، او تر دېره هڅه شوې ده ترڅو ټولې هغه موخې چې په پخواني پلان کې نه دې ترلاسه شوي په دې پلان کې ارزوول شوي او په پام کې نیول شوي دي.

۵. د ننګرهار پوهنتون لرلید

ننګرهار پوهنتون غواړي د اغېزناکې رهبرۍ او تخصصي بشري ځواک په لرلو د ټولنې اړتیاوو سره سم، د معیاري تحصیلي خدماتو او علمي څېړنو په ترسره کولو د علم تولید او د هېواد هر اړخیزې دوامدارې پرمختیا په برخه کې د سیمې په کچه ځانګړی مقام خپل کړي.

۶. ننګرهار پوهنتون ماموریت

ننګرهار پوهنتون د علم تولید، معياري علمي څېړنې او لازمو مهارتونو په اساس د کار د بازار اړتیاوو ته په کتنې ټولنې ته د مسلکي او ژمن کادرونو وړاندې کول خپل ماموریت ګڼي، په دې توګه د هېواد په هر اړخیز ثبات او دوامداره پرمختیا کې اغیزناکه برخه اخلي.

۷. ارزښتونه

    • اسلامي او ملي ارزښتونو ته درناوی
    • رښتینولي
    • کاري ژمنتيا او پر مسلکیتوب باور
    • نوښت
    • کیفیت
    • احترام او مسلکي چال چلن
    • د چارو روڼتيا او حساب ورکول

. د پوهنتون ستراتیژیکي موخې

د ننګرهار پوهنتون استراتېژیک پلان جوړونې څخه موخه د لوړو زده کړو د بهیر چټکتیا او ښه والی دی تر څو په ټولنه کې د شته ناورینونو او ستونزو پای ته رسېدو په برخه کې خپله ونډه واخلي. پوهنتون د ټاکلو ارزښتونو، لیدلوري او معیارونو په پام کې نیولو سره داسې وړ، مسلکي او معیاري کادرونه روزي چې د ټولنې په پرمختګ او د ستونزو په حل کې د خدمت وړاندې کولو جوګه شي. پوهنتون پورته ارزښتونو او لیدلوري ته د رسېدو په موخه په راتلونکو پنځو کلونو کې لاندې موخې تعقیبوي:

  1.  علمي تحصیلي او څېړنیزو چارو په برخه کې په ملي او نړیوالو معیارونو سره د ننګرهار پوهنتون عیارول.
  2. د بېلابېلو علمي او تخصصي برنامو  پراختیا او له نړیوالو منل شوو معیارونو سره یې برابرول.
  3.  د لوړو زده کړو په برخه کې د غوره خدمتونو وړاندې کولو په پار د هر اړخیزې(مالې، علمي او ادارې) خپلواکۍ ترلاسه کول.
  4. د لوړو زده کړو په برخه کې د شفافیت بهیر لا پیاوړی کول.
  5. د څېړنو پر مټ د ټولنې ستونزو پېژندل او ورته مناسبې حللارې پیدا کول.
  6. د زيربطو ادارو او اشخاصو په وړاندې د ننګرهار پوهنتون څخه اغېزمنه استازولي او له دوی سره د ښو او دوامداره اړيکو ساتل.
  7. د هيواد په هر اړخيزې پراختيا کې د ننګرهار پوهنتون ونډې کچه لوړول.
  8. د فزيکي پراختيا او د ودانيزو، زيربنايي اسانتياو له لارې پوهنتون په يو اغيزناک او مساعد علمي چاپيريال بدلول.

۶. لنډ مهالې موخې

د ننګرهار پوهنتون ستراتېژیک پلان جوړونې څخه موخه د لوړو زده کړو د بهیر چټکتیا او ښه والی دی چې په ټولنه کې د شته ناورینونو او ستونزو پای ته رسېدو په برخه کې خپله ونډه واخلي. پوهنتون د ټاکلي ماموریت او معیارونو په پام کې نیولو سره داسې وړ، مسلکي او معیاري کادرونه روزي چې د ټولنې په پرمختګ او د ستونزو په حل کې د اغېزناک خدمت وړاندې کولو جوګه شي. ننګرهار پوهنتون پورته ارزښتونو او لیدلوري ته د رسېدو لپاره لاندې موخې تعقيبوي:

  1. په راتلونکو پنځه کلونو کې د (۱۷) فوق لسانس برنامو  زیاتوالی او د شته برنامو لا معیاري کول.
  2. د فوق لسانس برنامو  پېل کولو او زیاتولو په موخه د علمي کادر غړو لپاره د نورو لوړو زده کړو زمینه برابرول.
  3. د ښو علمي او څېړنیزو پرمختګونو په موخه څېړنیز مرکزونو درلودل
  4. په راتلونکو پنځه کلونو کې له سیمییزو اعتبار ورکوونکو ادارو څخه اعتبار ترلاسه کول
  5. په علمي او اکاډمیکو چارو کې د خپلواکۍ په لرلو سره د سیمې له پوهنتونونو سره سالمې سیالۍ ته چمتوالی
  6. د زون په کچه د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د ښو علمي او اکاډمیکو کړنو همغږيو لرل
  7. په دوامداره توګه د وخت د شرایطو او بازار د غوښتنو په پام کې نیولو سره معیاري زده کړې وړاندې کول
  8. په راتلونکو پنځو کلونو کې د پوهنتون عضب شویو ملکیتونو راګرځول او په ماسټر پلان کې د شاملو ځمکو د استملاک چارې هڅول

۱۲. د پوهنتون د ستراتيژيک حالت غوره کول

picture

 

User account menu